یکشنبه 18/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د سرطان په لسمه او یوولسمه د قطر پلازمېنه دوحه به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې د درېیمې دورې د جوړېدو شاهد وي. د دې دورې غونډې مهم او د پام وړ ټکی د طالبانو د حکومت هغه موافقه ده چې دې غونډې ته به خپل استازی واستوي. د دې ناستې په تېرو دوو ناستو کې د طالبانو د حکومت کوم استازی نه وو؛ په لومړۍ ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې او په دویمه ناسته کې هم له بلنې سره سره د طالبانو حکومت د خپل استازي له لېږلو ډډه وکړه.

د دوحې په دویمه ناسته کې د طالبانو حکومت د خپل استازي د حضور لپاره ۳ شرطونه کېښود. لومړی، د غونډې اجنډا باید د اختلافي مسئلو په اړه نه وي. دوهم، د طالبانو حکومت باید په دې غونډه کې د افغانستان له لوري یوازینی استازی وي او بل هیڅ ډله یا شخص باید په هیڅ عنوان د افغانستان د استازي په توګه په دې غونډه کې ګډون ونه کړي. درېیم، د طالبانو استازی باید د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

په نړیوال ډګر کې اوسنۍ حالت ته په پام سره ملګري ملتونه او د دوحې په غونډه کې شاملو هېوادونو د طالبانو د حکومت دغه شرطونه ونه منل. خو کوم لامل د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د چمتووالی سبب شو؟

ذاکر جلالي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو له مسؤولینو څخه دی، د دوحې په درېیمه غونډه کې د دغه حکومت د ګډون هوکړه اعلان کړه.

داسې ښکاري چې ملګري ملتونه له نورو اغېزمنو غړو سره په همغږۍ د طالبانو د راضي کولو په موخه د دوحې درېيمه ناسته له تېرو دوو ناستو څخه په جلا ډول طرحه کړې ده. لومړۍ مسئله چې د طالبانو حکومت ورته خورا حساس دی، د دې حکومت د استازې تر څنګ د افغانستان په استازیتوب د نورو اشخاصو او ډلو د استازو او شتون دی. د طالبانو د حکومت له نظره، د دوحې په غونډه کې د نورو ډلو د استازو او اشخاصو شتون پر افغانستان باندې د طالبانو له مطلق حاکمیت سره په ټکر کې ده او له همدې امله باید په دې غونډه کې د افغانستان یوازینی استازی د طالبانو د حکومت استازی وي. د ملګرو ملتونو د اعلان سره سم د دوحې په درېیمه غونډه کې به د ښځو او مدني ټولنو استازي ګډون ونه کړي.

دویمه مسئله، چې په تېره ناسته کې د طالبانو د نه ګډون لامل وو، د غونډې اجنډا وه. په تيره غونډه کې د ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو د کارموندنې او زده کړو موضوع د غونډې په اجنډا کې شامل وو. داسې ښکاري، چې دا ځل به دا مسایل د غونډې په اصلي اجنډا کې نه وي او که راپورته شي، نو په فرعي غونډو کې به پرې بحث وشي. درېیم شرط چې طالبانو په تېره ناسته کې ټاکلی وو، د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره لیدنه وه. په طبیعي توګه، که دا ډول ملاقات ترسره شي، دا به د ملګرو ملتونو لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو معنی ولري یا دا به د طالبانو د حکومت لپاره د تبلیغات یوه وسیله وي. له همدې امله د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په درېیمه ناسته کې خپل په نه ګډون سره دا موضوع روښانه کړه.

سره له دې چې د ملګرو ملتو استازي په پرله پسې توګه وايي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د حکومت شتون له دغه حکومت سره د اړيکو د عادي کولو، مشروعيت او د رسميت پيژندلو په معنا نه دي، خو حقیقت دا دي چې ملګري ملتونه او دوحې د ناستې د پردې تر شا ملاتړي چې اکثره یې غربي هیوادونه دي د طالبانو د حکومت په وړاندې د اطاعت او تمکین تګلاره خپله کړې.

د دې مسئلې په اړه چې ولې ملګرو ملتونو د طالبانو شرطونه ومنل، درې مسئلې په پام کې نیول کیدای شي. لومړۍ مسئله دا ده چې د دوحې په خبرو اترو کې د طالبانو نه شتون د دې غونډې د لغویت په معنا ده او دا غونډه به د طالبانو له شتون پرته هیڅ ګټه ونلری او خپل اغېزمنتوب به له لاسه ورکړی. نړۍ پوهېږي چې نن ورځ په افغانستان کې طالبان اصلي حکومت کوونکي دي او په خبرو اترو کې د دوی له توافق او ګډون پرته به د افغانستان هېڅ بحران په ځانګړې توګه بشري بحران نه حل کېږي. بله مسئله دا ده چې د دوحې د خبرو اترو د ترسره کیدو یو اصلي لامل له طالبانو سره د نړۍ (اکثره یې غربي نړۍ) مثبت تعامل دی، چې د طالبانو د نه حضور په صورت کې به کومه لاسته راوړنه ونه لري.

بله د پام وړ مسئله دا ده چې دوحه او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د غونډو لړۍ یوازینۍ وسیله ده چې غربي هیوادونه طالبانو ته نږدې کوي. له همدې امله غربي هیوادونه چې له څه مودې راهيسې د افغانستان په چارو کې فرعی او ضعیف لاس لري، هڅه کوي چې د ګاجرو او څټک له پاليسۍ( د خبرو اترو داسې طریقه چې په هغه کې مقابل شخص تشویق کیږي او د نه منلو په صورت کې سزا ورکول کیږي) څخه په استفادې سره کوښښ کوي طالبان بېرته تر خپل اغېز لاندې راولي.

سره له دې چې ملګرو ملتونو د غربي هېوادونو په تېره بیا د امریکا له موافقې سره سم د غونډې اجنډا داسې ترتیب کړې چې د طالبانو حکومت پرې راضي کړي، خو لیدل کیږي چې د غونډې د ترسره کېدو د وخت په نیږدې کیدو سره، پر دې سازمان فشار زياتيږي. د بشري او ښځو د حقونو ملاتړي نړیوال بنسټونه، د افغانستان د مدني ټولنې غړي او د طالبانو ټولې مخالفې سیاسي او نظامي ډلې هڅه کوي چې په خپلو پراخو اعتراضونو سره د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدله کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست استازې د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې او ښځو د استازو نه حاضرېدل مایوسوونکې وبلله.

د دغو اعتراضونو له امله د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تاکتیکي اقدام کې پر دغه سازمان باندې د فشار د کمولو لپاره اعلان وکړ چې د دوحې ۳ د غونډې اجنډا لا نه ده وروستۍ شوې. دا ناشونې ده چې ملګري ملتونه او غربي هېوادونه دې اعتراضونو ته پام وکړي او کوښښ کوي د طالبانو د حکومت د یوه استازي د حضور د اسانولو هڅې به جاري وساتي، ځکه غرب د طالبانو له حکومت سره خبرو اترو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې