د افغانستان د تحولاتو تحلیل
په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان له طلوع نیوز ټلویزیون سره ځانګړې مرکه درلود او د افغانستان په تحولاتو کې د دغه هېواد او د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر رول یې ځینی مهم ټکي مطرح کړل. بیان شوي ټکي چې د ایران د جمهور رئیس د ځانګړي استازي له خوا د افغانستان پر تحولاتو په تمرکز سره په درېیو کورني، سیمه ییز او نړیوال، محورونو کې څرګند شوي، د تأمل او څېړني وړ دی.
د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د ایران تګلاره او چلند
په دې خبرو اترو کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان د سیاسي راتلونکي د ثبات لپاره “حکومتداري او له ترهګرۍ سره مبارزه” د دوو پرېکندو او مهمو عواملو په توګه مطرح کړه. قمي د دغه هیواد د قومونو او مذهبونو په ګډون د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه وویل: د طالبانو د حکومت چلند په دې لاره کښې د حرکت ښودنه کوي. په دې برخه کې لومړني ګامونه اخیستل شوي او باید بشپړ شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړي استازي دا څرګندونې چې د طالبانو حکومت د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په لور ګام پورته کوي، یوه انګیزه ورکونکې خبره ده او د افغانستان لپاره د روښانه او مثبت لید لوري څرګندونه ده، خو د طالبانو د حکومت د زغم وړ ټولنیز او مذهبي چلند؛ او د ټولو قومونو او مذهبونو د استازو په ګډون د یو ټول شموله حکومت جوړولو د هوډ تر منځ باید توپیر وشي.
طالبانو د حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د مختلفو قومونو او مذهبونو د ټولنیز او مذهبي دودونو او رسوماتو په وړاندې په زغم او سوله اییز ډول چلند کړی. سره له دې، سرپرست حکومت تر اوسه د سیاسي ګډون لپاره د ټولنیزو او مذهبي ډلو د بنسټیزو غوښتنو او د افغانستان په محکمو کې د شیعه مذهب د رسمي کولو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي. په هرصورت، د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کاظمي قمي د اړیکو کچې ته په پام سره، دا تمه کیږي چې د طالبانو حکومت په دې اړه هوډ لري.
په افغانستان کې د یو ټول شمول حکومت د جوړېدو پر اړتیا د سیمې د هېوادونو پرله پسې ټینګار ته په پام سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې په افغانستان کې د یو ټول شمول حکومت د جوړېدو په اړه د ایران سیاست او تګلاره څه ده؟ په دې خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت چلند او د ایران د ځانګړي استازي وینا دا په ډاګه کوي چې ایران به په افغانستان کې د یو ټول شمول حکومت د جوړولو لپاره د مستقیم او مداخله کوونکي فشار طریقه غوره نکړي او دا طریقه د افغانستان په ګټه او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست له اصولو سره مطابق نه ګڼي. په دې اړه کاظمي قمي ویلي، لکه څنګه چې ایران نه غواړي بل هېواد د ایران په چارو کې لاسوهنه وکړي، ایران به هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
له دې نظره دا امکان شته چې ایران به هڅه وکړي چې د افغانستان واکمنان د منطقي خبرو له لارې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د قومي او مذهبي ډلو د نه شتون له منفي پایلو څخه خبر کړي. ایران تل په خپلو دریځونو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې یو اغېزمن واقعیت دی، خو دوی د افغانستان ټول واقعیت نه دی. د کاظمي قمي په وینا، د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د ټولو ګډونوالو اړخونو شتون او ګډون لږ تر لږه دوه حیاتي پایلې لري؛ لومړی، د افغانستان ټول ګواښونه او مشکلات یوازې د افغانستان په چارو کې د ښکیلو اړخونو په شتون او ګډون سره له منځه ځي. دوهم، ایران په دې باور دی، چې یوازې په افغانستان کې د خلکو د اعتماد او باور وړ د یوه حکومت جوړول کولای شي، چې د حکومت داخلي مشروعیت تامین کړي او د هغه حکومت د رسميت پېژندنې ضمانت وکړي.
د افغانستان د آینده او راتلونکي په وړاندی د ایران او سیمې رول
د کاظمي قمي په وینا، د ایران اصلي تګلاره او استراتیژی دا ده چې افغانستان روښانه راتلونکې ولري او په افغانستان کې د غرب د مداخلې ترخې تجربې تکرار نه شي. د ایران له نظره، په افغانستان کې د غرب د استکباري ځواک له پوځي ماتې وروسته، استکباري قدرت اوس هڅه کوي، چې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو له لارې افغانستان بې ثباته کړي او د ایران په ګډون د سیمې په کچه د ګډوډۍ ډګر پراخ کړي. له دې نظریې سره سم ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې د موجود نظم په ساتلو سره په افغانستان کې د اوسني نظم د تدریجي سمون لپاره لازمه زمینه برابره کړي.
په ۱۴۰۰ کال کښې د افغانستان د تحولاتو په وړاندی د ایران د اسلامی جمهوریت تګلاره، یو د واقعیت پر اساس ولاړ او د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی اصولو د ساتلو سره سم تګلاره ده. په همدې اساس د کاظمی قمي له وینا څخه دا په ډاګه کیږی چې ایران هڅه کوی چې د کابل سره د مستقیمو اړیکو په زمینه کښې د کابل د حکومت سره یو ځای له ټولو هغو سیاسی او ټولنیزو ډلو سره چې د افغانستان په مهمو مسائلو کښې نفوذ او رول لری خپل اړیکي وساتی، خو د نظامي مبارزې په برخه او د افغانستان د ثبات په له منځه وړلو کښې له هیڅ ډلې سره مرسته او د هغه ملاتړ ونه کړی؛ خو ښکېل طرفونه دې ته وهڅوی چې رغنده خبرې وکړي او ملي تفاهم ته ورسېږي.
د سیمه ایز میکانیزم او حرکت سره سم، ایران لاهم لیوالتیا او هوډ لري چې د “سیمه ایز تماس ډلې” د فعالیت په دوام سره په افغانستان کې د باثباته نظم په رامنځته کولو کې د سیمې د هیوادونو د رغنده رول د عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړی.
د افغانستان په وړاندی د نړیوالې ټولنې رول
د کاظمي قمي په وینا نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه دوه ډوله چلند او کړنې لري. په لومړۍ کړنلاره کې د امریکا په مشرۍ غرب، د افغانستان د اشغال له دورې وروسته په افغانستان کې د داعش په شمول د پوځي مخالفو ډلو په ملاتړ سره هڅه کوي چې د ایران او روسیې په خاوره کې د ناامنۍ په شمول د سیمې په کچه د ناامنۍ او فساد لمن پراخه کړي.
په دویمه کړنلاره کې د ملګرو ملتونو په ګډون ځینې هېوادونه او بنسټونه هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه شعوري او مثبت رول غوره کړي. کاظمي قمي په دې باور دی، چې د دغو بنسټونو کمزورتیا دا ده، چې دوی د کار د عملي کولو په وخت کې د غرب له سیاسي نفوذ او القائاتو څخه اغېزمن کیږي. خو سره له دې د کاظمي قمي په وینا ایران د نړیوالې ټولنې د هر هغه اقدام چې د افغانستان او سیمې د راتلونکي لپاره رغنده وي ملاتړ کوي.
افغانستان د سیمې د یوې برخې په توګه
په مجموعي ډول په دې مرکه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د خاص استازی کاظمي قمي خبرې د یو بل سره تړلي او پیوست لرونکي ټولې او کلیت په ډول د سیمې د تحولاتو په هکله د ایران ستراتېژیک نظر ته اشاره کوی چې افغانستان هم د دغې ټولې او کل یوه برخه ده. په دې نظر، په افغانستان او سیمه کې تحولات یو پر بل اغېز کوي او د سیمې هېوادونه باید د یوې سیمه ییزې شبکې په توګه د ټولې سیمې لپاره مناسب او اړین نظم تنظیم او تطبیق کړي. که د سیمې هېوادونه له ځانه دغه تحرک او تدبیر ونه ښیي، د امریکا په مشرۍ غرب به یو ځل بیا په سیمه کې د لوبې پر ډګر حاکم شی، چې په دې صورت کې به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه یو ځل بیا د غربي قدرتونو له شتون څخه متضرر شي.
ایران ته د افغانستان د حکومت او خلکو ښه نیت
د کاظمي قمي د څرګندونې او نظر له مخې د طالبانو حکومت په تېر کال کښې د کابل او تهران ترمېنځ د اعتماد د رامنځته کولو په لړ کښې ډېر اغېزمن ګامونه پورته کړي دي چې يوه بېلګه يې د ايران د اوبو د حق د کړکېچ د هواري لپاره د کابل هلې ځلې دي او بايد هغه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښه نیت د ټینګولو لپاره یو بنسټیز ګام وبلل شي.
له بلې خوا د افغانستان خلکو د افغانستان له دوه لسیزو اشغال د تجربې وروسته د ایران له نیکو ارادو او له نړیوال استکبار او صهیونزم سره د ایران په مبارزه کښې یو ډول د قدر وړ ملګرتیا موندلې ده. له صهیونیسټ رژیم څخه د ایران د غچ اخیستلو د اقدام په وړاندې د افغانستان د حکومت او خلکو پرېکنده ملاتړ هم پر همدې موضوع باندی دلالت کوی.