یکشنبه 18/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د وین څلورمه غونډه د سرطان په څلورمه او پنځمه نېټه د طالبانو د حکومت د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفینو په شتون سره د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شوه. په ورته وخت کې چې په وین کې د غونډې ګډونوال د هغې اغېزمنتوب ته اشاره کوي، خو د دې پروسې د پایلو او نتیجې په اړه د کتونکو نظرونه توپیر لري. په دې برخه کې لاندې نظرونه په ګوته کولای شو.

د وین غونډه د شتون او موجودیت د اعلانولو لپاره یو ټریبون دی
د وين د غونډې ګډونوال تر اوسه پورې د دې غونډو لړۍ ته خوشبينه نظر لري. شنونکي چې د دې غونډې له ګډونوالو سره همغږي دي، په دې باور دي چې له افغانستانه بهر مېشت مخالفین د ځان څرګندولو لپاره یو نړیوال ټریبون ته اړتیا لري څو په نړیوالو خبرو اترو کې طالبان او د طالبانو د حکومت طریقې ته ګواښ رامنځته کړي.

د دې نظر ملاتړي په دې باور دي، چې د دوحې د درېيمې غونډې په نږدې کیدو سره د وين په غونډه کې د طالبانو د مخالفینو راغونډېدل به د افغانستان په سياسي ډګر کې د طالبانو د مخالفينو دريځ او حضور پیاوړې کړي. په همدې دلیل، د یوه حکومت د سیاسي مخالفینو لپاره په نړیوال ټریبون کې حضور د هغه هېواد په سیاسي ډګر کې د حضور یو ډول اعلان ګڼل کېږي او له همدې امله مهم دی.

د وین غونډه د یوې ناکامې پروسې په توګه
د افغانستان د مسئلې د شنونکو د یوې بلې ډلې دریځ دا دی چې د وین د غونډې له څلورو پړاوونو له تېرېدو سره سره دا پروسه نه ده توانېدلې چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره یوه د منلو وړ پروسه وي. د ځینو اروپايي هېوادونو هڅه دا وه چې د وین او ناروې غونډې د مسکو او دوحې د غونډو د سیال په توګه په سیاسي بڼه بدلې شي، خو د دغو بهیرونو له پیل څخه د څو کلونو په تېرېدو سره، نه یوازې دا موخه نه ده ترلاسه شوې، بلکې په دې اروپایی پروسو کې د بریالیتوب نښه ده هم نه لیدل کیږي.

د وین د غونډې پایلې او کړنې ښیي چې دغه بهیر له خپل دغه ماهیت سره د خپلو مشخصو کمزوریو له امله د افغانستان له تحولاتو سره سم اړین رول او دریځ نه شي موندلی. د اتریش هیواد هم د افغانستان د مسائلو د لوبغاړو په منځ کې ځای نه لري. له همدې امله په وین کې ناستې د افغانستان د راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې د لازم پتانسیل او ظرفیت څخه بې برخې ښکاري.

ښایي د وین د غونډې د رول او دریځ په اړه دغه نظر، د دې لامل شوی وي چې د طالبانو مخالفې سیاسي ډلې او مهمې څېرې په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي. د وین په غونډو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو مخکښو څېرو نه ګډون د دغې غونډې وزن او دریځ د یوې عادي او نمایشې ناستې کچې ته راټیټ کړی دی.

د وین ټولې څلور غونډې د افغان سیاسي او جهادي شخصیتونو له شتون پرته ترسره شوې دي.

د وین د ناستې ټول څلور دورې د تکراري څېرو په شتون سره ترسره شوې او له ډېرو هڅو سره سره د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو اتحاد او یووالی چې د دې پروسې یو له اساسي غوښتنو څخه دی، نه دی تر سره شوی. د دې دلیلونو پر بنسټ، ځینې د وین پروسه ناکامه ګڼي.

د وین او دوحه۳ د ناستې د وخت نږدې یووالی
د دغو دوو نظرونو تر څنګ په وين کې د څلورمې غونډې په اړه يو بل دليل هم شته. دوحه۲ غونډې ته د طالبانو له مخالفو سیاسي او پوځي مشرانو څخه هیڅوک هم نه وو بلل شوي او یوازې د مدني ټولنې یو څو تنه استازي او ښځې پکې ګډون درلود. د خپرو شویو خبرونو له مخې، دوحه۳ غونډې ته نه یوازې د طالبانو د مخالفو ډلو مشران نه دي بلل شوي، بلکې د مدني ټولنې استازي او ښځې به هم پکې ګډون ونه لري. له همدې امله داسې ښکاري چې د طالبانو د حکومت پر ضد د درې لویو جریانونو استازي لکه د ملي مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه او د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت شورا او همدارنګه د ښځو او مدني ټولنو استازي د وین په غونډه کې په ګډون سره د دوحې له درېیمې غونډې سره او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او د امریکا له کړنې سره خپل مخالفت څرګند کړي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په ګډون د بېلابېلو سرچینو د ارزونې له مخې، د طالبانو د حکومت مخالفو سیاسي او نظامي ډلو په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا او د هغه د غربي متحدینو د ملاتړ او پام د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو خپل په دې موخه کې بریالي شوي نه دي.

وړاندوینه کیږي چې که د طالبانو د مخالفو ډلو دا مایوسي همداسې دوام وکړي، نو د سیمه ییزې پروسې د بریالیتوب لپاره به اړین فرصت او ظرفیت زیات شي، ځکه چې د طالبانو مخالفې ډلې او شخصیتونه به دې ته اړ شي چې د افغانستان د ستونزو د حل په پروسه کې د ګډون لپاره سیمه ییزو بهیرونو ته رجوع او په هغه کې ګډون وکړي.

که څه هم د دوحې د درېيمې ناستې په اړه د نظر د وړاندې کولو لپاره ډېر وختي دي، خو ملګري ملتونه او غرب په ډېره سختۍ سره وتوانېدل چې د دوحې درېيمې غونډې ته د طالبانو حکومت ور وبولي او د دې کار درنه بيه بېلابېل لاريونونه دي. دا ناشونې ده چې د دوحې بهیر دې وضعیت ته دوام ورکړي او له همدې امله دا امکان شته چې د طالبانو حکومت هم سیمه ییز بهیر ته زیاته پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې