د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د طالبانو د اپوزیسیون په تعریف کې باید وویل شي چي د طالبانو اپوزیسیون، د افغانستان څخه بهر میشت یو شمیر جریانونه، ګوندونه او ډلي شاملي دي. دغه ډلي او ګوندونه یا سیاسي یا نظامي بڼه لري یا د دواړو څخه ترکیب شوي دي. د طالبانو د مخالفینو مشترک ټکی دا دی چي د دغو ګوندونو، جریانونو او ډلو مشران په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پخواني نظام برخه وه. د طالبانو د حکومت په لومړیو کي د مخالفینو تبلیغاتو دا فکر رامنځ ته کړی و چي په څه کم یوه کال کي به د طالبانو حکومت د نسکوریدو سبب کیږي، خو په کلی ډول په تېرو څه ډیر دوو کلونو کي د طالبانو د مخالفینو فعالیت په نظامي او سیاسي اړخ کي کوم ښکاره اغیز نه دي درلودلۍ.
د طالبانو د مخالفینو نظامي او سیاسي اقدامات
د طالبانو د مخافینو پوځي عمليات په پيل کي په پنجشېر او اندراب (پنجشير په څنګ کي د بغلان ولايت يوه لويه دره) تر وسله والو فعاليتونو پوري محدود وو، او بيا يې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي په چريکي بريدونو باندي بدل شو . دا باید ومنل شي چي په دې موده کي د طالبانو د مخالفینو له خوا کوم اغېزمن او خنډ جوړونکي پوځي اقدام نه دی لیدل شوی. په سیاسي ډګر کي د طالبانو د مخالفینو کړني تر ډېره په اسیایي او اروپايي هېوادونو کي تر ویناوو او غونډو پوري محدودي دي، چي دهغه وروستۍ مورد د مسکو غونډه وه چي د روسیې د یوه سیاسي ګوند له خوا جوړه او بلنه یې ورکړل شوې وه.
د طالبانو د مخالفینو څخه د خلکو تجربه
په تېرو دوو کلونو کي د دغو پوځي او سیاسي اقداماتو د کوم تأثیر ندرلودلو دعلت په بیانولو کي، څو لاملونه یادولای شو. داسې ښکاري چي په افغانستان کي د طالبانو د حکومت د مخالفانو شمېر کم نه وی، بلکي څو لاملونه دي چو د طالبانو مخالفين د دې توان نه لري چي د طالبانو د حکومت پر ضد له دغه ظرفیت څخه کار واخلي.
لومړی عامل د طالبانو د مخالفو ډلو د ډیرو مشرانو بې کفایتۍ او فاسد کړنه دي. په حقیقت کي زیاتره هغه مشران چې اوس مهال له افغانستانه بهر خلک د طالبانو پر ضد راپاروي، په تېر حکومت کي په یو ډول نه یو ډول په واک کي شریک وو او د افغانستان خلک د دوی د حکومتدارۍ ښه تجربه نه لري.
د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د اجماع نشتوالی
دوهم عامل د طالبانو د مخالفینو تر منځ تشتت او د اجماع نشتوالی دي. لکه څنګه چي لیدل کیږي په دې دوو کلونو کي د طالبانو مخالفان په دې نه دي توانیدلي چي د طالبانو د حکومت پر ضد یوه اجماع او متحده جبهه جوړه کړي. حتی د طالبانو ځیني ستر مخالفي ډلي هم نه یوازي د طالبانو د حکومت پر ضد پوځي اقډام د حل لاره نه ګڼي، بلکي له طالبانو هم تمه لري چې د ځینو ژمنو په منلو سره په اوسني حکومت کي د دوی د یو ځای کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د جګړې څخه دافغانستان د خلګو ستړیا
درېیم عامل چي تر یوه حده له لومړي عامل سره ورته دی، د افغان ولس له جګړې څخه ستړیا ده. د خلکو د روحیه ارزونه ښیي چي لږ شمیر خلک د وضعیت د ګډوډولو لپاره د جګړې منلو ته چمتو دي. ښايي د ځینو افغانانو په باور طالبانو په دې موده کي د امنیت په برخه کي ښه فعالیت کړی دي او خلک قانع شوي دي چي د جګړې پر ځای اوسني امنیتي وضعیت ته ترجیح ورکړي. همدارنګه په افغانستان کي دننه عمومي باور دا دي چي په هېواد کي د جګړې د پیلیدو په صورت کي به د تېرو کلونو تجربې تکرار شي او د ترهګرو ډلو د ودي او د قوم پالني لپاره به زمینه برابره شي.
د طالبانو د اپوزیسیون د ملاتړ په اړه سیمه يیز نظرونه
د سیمي په کچه د افغانستان په اړه دوه ډوله غالب نظرونه شتون لري. لومړی نظر دا دی چي د طالبانو له حکومت سره د مثبت تعامل له لاري دغه حکومت دې ته وهڅول شي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي او هغه د سیمي د امنیت په وړاندي، د یو مسئول غړي په حیث وهڅوي . دوهم ټکی دا دي چي د یو باثباته افغانستان شتون چي حتی د طالبانو په واسطه اداره کیږي، د داسي افغانستان په پرتله چي جګړه او ګډوډي پکې وي، ډیر ښه دي. له همدې امله د سیمي په کچه د طالبانو د مخالفو ډلو د پوځي فعالیت ملاتړ نه کیږي. د سیمې په ځینو هېوادونو کي د طالبانو پر ضد د ځینو ډلو محدود سیاسي فعالیت له هغوی سره د پوځي ملاتړ څرګندونه نه کوي.
امریکا د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو په لټه کي
په نړیواله کچه یوازي امریکا د طالبانو د مخالفو ځواکونو د ملاتړ وړتیا لري او له طالبانو سره د دغه هېواد د دوه کلن کړني ارزونه دا ښيي چي واشنګټن هم له طالبانو سره د تعامل له لاري د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کي دی. که څه هم دا هیواد به د اړتیا په صورت او د دوی د غوښتو سره د طالبانو ډ مخالفت په صورت کي د طالبانو له مخالفینو څخه د فشار د وسلې په توګه کار واخلي، خو لکه څنګه چې لیدل کیږي، اوس مهال دا ډول پروګرام د امریکا په اجنډا کي شامل نه دی.
په کلی ډول په اوسنیو حالاتو کي د طالبانو د مخالفینو ظرفیت د اغېزمن اغیزې لپاره ناکام دي او د دغو ګوندونو، ډلو او مخالف جریانونو تر ټولو زیاته کړنه به دا وي چي د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره له هغوی څخه کار واخلي. د دې مخالفانیو د اغیزمن توب لپاره لومړی ګام د دوی تر منځ د اجماع رامنځته کول دي، چي هیڅ دهغه لپاره لړلید نه لیدل کیږي.