یکشنبه 4/ 9 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په ورته وخت کې چې د روسیې حکومت له افغانستانه د امریکا د وتلو او پر افغانستان باندی د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیلېدو په اړه ښه نظر درلود، خو د طالبانو له حکومت سره د اړیکو او تعامل په اړه یې د یو څه مودې لپاره د صبر او څارنې سیاست خپله کړه او بیا یوه نوې تګلاره غوره کړه.
تر ۱۴۰۲ کال پورې روسیې د طالبانو له حکومت سره د مسکو فرمټ په ناسته او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د رسمي لیدنو کتنو پرته په هیڅ ډول اقدام او یا معناداره تعامل باندی لاس پوری نه کړ. د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې د دوحې د دوهمې ناستې وروسته، د روسیې حکومت په عملي توګه د طالبانو د سرپرست حکومت سره د تعامل او ملاتړ په لړ کې د خپلې پالیسۍ نوي او عملیاتي پړاو ته داخل شو. روسیه نه یوازې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د استازو د نه ګډون هرکلی او ملاتړ وکړ، بلکې د دوحې په دویمه ناسته کې یې د افغان مدني ټولنې له استازو سره هم له لیدو ډډه وکړه.
په دې کار سره روسیه د طالبانو حکومت او وسله والو مخالفینو ته دوه جلا پیغامونه ولیږل؛ د طالبانو مخالفینو ته د روسیې پیغام دا و چې د غرب او امریکا برخلاف، نه غواړي د افغانستان د دودیزو مشرانو دریځ او رول له ځوانو لوبغاړو سره د مدني ټولنې د استازو تر عنوان لاندې چې د امریکا له خوا تعریف شوی، تبادله کړي. د روسیې د پام وړ اقدام د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو د بهیر پیل وو، او همدارنګه د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه تر دې حده لوړه کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو او د پوهنې د وزارتونو وزیران یې روسیې ته راوبلل. شنونکي د روسیې دا ډول کړنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته د یوه پلمې او مقدمې په توګه تعبیروي. حتی که دا فرضیه ریښتیا هم نه وي، دا د پوهیدو وړ ده چې روسیه له مسکو سره د طالبانو د حکومت د جوړجاړي د ساتلو لپاره کابل ته سیاسي امتیازات ورکوي.
په ټولیزه توګه د ۱۴۰۲ کال له مني څخه تر اوسه پورې د طالبانو له حکومت سره د روسیې د اړیکو کچه د پام وړ پراخه شوې ده. روسیه د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ویستلو د بهیر د پیلولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړولو ترڅنګ، د اقتصادي پلوه هم د طالبانو له حکومت سره د خپلو اقتصادي همکاریو د ښه کولو هڅه کوي. د روسیې هڅې چې د طالبانو حکومت د شانګهای سازمان غړیتوب ترلاسه کړي او د سیمه ایزو ترانزیټي پروژو ملاتړ، لکه د سیمه ایز ریل پټلۍ شبکې سره د افغانستان نښلول لکه د ټرانس-افغان ریل پټلۍ او د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا د انرژۍ لیږد، لکه کاسا هزار او ټاپي، تر یوې اندازې پورې طالبانو د حکومت سره د روسیې او متحده ایالاتو د مالي ملاتړو ترمنځ توازن او برابروالي رامنځته کوی.

روسیه د مسکو د فرمټ په وروستۍ غونډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته هم بلنه ورکړې وه.

د طالبانو له حکومت سره د تعامل په بهیر کې روسیه پر خپل ظرفیت سربېره په منځنۍ اسیا کې د خپلو متحدینو له ظرفیت څخه هم ګټه اخلي. منځنۍ اسیا د روسیې د شخصي انګړ په توګه د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ ده او په روسیه کې د موسیقۍ د کنسرت پر تالار د داعش ترهګرې ډلې خونړي برید دغه خطر نور هم روښانه کړ. نو له همدې امله ګډ ګواښونه او د اقتصادي ګټو سمون د دې لامل شوی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه د روسیې له تګلارې او سیاست سره یو ځای شي.

سربېره پر دې په داسې حال کې چې غرب او امريکا د روسيې پر وړاندې د اوکراين په خاوره کې په ليکه شوي دي، مسکو په افغانستان کې د امريکا او غرب بيا راڅرګندېدل او شتون يو جدي خطر ګڼي. له دې نظره، روسیه اندېښمنه ده، چې پر افغانستان باندی د امریکا د سیاسي کنټرول له نوي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمه ییزو ترهګرو ډلو د ادغام او د افغانستان له خاورې څخه منځنۍ اسیا ته چې د روسیې امنیتي سیمه ده، د هغوی د لېږد فرضیه عملي شي. د روسیې د امنیتي او پوځي چارواکو څرګندونې ښيي چې دغه فرضیه د روسیې له لوري جدي ګڼل کېږي. په دې وروستیو کې د روسیې جګپوړي امنیتي چارواکي لکه د روسیې د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شایګو په قزاقستان کې د یوه رسمي غونډه په لړ کې د تروریستي ډلو د راغونډیدو او منځنۍ اسیا ته د ګواښ لپاره د روزنیزو کمپونو د جوړولو په اړه اندیښنه څرګنده کړي دي.

په داسې یوه حالت کې د روسیې د حکومت سیاسي ستراتیژي دا ده چې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د کچې په لوړولو سره له امریکا سره د طالبانو د حکومت د اړیکو د انګېزې او هڅې کچه راټیټه کړي او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا د یو ځل بیا حضور زمینه له منځه یوسي. د روسیې دغه ستراتیژي له یو ګواښ سره مخامخ دی چې د طالبانو له حکومت سره د روسیې د تعامل په راتلونکي او لړلید کې نه حل کیدونکی ګواښ دی؛ هغه دا ده چې که امریکا له طالبانو سره د پراخو اړیکو په برخه کې جدي وي، ایا د طالبانو حکومت به په رښتیا هم د امریکا پر ځای روسیې ته ترجیح ورکړي؟ د دې پوښتنې ځواب له شک او تردید سره مخ دی چې د هغه ریښه د سیمې په اړه د امریکا په سیاستونو کې پرته ده. هغه څه چې روښانه دي دا دي چې د دې لویې پوښتنې سره د مخ کیدو په داسی حالت کې د روسیې حکومت په عمل کې له احتیاط څخه کار اخیستی دی. د افغانستان له تحولاتو سره د روسیې ګام په ګام سیاست او دوه ګونی تګلاره او د طالبانو له حکومت او وسله والو مخالفینو سره یو ځای او نسبي تعامل د افغانستان د راتلونکی سیاست په لید کې ابهام او پیچلتیا په ګوته کوي.

په داسې حالت کې واقعیت او اړتیا دا ده چې د روسیې حکومت باید د افغانستان د لویو تحولاتو په وړاندی خپلې ستراتیژۍ د سیمه ییز ستر جوړښت له ارادې او جوړښت سره همغږې کړي او د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې