یکشنبه 18/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو حکومت د دوشنبې ورځ د لوی اختر ورځ ټاکلې او دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې څو اونۍ وړاندې سعودي عربستان د یکشنبې ورځ د لوی اختر په توګه اعلان کړه. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو د یوه دود او کړنلارې پر بنسټ تل په اخترونو او دیني مناسبتونو کې د سعودي عربستان متابعت کړی دی.

د طالبانو د حکومت دا پرېکړه چې دوشنبه یې د لوی اختر په توګه اعلان کړ، له دوه لوی غبرګونونه سره مخ شول.
په یوه دیني او سیاسي غبرګون کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په افغانستان کې حضور لري، د طالبانو د حکومت دا پریکړه چې د دوشنبې ورځ یې د لوی اختر په توګه اعلان کړ تر پوښتنې لاندې راوستې او هڅه یې وکړه چې د فقهي استدلالاتو په وړاندې کولو سره دغه شرعي حکم باطل کړي او حکومت دې ته مجبور کړي چې د دې پرېکړې په اړه بیا غور وکړي. نوموړي په یو د پام وړ اقدام کې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو په حضور کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې حکمتیار د طالبانو ځینې فقهي کړنلارې تر پوښتنې لاندې راولي. په ۱۴۰۰ کال کې هم هغه د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو له چلند سره مخالفت وکړ او خپل نظر یې د یو کتاب په بڼه خپور کړ. حکمتیار د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر تعلیم د بندیز پر ضد هم نظر لري. حکمتیار چې په هر دلیل یې د طالبانو په حکومت کې د ګډون فرصت نه دی ترلاسه کړی، ظاهراً هڅه کوي چې د یو معتدل مذهبي تګلارې په خپلولو سره د خپلو پلویانو په منځ کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

ګلبدین حکمتیار د طالبانو د حکومت د اعلان برخلاف د یکشنبې ورځ د لوی اختر ورځ اعلان کړ.

په یوه سیاسي او عامیانه غبرګون کې د طالبانو د حکومت ځینو مخالفینو او د افغانستان څخه بهر، میشت د مدني ټولنې فعالانو د طالبانو دغه پریکړه وغندله او تمسخر کړل او د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې د علمي او فقهي نیوکو پر ځای دغه مسئله یې په نیمګړو او عامیانه مسایلو پورې وتړلې. د يادونې وړ ده، چې د عبدالرّب رسول سياف په ګډون د طالبانو يو شمېر مخالفو څېرو هم د وخت له لحاظه د اختر په مناسبت د مبارکۍ داسې پيغامونه خپاره کړي، چې په هغه کې يکشنبه د اختر ورځ بلل شوي.

د طالبانو د حکومت غبرګون
د طالبانو حکومت د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د مذهبي اخترونو د ټاکلو لپاره د هغه زوړ دود پر ځای چې د سعودي عربستان متابعت وو، د سپوږمۍ د لیدلو(رؤیت هلال) کمیټه جوړه کړه څو د اختر ورځ د افغانستان د افق پر بنسټ وټاکل شي. په همدې خاطر د طالبانو حکومت خپل د دې پرېکړې په اړه کوم بل اړخيز اضافي مسایل او نور لاملونه نه دي په ګوته کړي او دا پرېکړه یې د شریعت له حکم سره تړلې بللي. په دې اړه د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې د طالبانو دغه پرېکړه د شرعي حکم پر بنسټ شوې ده.

د طالبانو د حکومت فقهي تګلاره
د فقهې له نظره د طالبانو حکومت د حنفي اصولو او فقهې تابع دی. د ځينو حنفيانو د نظريې له مخې د سپوږمۍ په ليدلو او د هغه په نتیجه کې د شوال (کوچنۍ اختر) او لوی اختر، د اخترونو د ورځ په ټاکلو کې د افق يو ځای والي شرط نه دی او د سپوږمۍ د ليدو په صورت کې د مثال په توګه په سعودي عربستان کې نور هیوادونه هم کولی شي اختر اعلان کړي. د دې نظر پر بنسټ، له تېرو وختونو راهیسې افغان حکومت هم د سعودي د حکومت سره یو ځای د اخترونو اعلان کړي.
د طالبانو حکومت د یوه دلیل پر بنسټ د سپوږمۍ په لیدو کې د افق یوځای والي بنسټیز عامل ګڼي، خو د قمري میاشتې د لومړۍ ورځ په ثابتولو په ځانګړي ډول د لوی اختر او کوچني اختر د ورځ د ټاکلو لپاره د افغانستان په خاوره کې د سپوږمۍ لیدل شرط ګڼي. په همدې اساس په سعودي عربستان کې د سپوږمۍ لیدل د افغانستان د خلکو لپاره دلیل نه ګڼل کېږي، مګر دا چې په افغانستان کې هم سپوږمۍ ولیدل شي.

د طالبانو د حکومت احتمالي اهداف
د یو شمېر شنونکي په اند د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه له اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه له سعودي عربستان سره د دغه حکومت له سیاسي اړیکو سره تړاو لري. د دې شننې له مخې، د طالبانو له حکومت سره د سعودي عربستان سیاسي تعامل هغسې نه دي چې تمه یې کېده او دا مسئله د دې هدفمنده او معقولې پرېکړې لامل بلل شوي دي. خو څرنګه چې دا اقدام د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د طالبانو حکومت ته کومه کټه نه شي راوستلی، نو دا تحلیل حقیقت نه شي لرلای.
له بلې خوا، یو ډیر معتبر تحلیل دا دی چې د طالبانو حکومت په داسې حال کې چې له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري، هڅه کوي چې په دیني او فقهي مسایلو کې خپله خپلواکي وساتي.

په ډېر قوی احتمال سره د طالبانو مشر د امیرالمؤمنین په مذهبي لقب سره په دې عقیده دی چې نورو ته په نه اړتیا او په دیني اعمالو کې د خپلواکۍ په ساتلو سره کولای شي په افغانستان او سیمه کې د یوه مذهبي مشر او زعیم په توګه د خپلو پلویانو په منځ کې خپل وقار او حیثیت وساتي.
د طالبانو د حکومت د تېرو ۳ کلونو چلند ښيي چې دغه حکومت هوډمن دی چې له سیاسي او مذهبي پلوه په نړیوال نظام کې له هېڅ سیاسي محور او یا د اسلامي نړۍ له مذهبي قطب سره تړاو ونه لري. له بلې خوا د طالبانو د حکومت موخه داده چې د اسلامي حکومتولۍ یوه ځانګړې نمونه وړاندې کړي او په همدې موخه ځینې خاص چلندونه یې تر سترګو کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې