جمعه 27/ 7 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

کله چې دیني عقیدې له ټولنیز دود سره یوځای شي، نو د ټولنې د هویت په سمبول بدلیږي او په هویت پورې د دیني رسمونو او مناسکو مربوط کېدل او تړاو د دې دیني عقایدو د دوام او بقا سبب کیږي. ځکه چې خلک د دې هویتي – دیني دودونو د ساتنې او دوام لپاره یو ډول ډله ایزه انګیزه مومي. له بلې خوا ځينې مذهبي عقايد او مناسک د اجتماعي انګېزې د مرکز او محور په توګه عمل کوي، خلک پر يو ګډ محور راغونډوي او حرکت ورکوي. محرم او عاشورا د ځینو ټولنیزو هویتونو لپاره، په ځانګړې توګه د افغان اهل تشیع په ټولنیز ګروپ کې ذکر شوی رول او حیثیت لري.

پر همدې اساس دی چې د حسین بن علي (ع) د ماتم مراسم د افغانستان د اهل تشیع او حتی د اهل سنت په یوه برخه کې تاریخي ریښه او لړغونتوب لري. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسی د ماتم په مناسبت د شیعه او سني افغان ولس درناوي او لمانځنه په دیني عقایدو کې ریښه لري او له همدې امله هر کال د محرم د میاشتې لومړۍ لسیزه د افغانستان د مېشت ټولو قومونو لپاره خاص معنی او حرمت لري.

د تعامل او جوړجاړی پر بنسټ د شیعه علماو د شورا چلند
د طالبانو د بیا حاکمیت راهیسې، د افغانستان د شیعه علماوو شورا په دوامداره توګه افغان اهل تشیع وګړو ته توصیه کړې چې له حکومت سره د تعامل او جوړجاړی چلند وکړي. د روان کال د محرم د مياشتې په پیل کې د شيعه علماوو شورا د يو پيغام په خپرولو سره، د اهل تشیع د جوماتونو او حسینیه ځایونو خلکو او خطيبانو ته يې د مذهبي زغم، له مذهبي-سياسي اختلافاتو څخه د ډډه کولو، له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ او د عامه نظم د ساتلو سپارښتنه کړې.
سره له دې د محرم د میاشتې په پیل کې په مزارشریف ښار کې د ایت الله سیستاني حفظه الله دفتر د افغانستان د نهو شمالي ولایتونو د علماوو په شتون سره یوه لویه غونډه جوړه کړه. په دې ناسته کې د جوماتونو د خطیبانو او نعت ویوونکو چلند او د محرم د مراسمو د ترسره کولو څرنګوالی، د بېلابېلو مذاهبو له پیروانو او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د جوړجاړی او یووالي د تګلارې د اړتیا په اړه خبرې وشوې.

په تیرو دریو کلونو کې د افغان اهل تشیع د چلند سروې هم ښیی چې د طالبانو د حکومت له خوا د اهل تشیع د مذهبی غوښتنو د نه منلو سره سره، د افغانستان اهل تشیع ملت د طالبانو له حکومت سره د تعامل او جوړجاړی پر چلند ثابت پاتې دی.

د سږ کال د محرم په میاشت کې د سخت امنیتي تدابیر نیول
د داعش خراسان د بریدونو له امله د رامنځ ته شویو پیښو له امله، د جمهوري رژیم له وروستیو کلونو څخه تر تیر کال پورې، د مذهبي مراسمو په چارو کې د اهل تشیع عالي کمیسیون د خلکو په یوځای کولو سره د محرم د مراسمو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده. له تېر کال راهیسې د طالبانو حکومت دغه ټولنیز کمېسیون ته وېشل شوې وسلې راټولې کړې او سږ کال یې د ټولو جوماتونو او د محرم د مراسمو امنیت په غاړه اخیستی دی. د داعش خراسان څانګې له ګواښ سره سره د سږ کال د محرم په مراسمو کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
د شواهدو له مخې، د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه په جدي توګه د جوماتونو او تکایاوو امنیت تامینوي او په ښارونو په ځانګړې توګه د اهل تشیع په سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري او مرسته تر دې دمه د نظم او امنيت په ټينګښت کې محسوس او د ستاينې وړ ده.

د حکومت له خوا د سږ کال د محرم په مراسمو کې د محدودیتونه پلي کول
د تېر کال په خلاف، سږ کال د طالبانو حکومت د محرم پر مراسمو ځینی محدودیتونه لګولي دي. د محرم په لومړیو ورځو کې د طالبانو د حکومت مامورینو د هرات، غزني او کابل ښارونو په ځینو برخو کې د ماتم بیرغونه راټول کړل او په ځینو مواردو کې یې له تاوتریخوالي څخه کار واخیست.
د هرات او کابل له یو شمېر شیعه مېشتو سیمو څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیی چې د طالبانو مامورین د شپې او یا هم د ورځې په اوږدو کې، حسینی عزادارانو ته د اوبو ورکولو په ځایونو کې د خلکو په حضور کې د ماتم بیرغونه راټول کړی دی. همدا راز په رسنیو کې د «تعهد نامه» په نوم یو مکتوب هم خپور شوی، چې په کې د محرم د مراسمو لپاره د حکومت له خوا ټاکل شوي مقررات اعلان شوي، چې په خپل ډول بې ساری دی. د دې ژمنې له مادو څخه یو، د محرم په مراسمو کې د اهل سنت د بلنې یا حضور منع کېدل دی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان اهل سنت له ډېرو کلونو راهیسې د اهل تشیع سره یوځای د محرم په مراسمو کې د خپلو عقایدو او دود له مخې ګډون کوي.

تېر کال کله چې د طالبانو د حکومت مامورینو په غزني کې له ماتم کوونکو سره تند چلند وکړل او یوه ترخه او بده پېښه رامنځته شوه، د طالبانو د حکومت ویاند دغه کړنه خپلسري وبلله او مجرمینو ته یې د سزا ورکولو خبره وکړه، خو د طالبانو د حکومت د سږ کال چلند ښیي چې دا حکومت د امنیت او خپلسري له مسئلې څخه جلا د بلې موخې په لټه کې دی او کېدای شي د مذهبي تعصب مسئله مطرح شي.
د شیعه مذهب د یو مهم مراسم په وړاندې د محدودیتونو رامینځته کول، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسی او اولادې د ماتم د لمانځلو او احترام پرته بل څه نه دي او د څو میلیونو افغانانو، هغه هم هغه خلک چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د زغم سیاست یې پلي کړي، د ارادې او غوښتنې پر خلاف حرکت کول به د طالبانو د حکومت لپاره ګټورې پایلې ونه لري.

د افغاني ټولنې جوړښت او شرایط دا غوښتنه لري چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مېشتو بېلابېلو مذهبونو د پیروانو تر منځ د مذهبي-ټولنیز یووالي په ټینګولو سره، په افغانستان کې د هر ډول نفاق او بهرنۍ لاسوهنې زمینه له منځه یوسي، تر څو په دې هیواد کې دایمي سوله ریښه ونیسي. منطق او سیاست دا حکم کوي چې د طالبانو حکومت د تل لپاره دې سیاست ته د پای ټکی کېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې