د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیټي ستونزه، د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدې مودې سیاسي ستونزو څخه سرچینه اخلی. لږ تر لږه د ۱۳۳۰ لمریز کال راهیسې او د ظاهر شاه د وخت د لومړي وزیر داوود خان له پښتونپالو سیاستونو سره، پاکستان د افغان حکومت په وړاندې له ترانزیټي فرصتونو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دی. تاریخ ته کتنه ښیي چې د فشار دغې وسیلې تل د افغانستان د بازار او ترانزیټ پر وضعیت اغیز کړی او د افغان حکومت لپاره د داخلي بې باورۍ لامل شوی دی.
د افغانستان پخواني حکومت له پاکستان سره د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه له پاکستان سره د “اپټا” تړون لاسلیک کړ. خو د دې حقیقت له امله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیټي ستونزې تل په سیاست کې ریښې درلودلي، دغه تړون هم ونه توانېدل چې د دواړو هېوادونو تر منځ ترانزیټي ستونزې حل کړي. د دغه هوکړه لیک د مادو او مفاد له مخې د دواړو هېوادونو سوداګریزې لارۍ باید د یو بل له خاورې تېر شي او د افغانستان سوداګریز توکي جنوبي اسیا ته او د پاکستان سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته انتقال کړي.
د افغانستان له خوا د دغه تړون له پلي کېدو سره سره، پاکستان هېڅکله د افغانستان سوداګریزو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې جنوبي اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه هند ته تګ راتګ وکړي. د پاکستان په بندرونو کې د ترانزیټي توکو په ځانګړې توګه د افغانستان د میوو او سبزیجاتو کښته کول او د جنوبي اسیا بازارونو ته د هغوی په بارولو او ترانزیټ کې اوږدمهاله ځنډ هر کال د دغو ژر خراپېدونکو سوداګریزو توکو د ضایع کیدو لامل شوی دی.
د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته دا تمه کېده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیټي ستونزه د تل لپاره حل شي او یا به لږ تر لږه له ترانزیټي لارو څخه د ډیپلوماټیک فشار د وسیلې په توګه استفاده ونه شي. له دې هیلو سره سره، د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره، حتی د اپټا تړون له تمدید سره هم، یو ځل بیا د پاکستان له خوا د افغانستان د سوداګریزو توکو په وړاندې ترانزیټي ستونزې پیل شوې.
تېر کال د سویلي اسیا او هند بازارونو ته د افغانستان د میوو د صادرولو د موسم سره یو ځای د پاکستان له خوا د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې پولې لږ تر لږه درې ځلې د پرله پسې ورځو لپاره وتړل شوې، چې له امله یې د مالي زیانونو سربیره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي کړکېچ لامل هم شو. په داسې حال کې چې سږ کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیټي ستونزې د هواري تمه کېده، پاکستان په ناڅاپي او بې ساري ډول جنوبي اسیا او هند ته د افغانستان د مېوو پر صادراتو ګمرکي تعرفه ۱۸ سلنې ته لوړه کړه. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان پر ځينو صادراتي مېوو تعرفه صفر وه. دا چې افغانستان یو غیر پرمختللی هېواد دی، او د هغه کرنه په عنعنوي او پخواني ډول ترسره کیږي، د پاکستان دغه سیاست افغان سوداګرو او د افغانستان د کرنې سکتور ته سخت زیان اړولی دی.
د پاکستان د دغه ډول سیاست دوام د دې لامل شو چې د طالبانو حکومت دې ته اړ شي چې د جمهوري نظام د ترانزیټي سیاست په پلې کولو سره د افغانستان لپاره د بدیل سوداګریزې لارې په لټه کې شي. تېر کال د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د افغانستان بېلابېلو اقتصادي پلاوو د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته سفرونه وکړل او له دغو هېوادونو سره یې د سړکونو او ریل پټلۍ د ترانزیټ د پراخولو په اړه ځینې توافقاتو ته ورسېدل.
خو ایا د بدیل ترانزیټي لارو لټون به د پاکستان او افغانستان تر منځ ترانزیټي-سیاسي ستونزې هواره کړي؟ په ځواب کې باید وویل شي چې بدیل ترانزیټي لارې به د افغانستان لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو سره سره د پاکستان له بندرونو څخه د افغانستان اړتیا په بشپړه توګه له منځه یونه سي. د دې ترڅنګ د طالبانو د حکومت دغه ترانزیټي پالیسي به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سیاسي ستونزې د پخوا په پرتله لاپسې ژورې کړي.
په تېرو دوو لسیزو کې د پاکستان حکومت د جمهوري نظام پر ضد د طالبانو د ډلې اصلي ملاتړی وو. له همدې امله د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو څخه د خالصې ګټې تمه لرله. له دې نظره، اسلام اباد د طالبانو د حکومت له خوا د بدیل ترانزیټي لارو د موندلو هڅې د پاکستان د سیاستونو له مرکز څخه د طالبانو د تېښتې او په سیمه کې د افغانستان د فعالیت لپاره د یوې نوې لارې د لټولو په معنا ګڼي. دا ډول متقابل چلند به خامخا د طالبانو د حکومت په وړاندې د پاکستان په بهرني سیاست کی د بنسټیز بدلون لامل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ د کړکېچ اصلي عوامل
د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیټي ستونزه عارضي او موقتي پدیده نه ده، بلکې دا ستونزه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي ستونزو کې ریښې لري. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې، د کابل – ډهلي د اړیکو څرنګوالی، په سیمه ییز ترانزیټ کې د پاکستان انحصاري مفکوره، په ځانګړې توګه د ګوادر بندر او د ټرانس_ افغان پروژه او د طالبانو د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اړیکو څرنګوالی، ټول هغه عوامل دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچونو لامل شوي دي.
داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج او له ترانزیټي فشارونو څخه په ابزاري استفادې سره او اوس د تحریک طالبان پاکستان د غړو د شتون په ادعا سره هڅه کوی چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي څو د پاکستان سیاسي غوښتنې ومني. د پاکستان د ادعا او غوښتنو د څرنګوالی څخه په بېل ډول، افغان حکومتونه په دې نه دي توانېدلي چې له پاکستان سره د خپلو سیاسي- تاریخي کړکېچونو د دایمي حل لپاره یو ستراتیژیک میکانیزم جوړ کړي. د افغانستان د واکمن ځواک په توګه، د طالبانو حکومت باید له زړورتیا او تاریخي قضاوت څخه کار واخلي او له پاکستان سره خپلې سرحدي او سیاسي شخړې د تل لپاره د یوه نړیوال میکانیزم په واسطه حل کړي.