دوشنبه 26/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

مهدي سهرابي د افغانستان د مسائلو کارپوه

مقدمه
طالبان د فقهې له نظره حنفي او د عقیدې او کلام له نظره ماتریدي اشعري دي او د اخلاقي له نظره د دې تحریک ځینې څانګې صوفیان دي. د طالب علماوو په فکري افکارو کې د اشغال پر وړاندې د جهاد او مبارزې مسئله ډېره مهمه ده.

د طالبانو د علماوو د عقیدې او تمایلاتو پر بنسټ، د فلسطین د مسلمان ولس او صهیونیسټ رژیم په وړاندې د هغوی د دریځ پیژندل اسانه دی. خو په هر صورت په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له صهيونېسټ رژيم سره د دغې ډلې د تعلقاتو او اړیکو په باره کښې په تېره بيا د طالبانو د مخالفينو له خوا د افغانستان په دننه او بهر کې په رسنيو کښې ځینې خبرونه خپاره شول چې په عمده توګه د دغو مخالفینو دلایل د امريکې سره د طالبانو ځینې خبرې اترې لکه د دوحې د تړون پایله او همدا راز له افغانستان سره د نغدو مرستو را رسیدلو څخه عبارت وو.

له صهیونیسټ رژیم سره د طالبانو د اړیکو د احتمال په هکله دغه ادعاوې په ځینو فکری کړیو کښې د دوه ګونی دریځ سبب شو. په دې اساس په اوسني تحلیل کې د دغې ډلې د رامینځته کیدو له پیله تراوسه پورې د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د طالبانو اعلان شوی دریځونه او همدارنګه د طالبانو او صهیونیسټ رژیم ترمنځ د اړیکو د شتون احتمال څیړل شوی دی.
د صهیونیسټ رژیم پر وړاندې د طالبانو اعلان شوي دریځونه له دوهم ځل واک ته رسېدلو مخکې(له ۱۳۷۳ څخه تر ۱۴۰۰ هـ ش کال پورې)

د ۱۳۷۰ کال په لسیزه کې د طالبانو د لومړي حکومت په دوره کښې د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د طالبانو د څرګند او رسمي دریځ په اړه دقیق خبر او معلومات نشته، خو د ۱۳۸۰ او ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ له (حقیت، جرأت، او داسې نور…) نشریاتو له خپرونو څخه د دغې ډلې دریځ، د طالبانو د چارواکو له څرګندونې، اعلامیې او بیاناتو څخه اقتباس کیدای شي.

طالبانو د بیا احیا او له اشغالګرو سره د مبارزې په کلونو کې (۱۳۸۰-۱۴۰۰) په ځلونو د بیت المقدس د ارمان په اړه خبرې کړي او د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم کړنې یې غندلي دي. طالبانو د دغو بیانیو په زیاترو کښې د فلسطین د مسلمانانو په وړاندې د یهودي حاکمانو د ظلمونو دوام او د اسلام د دښمنانو په تېره بیا د امریکې د دسیسو د مخنیوی لپاره د اسلامی هېوادونو د یووالی ضرورت ته په اشارې سره؛ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له بیت المقدس څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او په دې مبارزه کې د فلسطین له مظلوم ملت سره همکاري وکړي.

دغه څرګندونې او اعلاميې چې د دغې اسلامي ډلې په عقيدوي او فکري بنسټونو کې ريښې لري، له صهيونېسټ رژيم سره یې د طالبانو ضدیت او د فلسطين له مسلمانو خلکو څخه د هغوي د ملاتړ څرګندونه وکړل. د ځینې بیانیو مهم موضوعات عبارت دی له:
په ۱۳۸۹ لمریز کال کښې د ازادۍ پر کاروان د صهیونیسټ رژیم د برید غندنه.
په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د بیداری اسلامي په غونډه کې د اسلامی امت په ټولو مشکلاتو کښې د امریکې او صهیونیسټی رژیم پر رول او دخالت باندې ټینګار.
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د صهیونیسټ رژیم لخوا په نیواک شویو سیمو کې د پراخو اور اچولو غندنه.
په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د امریکا لخوا د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو غندنه او همدارنګه د بیت المقدس د آزادولو لپاره د یوازینۍ حل لارې په توګه له امریکا سره د مبارزې پر ضرورت ټینګار.
په هغه وخت کې د طالبانو د سیاسي کمیسون د مشر ملا عبدالغني برادر او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر ” شهید اسماعیل هنیه” سره ملاقات (په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو واک ته ورسېدو نه مخکې).

د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د طالبانو اعلان شوي دریځونه له واک ته له رسیدو وروسته (۱۴۰۰ لمریز کال څخه تر اوسه پورې)
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له واک له رسیدلو او د حکومت له رامینځته کیدو وروسته په فلسطین کې د تحولاتو، د حماس د غورځنګ او د صهیونیسټ رژیم د بریدونو په اړه د طالبانو څرګندونې او اعلانونه د تیرو دریو لسیزو کې په نسبت د ذکر شوي موضوعاتو په هکله د دغه ډلې سیاسی خوځښتونه څو برابره زیات شوي.

دا مخ په زیاتیدونکي بهیر یوازې دوه ورځې وروسته له هغه پیل شو چې طالبانو د افغانستان پلازمینه ونیوله. د طالبانو د دوهم حکومت د جوړېدو په دویمه ورځ دغې ډلې خپل د رئیس الوزرا اوسني مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر شهید اسماعیل هنیه سره د لیدنې اعلان وکړ. شهید اسماعیل هنیه په دغه ټیلیفوني خبرو کښې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکې د ماتې مبارکي وویله او ویې ویل د افغانستان ازادي د ټولو ستمګرو قدرتونو او د هغه په سر کې د صهیونیسټي رژیم د ماتي لپاره یوه مقدمه ده. دغو څرګندونو د اشغال او استعمار پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د دواړو ډلو فکري تړاو ته اشاره وه.

د حماس د سیاسي دفتر مشر همدارنګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د مېزان په میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو له اوسني سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په یو بل ټیلیفوني اړیکه کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به وتوانیږي چې د قدس شریف د ازادولو لپاره په فلسطین کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړي. دا له طالبانو څخه د حماس غورځنګ لومړنۍ رسمي او ښکاره غوښتنه وه څو د فلسطین په جبهه کې رول ولوبوي.

له افغانستانه د نیواکګرو له وتلو وروسته د حماس چارواکو هیله لرله چې د طالبانو له ډیرو ظرفیتونو څخه چې په افغانستان کې له واک ته رسیدو وروسته زیات شوی دی، د فلسطین په جبهاتو او د صهیونیسټی رژیم په خلاف استفاده وکړی.

د طالبانو او حماس ترمنځ د اړیکو بهیر او همدارنګه د فلسطین د تحولاتو او د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو په اړه د دغې ډلې د دریځونو د اعلانولو بهیر له دغو تماسونو وروسته هم دوام وموند. د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” د ۱۴۰۰ کال د سنبلې په میاشت کې، اسراییل د اسلامي امت په بدن کې د تومور او غدې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې قدس د اسلامي امت ګډه مسئله ده او ټول مسلمانان باید د دې مسئلې په وړاندې متحد شي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د عقرب په میاشت کې د ګڼو اعلامیو په خپرولو او په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د بیت المقدس د څو سمبولونو په جوړولو سره د حماس له غورځنګ سره د خپل استازي لومړۍ رسمي ناسته اعلان کړه. په دغه کتنه کښې چې په ترکیه کې ترسره شوه، د طالبانو استازی له ټول اسلامی امت سره د مسجد الاقصی د مسئلې د ارتباط د ټینګار په ضمن کښې د صهیونیسټي رژیم پر ضد د فلسطین له خلکو او د مقاومت له ډلو سره د افغانستان د اسلامی امارت د ملاتړ په هکله خبرې اترې وکړې.

مجاهد له شهید هنیه سره په کتنه کې: موږ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ کوو

د طالبانو لخوا د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو غندنه په ۱۴۰۲ کال کښې د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل سره د پام وړ زیاتوالی وموند. دغې ډلې په څو بیانیو کې د فلسطین له خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د مقاومت د ډلو د عملیاتو د مشروعیت پیژندلو په ضمن کې په غزه کې د پېښه شوي جنایتونو په وړاندې د اسلامی امت د غبرګون غوښتنه وکړه.
طالب چارواکو هم په خپلو مرکو کې له یاد رژیم سره د امریکا ملاتړ غندلی او د دغه ملاتړ د بندولو غوښتنه یې کړې. په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په دوو جلا جلا ويناو کې پر غزه باندې د صهيونېسټ رژيم د بریدونو د غندلو او د دغو بریدونو د ظالمانه بللو برسېره یې امریکا، په غزه کې د مسلمانانو په وړاندې د دغه رژيم لخوا د جنايتونو او نسل وژنې د ملاتړ له امله په سختو الفاظو وغندلې.

په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت پر قونسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژیم له عملیاتو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غندلو سره دغه حمله له دیپلوماټیکو معیارونو څخه څرګنده سرغړونه وبلله. دغه وزارت همدارنګه د ۱۴۰۳ کال د حمل په میاشت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د وعده صادق د عملیات وروسته؛ د صهیونیسټ رژیم پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت دغه عملیات د صهیونیسټي رژیم د برید په غبرګون کښې یو مشروع ځواب او دفاعی اقدام وبلل.

د صهیونیسټ رژیم پر ضد، د حماس د غورځنګ او د غزې د تحولاتو په باره کې د طالبانو د دوهم حکومت له پیله وروسته د طالبانو ترټولو مهمې بیانیې او دریځونه څخه لاندې ټکو ته اشاره کولای شو:
په ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ نیټه کې مسجد الاقصی جومات ته د صهیونیسټ رژیم د ملی امنیت د وزیر د سپکاوی غندنه.
په ۱۴۰۲/۰۱/۲۱ نیټه کې مسجد الاقصی جومات ته د صهیونیسټ رژیم د حملې غندنه.
په ۱۴۰۲/۰۸/۱۴ نیټه کې د لاهې له محکمې څخه په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د څیړلو لپاره د طالبانو د قاضی القضات غوښتنه.
په ۱۴۰۲/۰۸/۱۴ نېټه کې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په وړاندې د عربو او اسلامی حکومتونو پر چوپتیا نیوکه او د هغه د شرم وړ بلل.
په ۱۴۰۳/۰۱/۲۲ نیټه کې د صهیونیسټی رژیم په وحشیانه عملیاتو کښې د شهید اسماعیل هنیه د دریو ماشومانو د شهادت په مناسبت تسلیت
په ۱۴۰۳/۰۱/۲۶ نېټه کې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم لخوا د څه دپاسه دیرش زره ملکیانو د نسل وژنې د دوام غندنه.
په ۱۴۰۳/۰۲/۱۹ نېټه کې په غزه کې د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو غندنه.
په ۱۴۰۳/۰۲/۱۹ نېټه کې د غزې پر رفح سیمه باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې غندنه.

پایله
طالبان د یوې اسلامې ډلې په توګه د خپل وجود له پیل راهیسې تل د صهیونیسټ رژیم، د فلسطین د مسلمانو خلکو او د صهیونیسټ ضد مقاومت ډلو په وړاندې څرګند دریځ درلودلي. دغه دریځونه د طالبانو د دوهم حکومت په دوران کې په تیره بیا د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل سره شدت وموند او د اسلامی امارت له خوا د فلسطین د خلکو ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې غندنې نوره هم جدی شوه.

خو د طالبانو مخالفې ډلې کله ناکله دغه ډله له صهیونیسټ رژیم سره په اړیکو تورنوی. حال دا چې په فکري بنسټونو کې له فلسطیني ډلو سره د ځینو اړیکو او همداشان د صهیونیسټ رژیم په اړه د طالبانو د بیان شوي دریځونو په اساس چې مخکې مو هم ورته اشاره وکړه د طالبانو او دغه رژیم ترمینځ د دغه ډول اړیکو احتمال رد کیږي او په راتلونکي کې هم ناشونی ښکاري.

د طالبانو د حکومت پورته ذکر شوي غندنې او ملاتړ تر اوسه پورې په فلسطین کې کوم عملي او میداني اړخ نه لري او اسلامي امارت یوازې د بیانیو او خبرتیاو په خپرولو سره خپل دریځ څرګند کړی. باید په دې وپوهیږو چې اسلامي امارت په ۱۴۰۰ کال کې واک ته له رسیدو وروسته هڅه کوي چې د افغانستان د بندو شتمنیو د خلاصولو او په رسمیت پیژندلو په موخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره د تعامل له لارې د خپل حکومت بنسټ پیاوړی کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې