شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

زموږ په اړه

د افغانستان هېواد تېر څلور لسیزه په کړکېچونو کي تېر کړی او د دغه کړکېچونو لمن د دغه هېواد له پولو اوښتي، او سیمه یې اغېزمنه کړي او کله هم د نړی په سطحه  اغېزمن شوي دي. دغه هیواد د جیو پولیټیکل او جیوستراتیژیک موقعیت له کبله د نړیوالو او سیمه ییزو سیاسي لوبغاړو د پام وړ ګرځیدلي دي، چي دغه عامل د کورنیو عواملو ترڅنګ؛ د افغانستان په کړکیچونو کي هم نقش درلودلی دي.

د افغانستان د تحولاتو د اهمیت او همدارنګه د دې تحولاتو اغیزه د دې هیواد د خلکو پر ژوند او د سیمي په هیوادونو باندي د اغیزو له امله، د دې تحولاتو تحلیل او په دې برخه کي د پوهاوی لوړول د پوه قشر ټولنیز مسؤلیت دي. په همدې خاطر، د ۱۴۰۰ کال په ژمي کي او په عین وخت په افغانستان کي د چټکو او ناڅاپي بدلونونو سره، د افغانستان او ایران د نړیوال اړيکو او سیاسي علومو د محصلینو یوې ډلي پریکړه وکړه چي د افغانستان د تحولاتو په اړه خپل تحلیلي نظرونه په منسجم ډول د سوشل  مډيا(تولنیز شبکو) له لاری خپاره کړي.

په لنډ وخت کښي د دغه لنډ خو تازه او ژور یادداښتونه د لوستونکو او ځینو رسنیو له خوا هرکلی وشو. دا مثبت غبرګون د دې لامل شو چي د دې حرکت د لا زیاتي همغږۍ او اعتبار ورکونی لپاره یوه تحلیلی مرکز د افغانستان د تحولاتو د څیړني تر عنوان لاندی پرانیستل شو.

د “بررسی تحولات افغانستان” سایټ د مطالبو محتوا په کارپوهي ډول او بې له کوم جناح د طرفداري څخه دي او موږ هڅه کوو چي د افغانستان د مهمو تګلارو او پیښو په اړه د پوهاوي په زیاتولو سره د دې هیواد له څو لسیزو کړکیچ څخه د خلاصون لپاره خپله ونډه ادا کړو.

د “بررسی تحولات افغانستان” سایټ د محصیلنو او کارپوهانو غیر ډلییزو مطالبو د منلو او خپرولو ته چمتو دي.