د افغانستان د تحولاتو تحلیل
په تیرو کلنو کې د نفوسو ګڼوالي، له نقشې بهر د ودانیو جوړول، تنګ او کوچنۍ سړکونه، د ترافیکو ګڼه ګوڼه، د سړک د غاړې د پلورونکو ګڼوالي او د کوڅو په غاړو کې د کثافاتو ډنډونه د کابل د لوېدیځ په تېره بیا د دشت برچي اصلي ځانګړتیاوي وې. د کابل په لوېديځ کې دشت برچي د ښاري زندان په بڼه جوړ شوی، چې يوازې يوه تنګ او اوږده کوڅه لري. که چیرې په دې لویه ښاري سیمه کې د اورلګېدني پیښې په څېر یوه پېښه رامینځته شي، د نفوس ګڼه ګونه او ډیر ټرافیک او د فرعی سړکونو نشتوالي سره، د اطفائیه ډلې ته د رسیدو لپاره هیڅ ډول هیله نشته.
د کابل په لوېدیځ کې یوه له مشهورو سیمو څخه “پل سوخته” له څو کلونو راهیسې د مسافرو او رسنیو په سترګو کې د کابل د بدنامه څېرې نښه وه. د دغه پله لاندې د ښاري کثافاتو او نشه يي توکو د لوګي په منځ کې په سلګونو په نشه یی توکو روږد کسان ژوند کاوه. په دې ګڼ سیمه کې فضا دومره ککړه شوې وه چې په دې سیمه کې ساه اخیستل ناشوني وو. د افغانستان په تېر حکومت کې د کابل د لویدیځ د سمون ګډې غونډې تر سرلیک لاندې د خلکو د استازو او د افغانستان د ولسمشر تر منځ تر ۱۵ ډېرې ګډې ناستې شوې، خو له هرې ولسمشریزې ټاکنې وروسته یې د دې سیمي د سمون لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.
خو ساحوي واقعیت دا ثابتوي چې له ۱۴۰۱ کال وروسته د کابل ښار بڼه بدله شوې او د نظم او ښاري خدمتونو د رامنځته کولو او د ښاري جوړښت د ښه والي لپاره جدي هڅې روانې دي. عینی واقعیت ښیي چې د طالبانو د حکومت ښاروالۍ د تېر حکومت په پرتله د ښاري پاکوالي او د کابل ښار له واټونو او کوڅو څخه د کثافاتو د راټولولو په برخه کې ډېر جدي او بریالی عمل کړی او د ښار د سمون په برخه کې یې د پام وړ اقدامات کړي دي.
د ښاروالۍ د دغو اقداماتو په سیوري کې د کابل په لویدیځ کې د اهل تشیع سیمه هم خپل څېره بدله کړې ده. “پل سوخته” نور هغه بدرنګه او کرکجن منظره نه لري او خپل څېره یې په بشپړ ډول بدل کړی دی. هغه ځای چې د نشه يي توکو او په نشه یی توکو روږد کسانو له امله د هر مسافر تنفس کول په هغه کې ناشوني وو، اوس په یوه ښکلي ځای او د یادګاري عکسونو اخیستلو ځای ګرځېدلی دی. د کابل د لوېدیځ پاکول چې پخوا هېر شوی و، اوس د لویو لارو تر وروستۍ نقطې پورې ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت د ښاري ترافیکو د کمولو لپاره د کابل په لویدیځ کې فرعي سړکونه جوړ کړي دي. په تېر یوه کال کې لږ تر لږه درې واټونه چې د کابل په لوېدیځ کې د ترافیکو د ګڼې ګوڼې په کمولو او د تګ راتګ په اسانه کولو کې مهم رول لوبوي، د طالبانو د حکومت له خوا جوړ او په کار اچول شوي دي. په تېر یوه کال کې د استوګنې د کورونو په استملاک او مالکینو ته د هغوی د بیې په ورکولو سره د دشت برچي له «نقاش» سیمې څخه تر «کمپنۍ» پورې یو فرعی سړک جوړ او بشپړ شوي دی. دغه فرعی سړک د ترافيکو د ګڼې ګوڼې د کمولو تر څنګ په دې سيمه کې يوه ښکلې ښاري منظره هم رامنځته کړې ده. د کابل په ختيځ کې د “اميد سبز” ښارګوټي پر لور د دارالامان سړک د تېر حکومت په دوو لسيزو کې پاخه نه و، خو سږ کال دغه سړک د طالبانو دحکومت له لوري د استوګنې کورونو په استملاک کولو په پراخه دوه لين سړک بدل شو. او د کابل په لوېدیځه څنډه کې د امید سبز ښارګوټۍ تر پایه او د شهدای روشنایی د غونډۍ تر لمنې پورې د “جبارخان” سړک هم جوړ شوی، چې د اسفالټ چارې یې لا هم روانې دي. دغه راز د کورونو په استملاک سره د پل سوخته او پل سرخ تر منځ یوه لوی سړک هم جوړیږي.
په لومړي نظر کې دا ډول ښاري خدمتونه یو کوچنی او محدود اقدام ګڼل کېدای شي، خو د کابل د لوېدیځ ښاریانو له نظره دا یو بې ساری او معنادار اقدام بلل کېږي، ځکه له اویایمې لسیزې وروسته په تېره بیا د تېر حکومت کې په دوو لسیزو کې د کابل د لوېديځ او ختيځ ليد، دوه بېل او متفاوت څېرې ځانته غوره کړي وې.
له دې سره سره چې د کابل د لوېديځ اوسېدونکو په مدني پروسو او ټاکنو کې بې ساري ګډون درلود، خو د دوی د رايو او ملاتړ له اړتيا سره سره د افغانستان پخواني حکومت هېڅکله هم د دې سيمې په اړه خپل تبعيضي نظر نه دی پرې ايښی. د کابل د لوېدیځ اوسېدونکو په تېرو څو لسیزو کې د ښاري خدمتونو په برخه کې د هر ډول سیستماتیک تبعیض احساس کاوه.
له دې نظره په کابل کې د طالبانو د حکومت کړنې او ښاري خدمتونه له توپیر پرته د ترسره کېدو په حال کې دي. که چیرې سرپرست حکومت په همدې ډول کار وکړي، نو امکان لري چې د طالبانو د حکومت په ملاتړ کې به عامه افکار پیاوړي شي. هيله ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو او د ښاري سمون په برخه کې د سرپرست حکومت دغه متوازن سياست په تدريجي ډول د افغانستان د پخوانيو نظامونو د سيستماتيک تبعيض د له منځه وړلو او د ټولنيز عدالت د ټينګښت لپاره زمينه برابره کړي.