د افغانستان د تحولاتو تحلیل
په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د روسیې په بهرنۍ سیاست کې داسې حرکتونه شوي، چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د روسیې په بهرنۍ سیاست کې د بنسټیز بدلون ښکارندويي کوي. په لومړي ګام کې د هغه هېواد د عدلیې وزارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ د روسیې د ممنوعه ډلو له لېست څخه د طالبانو د ویستلو طرحه وروستۍ کړه او د تصویب لپاره یې کرملین ته واستوله. له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې پرېکړې په دفاع کې اعلان وکړ چې “طالبان په افغانستان کې حقیقي واک په لاس کې لري.” قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړي، موږ هم ورته کار کوو. موږ په منځنۍ اسیا کې د خپلو متحدینو په څېر افغانستان ته اهمیت ورکوو.»
د روسیې د دې پروسې درېیم او مهم ګام هغه دی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل خبري کنفرانس کې د بهرنیو چارو د وزیر د دریځ او له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د نوم د لرې کولو د طرحې له تصویب سره سم په خپل ځینو الفاظو کې څرګند کړ. پوتین له طالبانو سره د اړیکو ټینګول اړین وګڼل او د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې وویل: «طالبان هغه څوک دي چې هېواد کنټرولوي، دوی د هیواد خاوره کنټرولوي. دوی نن د افغانستان واکمنان دي. حقیقت باید په پام کې ونیول شي او د هغه پر بنسټ اړیکې جوړې شي.» پوښتنه دا ده چې کوم انګیزې دي چې مسکو دې ته هڅوي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي؟
دا د امریکايي کارپوهانو یوه مشهوره خبره ده چې امریکا له افغانستانه په وتلو سره دغه هېواد یې روسیې ته د جیوپولیټیک ډالۍ په توګه وړاندې کړ. په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو شتون د روسیې لپاره د اندېښنې لامل و، خو د مسکو لویه او ستراتیژیکه اندېښنه په دغه هېواد کې د امریکا حضور وو. له بلې خوا په تېرو شلو کلونو کې له ډېرو هلو ځلو سره سره روسان په دې نه دي بريالي شوي چې له افغانستان سره په سياسي او امنيتي اړيکو کې مناسب دريځ ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه کله چې اشرف غني د دې هیواد ولسمشر وو، په افغانستان کې د روسیې لپاره ځای تر بل هر وخت ډېر محدود وو.
د جمهوریت پر مهال که څه هم د روسیې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې فعالې وې، خو د کابل – مسکو د اړیکو د محدودیتونو او تر ټولو مهم په افغانستان کې د امریکا د حضور له امله، روسانو د روسیې او په منځنۍ اسیا کې د دې هیواد د ګټو په وړاندی د افغانستان له هغو تحولاتو څخه چې له سترګو پټې وې، روښانه تصویر نه درلود. په همدې خاطر روسانو له طالبانو سره اړیکي پیل کړې او د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد له تحولاتو څخه وړاندې د روسانو او د طالبانو تر منځ اړیکي او تعاملات ټینګ شوي وو. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ خبرې چې ویلی وو« موږ د چین په څېر په کابل کې مو خپل سفارت خلاص پریښی وو»، دا په ډاګه کوي چې روسیه لا له وړاندې له طالبانو سره اړیکې درلودې او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د نه تړلو خبره له طالبانو سره په همغږي وه. د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې څخه وروسته، روسیه، په افغانستان کې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او ګام په ګام هغه ته پراختیا ورکړي تر څو اوسني پړاو ته ورسیدل.
د افغانستان په اړه د روسیې راتلونکې ارزونه د دې فرضیې پر بنسټ ولاړه ده چې د طالبانو له حکومت سره د غربي هیوادونو اړیکې به په اوسني حالت کې پاتې نشي او ډیر وخت به تېر نه شي چې امریکا او نور اروپايي هیوادونه به د طالبانو له حکومت سره تعامل پیل کړي. د دې وړاندوینې پر بنسټ روسیه هڅه کوي چې د چین په ګډون له خپلو نورو سیمه ییزو ملګرو سره په همغږۍ د طالبانو له حکومت سره نږدې او قوي تعامل او اړیکې جوړې کړي او اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د غربي قدرتونو په محور بدل شي.
د دې ترڅنګ، د روسیې په نظر، طالبان هغه ځواک دی، چې توانېدلي په افغانستان کې د روسیې د امنیت اندېښنو ته مثبت ځواب ورکړي. د روسیې له نظره، د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د ملي حاکمیت او ثبات د رامنځته کولو سربیره؛ د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو کې د پام وړ بریاوې درلودلي. دغه راز د طالبانو حکومت د نشه يي توکو پر کښت د بنديز په لګولو سره منځنۍ اسيا او روسيې ته د دغه نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي زمينه برابره کړې ده. دا چې پوتین ویلی چې حقایق باید په پام کې ونیول شي دغو ټکو ته اشاره کوي.
په ټولیزه توګه روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دایمي غړي په توګه د طالبانو د حکومت پر وړاندې یو نوی ګام پورته کړی چې ښايي د کابل او مسکو د اړیکو د لا ژور کېدو لامل شي. دا ناشونې ده چې دا لاره د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته ختم شي، خو په هر صورت دا د نړۍ د یو ځواکمن د یو معناداره اقدام په توګه ګڼل کېږي او ښايي په سیمه کې به ځینی عواقب او پایلې ولري، چې تمه کیږی د هغه لومړنۍ پایله د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د طالبانو د حکومت تر منځ د اړيکو پراختيا وي.