د افغانستان د تحولاتو تحلیل
په داسې حال کې چې د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو وخت را نږدې کیږي، د ولسمشرۍ څوکۍ ته شپږو کاندیدانو په مختلفو برخو کې خپل نظرونه او سیاستونه د انتخاباتي مناظرو، ویناوو او یا هم د ټولنیزو شبکو له لارې څرګند کړي دي. په دې مقاله کې د کاندیدانو د نظرونو د څېړلو برسېره د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته د ایران او افغانستان د اړیکو د راتلونکې په اړه وړاندوینه شوې.
د حکومتي استراتیژې او دولتي سیاست رول
ډیر هیوادونه یو لوی ستراتیژي لري چې په هغه کې د هیواد اوږدمهاله تګلاره ټاکل کیږي. په ایران کې دغه ستراتیژۍ د سند چشم انداز (لید سند) په نامه یادیږي، چې فوق حکومتي دی او هر حکومت د هر ډول سیاسي تمایلاتو په درلودلو سره، مکلف دی چې د هغه تابع وي او پر دغه لاره حرکت وکړي. پر دغه بنسټ، د ایران ستر بهرنۍ پالیسي باید د لید سند لاندې تعریف شي. د دې سند له مخې، د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې درې کلیدي کلمې ذکر کیدای شي؛ شرق ته په پام او کتلو، سیمه ییز توب او د ګاونډیتوب پالیسي.
د یادې شوې هرې کلیمې پر بنسټ، افغانستان د ایران په بهرنۍ سیاست کې یو له مهمو هېوادونو څخه دی. مګر په دې کې باید دوه اساسي عواملو ته اشاره وشي. لومړی، بهرنۍ پالیسي د ډیرو متغیراتو تابع ده. په ډیر خوشبینانه حالت کې، که یو داسې حکومت چې د لید سند تحقق ته هوډمن وي د چارو په سر کې وي، د ایران په اړه د ګاونډیانو نظر او پالیسي به د هغه ګاونډي په وړاندې د ایران پر بهرني سیاست اغیزه ولري. بهرنۍ پالیسي دوه طرفه عمل دی او په یوه لوري نه شي پرمخ تللای. دوهم عامل د شخص رول دی. په سیاسي علومو کې، د شخص پر رول ټینګار شوی او د شخص اغیزه هیڅ څوک انکار کولای نه شي. ولسمشر د بهرنۍ سیاست جوړوونکی او پلي کوونکی دی او مهمه دا ده چې له کوم لید سره د کورنیو او بهرنیو چارو د پرمخ بیولو اراده لري.
د افغانستان په اړه د ایران د ولسمشرۍ نوماندانو نظر
د ولسمشرۍ شپږو نوماندانو په ټاکنیزو مناظرو او د ټولنیزو شبکو په خپرو شویو پیغامونو کې د بهرني سیاست په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي. که څه هم دغو کاندیدانو د افغانستان په اړه خپله سیاست په تفصیل سره نه دي څرګنده کړې، خو د دوی څرګندونې په دوو برخو وېشل کېدای شي: د مهاجرینو مسئله او د بهرنۍ سیاست چوکاټ.
په ایران کې د میشتو افغان کډوالو له اړخه دا څرګندونې د ولس د غوښتنو او د ټاکنو د فضا تر اغیز لاندې دي. د ټولپوښتنې له مخې د ۳ نوماندانو له ډلې (سعید جلیلي، محمد باقر قالیباف او مسعود پزشکیان) دوه نوماندانو د افغان مهاجرینو د مسئلې یادونه کړې ده. دا مسئله په ایران کې د مهاجرینو د ګڼ نفوس څخه سرچینه اخلي چې د ۱۴۰۰ کال له تحولاتو او د لوی شمیر افغان مهاجرینو له راتګ وروسته د لاریونونو او اعتراضاتو لامل شوی. محمد باقر قالیباف او مسعود پزشکیان دواړو د غیر قانوني مهاجرینو تنظیم او د مهاجرینو د ننوتلو د مخنیوی لپاره د پولو بندولو ته اشاره وکړه.
د بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې چې د درې مخکښو نوماندانو لخوا وړاندیز شوی، د یو عمومي اصل یادونه کولای شو. د متحده ایالاتو په مشرۍ د غرب د بندیزونو هغو اغیزو ته په پام سره چې پر ایران باندې کړی دی، پخوانی حکومتونه او د ټاکنو درې مخکښ نوماندانو د دې ستونزو د حلولو لپاره له دغو دوو حل لارو څخه په یوه باور لري؛ د بندیزونو لرې کول یا د بندیزونو بې اغېزې کول. د بندیزونو د لیرې کولو ملاتړي په دې باور دي چې د ستونزو د حل لپاره له غرب سره خبرو اترو ته اړتیا ده او د برجام په څیر میکانیزمونه مهم دي او د بندیزونو د بې اغېزې کولو ملاتړي په دې باور دي چې د ستونزو د حل او د بندیز لګوونکو د مایوسه کولو لپاره له سیمې او ګاونډیو سره اړیکو ته اړتیا ده. په عین حال کې، د بندیزونو د لیرې کولو ملاتړي هم په دې باور دي چې باید د سیمې او ګاونډیو سره په تعامل کې وي، مګر دوی د غرب سره خبرو اترو ته لیوالتیا لري. پر دغه بنسټ، دې نتیجې ته رسېدلی شو چې د کوم کاندید د بریالیتوب په صورت کې به د ایران د راتلونکي حکومت په بهرني سیاست کې د افغانستان دریځ څه ډول وي.
سعید جلیلي چې د بندیزونو د بې اغېزې کولو له ملاتړو څخه دی، د بهرني سیاست په اړه په خپله وینا کې د شرق، د تمدن د حوزې، اسلام او د ګاونډیتوب پر فرصتونو باندې ټینګار کړی. د ولسمشرۍ د ټاکنو دغه نوماند له غرب سره پر تفاهم باندې د بهرني سياست د تمرکز په ردولو سره د ايران شاوخوا او ګاونډيو هيوادونو سره د تعامل په صورت کې د ايران لپاره د اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو په شتون باور لري. د سعید جلیلي د احتمالي بهرنۍ سیاست په اړه ځینې کارپوهان دا سیاست د شهید رییسي د حکومت د سیاست دوام بولي.
د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بل مخکښ کاندید مسعود پزشکیان چې د بندیزونو د لیرې کولو له ملاتړو څخه دی په بهرنۍ سیاست کښې د اقتصاد پر بنسټ سیاست وړاندیز کړې او پر سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو باندې د ټینګار برسېره یې ویلی چې زه بهرنی سیاست د یوه پیاوړې سیمه او له ګاونډیو هېوادونو سره د ورورولۍ د ټینګښت لپاره غواړم او هیڅکله ګاونډیو هېوادونو ته د یوه فرصت په سترګه نه ګورم. په ورته وخت کې پزشکیان په نړیوالو اړیکو کې د ایران د ستونزې حل ته اشاره وکړه او ویې ویل، تر څو چې ایران په نړیوالو اړیکو کې خپل ستونزه حل نه کړي، له ګاونډیو او سیمې سره اړیکې به اغېزناکه نه وي.
محمد باقر قالیباف یو له هغو کاندیدانو څخه دی چې د بندیزونو بې اغېزې کولو ملاتړ کوی، د خپلې بهرنۍ سیاست په بیانولو کې، شرق ته په پام سره، د اقتصادي اړیکو د ټینګولو په خاص ډول د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د شانګهای او بریکس په شان د سازمانونو اقتصادی ظرفیت ته یې اشاره وکړه. د ولسمشرۍ د انتخاباتو دغه کاندید د چابهار بندر د ظرفیت او د ایران د دوهمې اقتصادي پلازمینې په توګه د هغه د بدلیدو په هکله خبرې کړي دي. نوموړي پر دې سربیره چې ویلي امریکا په خپلو ژمنو کې صادقه نه ده، ویلي چې له غرب سره د خبرې اترې طریقه باید د شهید رئیسي د تګلارې پر بنسټ او له هغه سره مطابق وي. قالیباف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې موږ به خامخا (له غرب سره) خبرې اترې کوو او یوې هوکړې ته رسیږو، البته د ابلاغ شوي پالیسیو په چوکاټ کې او یوه داسې موافقه چې اقتصادي ګټې به ولري.
پایله
دا وړاندوینه کیدای شي چې د ایران راتلونکی حکومت به پرته له دې چې څوک به ولسمشر وي غیرقانوني کډوال به تنظیم کړي او خپل پوله به د هغوی پر مخ بنده کړي. د لوی شمیر مهاجرینو د شتون ټولنیز، اقتصادي او امنیتي پایلې به راتلونکی حکومت دې کار ته اړ کړي. د افغانستان او طالبانو د حکومت په اړه د ایران د راتلونکي حکومت د بهرني سیاست په اړه دا وړاندوینه کیدای شي چې که جلیلي یا قالیباف وګټي، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې به اوسنۍ پالیسي د ځینو تعدیلاتو سره دوام وکړي او که پزشکیان وګټي د افغانستان په اړه د ایران بهرنۍ سیاست به د اقتصاد پر محور وي.