دوشنبه 26/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنيه چې د ایران د ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی وو، د چهارشنبې په سهار په خپل هستوګنځۍ کې په نښه او شهید شو. د حماس د ډلې د دغه مهم کس وژنه باید د یوې نوې سناریو یوه برخه وګڼل شي. یوه داسې سناریو چې په سیمه او د سیمې بهر کې د څو مهمو تحولاتو سره سم طرح شوې. بنیامین نتانیاهو چې هم له فلسطین سره په جګړه کې او هم په کورني سیاسي ډګر کې د سقوط تر پایه پورې له ناکامۍ سره مخ شوی دی، له دې تحولاتو څخه په ګټه اخیستنې، د ناکامۍ له موقعیت څخه د خپل ځان او خپل هیواد د برترۍ پر لور د بدلولو لپاره ناکام او مذبوحانه هڅې پیل کړي دي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې
امریکا ته د نتانیاهو سفر په داسې وخت کې چمتو شوی چې جوبایډن د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه په شا شو او د ډیموکراټ ګوند کاندید له ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي، چې د کارپوهانو په اند به سخته سیالي وي. څرنګه چې په امریکا کې صهیونیسټي لابي (د اشخاصو، شرکتونو او امریکايي یهودیانو څخه جوړه ده چې د دې لابي اصلي ارکان دی) د ټاکنو پر پایلو باندې د اغېز کولو لوی ځواک لري، نتانیاهو د دې سفر په ترڅ کې وکولای شول چې د امریکا له اوسني حکومت سره یوې موافقې ته ورسیږي.
دا تړون مختلف ابعاد لري چې په پرله پسې ډول ځان څرګندوي؛ چې د لبنان پر جنوب باندې يرغل، په عراق کې پر مقاومتي ډلو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريد او تر ټولو مهم د تهران په زړه کې د اسماعيل هنيه د وژلو اجازه ورکول د هغه له جملې څخه دي.

په ایران کې د حکومت انتقال
دوهم موقعیت او حالت چې د دې لامل شو چې نتانیاهو دغه سناریو خپل په اجنډا کې ځای پر ځای کړی په ایران کې د حکومت د انتقال دوره وه. د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر، شهید ابراهیم رئیسي او شهید حسین امیرعبداللهیان چې له اسماعیل هنیه سره یې نږدې اړیکې درلودې او په ځانګړې توګه یې د غزې د جګړې پر تحولاتو تمرکز درلود، له شهادت وروسته د دولت د انتقال دوره، د دې سناریو د عملي کولو لپاره ښه فرصت وو.

د اسماعیل هنیه وژنه
د دې وړاندوینه اسانه وه چې د حماس د سیاسي دفتر مشر به د ایران د ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړي. صهیونیسټ رژیم د دغه سفر په باره کې د اطلاع او خبر په درلودلو په څو دلایلو سره په تهران کښې د هنیه وژل کیدل خپل په اجنډا کې ونیول. لومړی دا چې د دغې وژنې په ترسره کولو د حماس ډلې یو مهم مشر له منځه وړي، دوهم دا چې د هنیه وژنه په نورو هیوادونو لکه قطر کې ډېرې بودیجې ته اړتیا درلود او امریکا یې د ترسره کولو مخالفه وه او دریم دا چې په دې وژنې سره صهیونیسټ رژیم کولای شوای په تهران کې د خپل ویجاړونکي نفوذ د قدرت انځور ښکاره کړي.

پوښتنه داده چې ایا د دغو اقداماتو په ترسره کولو به له اسلامی مقاومت ډلو سره په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د دریځ د بدلولو خوب تحقق پیدا کړي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید وویل شي چې تجربه او تاریخ روښانه درسونه وړاندې کړي دي.
لومړی دا چې اسلامي تحريکونه د خپلو مشرانو له شهادت وروسته هيڅکله له ضعف او سقوط سره مخ شوي نه دي، بلکې د خپلو عقايدو له امله د دغو رهبرانو وينه د هغوی تر قوماندې لاندې حرکتونه د پخوا په پرتله ډېر ځواکمن کړي دي. د هانيه شهادت د همدې قاعدې تابع دی.

دوهم، د اسماعیل هنیه په شمول د حماس د مقاومت د غورځنګ د مشرانو ژوند داسې دی چې فلسطینیان هغه د خپل نمونې په توګه ټاکلي دي او د هغوی په تعقیب به د مبارزې او جهاد لارې ته دوام ورکوي. په تهران کې د هنیه او په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د بمباریو په نتیجه کښې د هغه د بچیانو شهادت دا نظریه ثابته کړه چې د فلسطین د مقاومت مشران په وینه ورکولو کښې له عامو فلسطینیانو سره برابر دي او په فلسطین کې د راحت طلب مشرانو او په سختیو او مشکلاتو کې د ښکېل ملت دوه متضادې طبقې شتون نلری. له همدې امله د هنيه شهادت به نه يوازې د فلسطيني جنګياليو پر روحیه باندې منفي اغېز ونه کړي، بلکې د هغوی غوسه به لاپسې زياته کړي.

دريم، اسماعيل هنيه د ډیپلماتیک پاسپورټ سره د ميلمه په توګه ايران ته داخل شوی دی او تهران به د صهيونيسټ رژيم دغه جسارت او سپکاوی بې ځوابه نه پريږدي. لکه څنګه چې د الاقصی طوفان په عملیاتو کښې د ایران پر سفارت د صهیونیسټ رژیم تیریو ته ځواب ورکړل شو، دا ځل به هم په مناسب وخت کښې د دغه میلمه د وژلو ځواب ورکول کیږی.

د تحلیف د مراسمو په څنډه کې د اسماعیل هنیه او مسعود پزشکیان ترمنځ لیدنه

څلورم، له فلسطین څخه تر لبنان، عراق او یمن پورې د اسلامی مقاومت ډلو له دې څخه زیاتې پېچلې سناریوګانې خنثی او بې اغېزه کړی او د صهیونیسټی رژیم په پرتله یې لوړ قوتونه بې وسه او عاجزه کړی دی. نن ورځ به د مقاومت د یوه محور پر ضد هر ډول اقدام د مقاومت د ټولو جریانونو له پراخ غبرګون سره مخامخ شي او د اسرائیلي او امریکايي چارواکو دوکه او توهمات به له منځه یوسي.

په داسې حالت کې د اسلامي حکومتونو او مسلمانانو لپاره لازمه ده چې د فلسطیني ستر سړی د شهادت په وړاندې خپله دنده ادا کړي او د غندني په ضمن کښې په یو واحد غږ سره د فلسطین له مجاهدینو سره خپل پیوستون څرګند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې