د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د تمدن ټلویزیون او د خاتم النبیین مدرسې او له دې مجموعې سره د اړوند پوهنتون د تړلو پرېکړه د ډېرو حیرانتیاوو لامل شوې ده. د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په یوه عجیب اقدام کې د دغه ټلویزیون او دیني-تعلیمي بنسټ د تړلو امر وکړ. د خاتم النبیین مدرسه او تمدن ټلویزیون د افغانستان د جهادي رهبرانو څخه، آیت الله محمد اصف محسني له خوا تأسیس شو.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدلو وروسته، د افغانستان رسنۍ او د لوړو زده کړو مرکزونه له سخت رکود سره مخ شول. د احصایو او شواهدو له مخې د لسګونو لوړو زده کړو مؤسسو په ځانګړې توګه د خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه یا په ټپه دریدلي او یا هم له جدي رکود سره مخ شوي او د تصویري (ټلویزیون)، غږیزو (راډیو) او چاپي رسنیو (ورځپاڼو او مجلو) یوه لویه برخه له فعالیته لوېدلې ده. البته، د طالبانو حکومت د ښوونیزو مرکزونو او د رسنیو په بندولو او رکود کې خپل لاس لرل ردوي او په دې مسئله کې د مالي سرچینو کمښت او د بهرنیو مرستو د بندېدلو په څېر ځینی عوامل اغېزمن بولي.
پوښتنه دا پیدا کیږي چې ولې د طالبانو حکومت دغه دوه رسنیز او تعلیمي بنسټونه چې دواړه د افغانستان تر ټولو دیني بنسټونه دي تړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې دوه اصلي لاملونه او انګیزې شتون لري.
د دې امر ښکاره انګېزه او لامل په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت بندیز دی. د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع دي. له دې بندیز وروسته په ګوندونو پورې د مربوطو رسنیو پر فعالیتونو هم بندیز ولګېد. د جمعیت اسلامي ګوند اړوند «نور» ټلویزیون او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند اړوند «بریا» ټلویزیون له همدې امله خپل فعالیت بند کړ. د تمدن ټلویزیون او د خاتم النبیین تعلیمي ټولګه په اړه هم د طالبانو د حکومت له خوا ورته دلیل وړاندی شوي دي.
ښايي د «نور» او «بريا» ټلویزیونونو په قضیه کې له یوه سیاسي ګوند سره د تړاو دلیل د یقین وړ وبلل شي، ځکه چې د ګوند سره د هغوی په تعلق او تړاو کې هیڅ شک نه وو، خو د تمدن ټلویزیون او د خاتم النبیین تعلیمي ټولګه په قضیه کې د ګوند سره تړاو یا تعلق د یو معتبر دلیل په توګه نه ګڼل کیږي. له همدې امله د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د ګوند سره د تړاو د دلیل تر څنګ د درېیو بنسټونو د ځمکو د غصب لامل هم یاد کړی دی. په دې اړه د تمدن ټلویزیون مشر محمد جواد محسني د دلایلو او شواهدو په وړاندې کولو سره دواړه پلمې رد کړي دي. د هغه په وینا، کله چې آیت الله محسني دغه ټولګه جوړه کړه، نه یوازې د اسلامي حرکت ګوند له مشري یې استعفا کړې وه، بلکې له ټولو سیاسي فعالیتونو یې هم لاس اخیستی وو. د هغه په وينا، د خاتم النبيين مدرسې او تمدن ټلويزيون ځمکې هم رانیول شوي او شرعي سند لري. د هغه په وينا، د خاتم النبيين پوهنتون ودانۍ هم په کرايه نيول شوې ده. دې مسئلې ته په پام سره، د دې ډول پلمو تر شا باید بله انګیزه ښکیل وي.
څرنګه چې د خاتم النبیین ټولګه په ځانګړې توګه د هغه ديني مدرسه په افغانستان کې د اهل تشیع تر ټولو لویه ټولګه ده او تمدن ټلویزیون هم په دې ټولګه پورې اړه لري، نو د دې قضیې تر شا تر ټولو مهم پټ انګیزه کیدای شي مذهبي مسایل وي.
په افغانستان کې د طالبانو په فکري نظام کې يوازې يو مذهب شته او هغه حنفي مذهب دی. په دې فکري نظام کې د دولت رسمي مذهب چې د افغانانو د سیاسي او ټولنیز ژوند ټول اړخونه ټاکي، حنفي دی. دا مسئله د طالبانو د حکومت د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په “الإمارة الإسلامية و نظامها” کتاب کې په صراحت سره بیان شوې ده. په دې كتاب كې چې ځينې يې د طالبانو د حكومت منشور او مانیفیسټ ګڼي، په څرګنده ليكل شوي چې افغانستان د حنفيت ټاټوبي دى او حكومت مكلف دى چې له حنفي مذهب پرته بل هيڅ مذهب ته د شتون او ودې اجازه ور نه كړي.
په دې صورت کې د تمدن ټلویزیون او د خاتم النبیین ټولګه بندېدل یوازې د ګوندي تړاو او یا د ځمکې د غصب له امله نه دي، بلکې د محتوا له مخې خبره بېرته د طالبانو د یوه مذهبي تګلارې او سیاست ته راګرځی چې په هغه کې نور مذهبونه محدود وي.
په داسې حال کې چې د طالبانو واکمني درې کلنۍ ته په نېږدې کېدو ده، د افغانستان د اهل تشیع وګړو په اړه چې د هېواد د نفوس پنځمه برخه جوړوي، ځینې مسایل او قوانین لا هم ناڅرګند پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې نور هغه قوانین چې لومړیتوب یې نه درلود، نافذ شوي دي. دا ناڅرګندتوب او بې تفاوتي بې دلیله نه شي کېدای او هماغه تحلیل پیاوړی کوي چې د اهل تشیع په وړاندې د طالبانو د حکومت د تنګ نظري څرګندونه کوي.
دا په داسی حال کې چې حنفي مذهب د اسلامي شریعت او فقهې په اړه د خپل متوازن او نرم نظر له امله، خپل پیروان د مذهبي سختۍ او د نورو مذهبونو له پیروانو سره د اختلاف کولو څخه منع کوي. د همدې اصولو پر بنسټ دی چې د افغانستان اهل سنت علماوو په تېرو څو لسیزو کې له اهل تشیع علماوو سره ژوره اړیکه ټینګه کړې وه.
د فقهي او شرعي مسايلو څخه جلا، د طالبانو حکومت د افغانستان د ځينو واقعيتونو په وړاندې په انکار کولو، چې د هغه له جملې څخه د شیعه مذهبو ميليونونو پيروانو انکار او له پامه غورځولو، سره او د هغوی په وړاندې د محدود کوونکو سياسي، کلتوري او مذهبي تګلارو په خپلولو سره، په اوږد مهال کې، نه یوازې دا به ونه شي کولی چې خپل مطلوب نظم او ثبات چمتو کړي، بلکې دا به د مخالفتونو لپاره زمینه برابره کړي او د اپوزیسیون او مخالفینو د کتارونو پراخېدل به پیاوړي کړي.