د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د دوحه درېیمه غونډه د سرطان له ۱۰مې تر ۱۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي، د ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د سازمان په مشرۍ جوړه شوه. په دوحه کې د تېرو غونډو په څېر دا غونډه هم د تړلو دروازو تر شا او د خبریالانو له شتون پرته ترسره شوه. د دې غونډې په سطحه کې په بدلونونو سره، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش پرځای، د هغه مرستیال، روزماري ډی کارلو، د غونډې مشري وکړه.
د امنیت شورا او ملګرو ملتونو د چارواکو له خوا د اعلان شویو اهدافو له مخې د دوحه۳ د غونډې اجنډا، داسې پلان شوی وو چې د دوحې په غونډه کې د ځینو اهدافو لکه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ټاکل، د نړیوال تماس ډلې جوړول او له طالبانو سره د خبرو او تفاهم د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشی. خو د افغانستان په مسايلو کې د بېلابېلو لوبغاړو د متضادو ګټو له امله د دوحې لومړۍ او دويمه ناسته د دغو موخو له ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېده.
د دوحه ۳ د اجنډا د ټاکلو لپاره هم د نظرونو ډیر اختلاف شتون درلود او په دې برخه کې ترټولو مهم نظر ورکوونکی د طالبانو حکومت وو. په پای کې له ډېرو مشورو وروسته د دوحې د دریمې غونډې ماهیت، اجنډا او بڼه بدله شوه. د اقتصادي او بانکي بندیزونو د څېړنې مسئله، د خصوصي سکتور اقتصادي محدودیتونه، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو خلاصول او له مخدره موادو سره د مبارزې څرنګوالی د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا مهمې برخې وې. په دې توګه، د ټول شموله حکومت د جوړولو، د نجونو د زده کړې حق او د ښځو د کارموندنې د مسئلو په شمول، د افغانستان په اړه ځینې اساسي او ستر بحثونه، د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه وویستل شول.
طالبانو ته د دوحه ۳ غونډې سیاسي ګټه
دوحه ۲ غونډې ته د طالبانو د حکومت له بلنې سره سره، د طالبانو د حکومت له لوري د وړاندې شویو شرطونو د نه منلو له امله، د طالبانو استازي په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړ، چې د دغه بهیر د ځنډ او ناکامۍ لامل شو. د دې کړکېچ د هواري لپاره ملګرو ملتونو څو میاشتې وړاندې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د حکومت د استازي د حضور لپاره سلا او مشورې پیل کړې.
د ډېرو کارپوهانو په اند، د طالبانو حکومت د دوحې په دوهمه ناسته کې له ګډون څخه په انکار او د دوحې په درېیمه ناسته کې په خپل ګډون سره د یو ډول سیاسي واک ښکارندوينه یې وکړل. د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې په دوهمه ناسته کې له ګډون څخه په انکار سره څرګنده کړه چې له نړۍ سره په تعامل کې به هېڅکله خپل اراده او سیاسي چلند معامله او جوړجاړی نه کړي. د طالبانو د حکومت دغه ډول مقاومت د دې لامل شو چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د کابل له خوا وړاندې شوي ټول شرطونه ومنل شي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو مخالفینو او د ښځو او مدني ټولنو استازو ته نه بلنه، د غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو په څېر د ځینو موضوعاتو لرې کول او د طالبانو د حکومت له خوښې سره سم د غونډې اجنډا ترتیبول باید د طالبانو د حکومت د ډیپلوماسۍ د واک د یوې نښې په توګه وګڼل شي. په بل عبارت، د طالبانو دا ډول چلند د طالبانو د حکومت له خوا د دوحې د دریمې ناستې د انحصار په توګه تعبیر کیدای شي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د قطر، سعودي عربستان، ازبکستان، قزاقستان، اندونیزیا، د اسلامي همکاریو د سازمان، روسیه، ایران، چین، هند، پاکستان، انګلستان، ملګرو ملتونو، ناروې، هالنډ او… د استازو په شمول، نږدې د ټولو هېوادونو استازې د طالبانو د حکومت د ویاند او استازي، ذبیح الله مجاهد سره کتنه او خبرې اترې وکړې. دغه ډيپلوماتيک تګ راتګ او د ګډون کوونکو هېوادونو د استازو د کتنې او ملاقاتونو ګڼه ګوڼه، له ذبيح الله مجاهد سره د غونډې د مشر په توګه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړې ناسته؛ په نړيواله کچه د طالبانو د حکومت د ډيپلوماتيک دريځ د ښه کېدو او ارتقاء لامل شو.
د دوحه ۳ د غونډې پیغامونه او پایلې
د دوحې د پروسې څېړنه ښيي چې دې پروسې د افغانستان په چارو کې ښکېل لوبغاړي په دوو مخالفو قطبونو یعنی سیمه ییز قطب او غربي قطب کې ځای پر ځای کړي دي. د افغانستان د مسائلو د یوشمېر شنونکو په باور، د دوحې پروسه د سیمه ییزې پروسې پر وړاندې د مقابلې په موخه جوړه شوه، خو د سیمه ییزې پروسې پر وړاندې له وخته مخکې د ناکامۍ سره مخامخ شوه.
د طالبانو د حکومت په وړاندې د دوحه۳ اقدام او فشار او یا هم د هغوې د غوښتنو منل دا په ډاګه کوي چې لکه څنګه چې متحده ایالاتو د جګړې په ډګر کې د طالبانو په وړاندې ماته وخوړه د دوحې په ډیپلوماتیک ډګر کې هم د طالبانو د حکومت د مقاومت په وړاندې د لوبې اصول یې له لاسه ورکړ.
د دوحې درېیمه غونډه د طالبانو پر سیاسي مخالفینو، ښځو او د افغانستان پر مدني ټولنې باندې په سترګې پټولو سره، د یوه نړیوال منځګړي په توګه د ملګرو ملتونو حقوقي موقف ته جدي زیان رسولی او دغه سازمان په دې کار سره د افغانستان خلکو ته د مایوسۍ پیغام واستاوه. د ملګرو ملتونو دغه چلند او کړنه ښیي چې که د دوحې بهیر دوام وکړي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره سم میکانیزم نه شي برابرولی، ځکه د طالبانو پر سیاسي مخالفینو باندې سترګې پټول د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس د نیمګړتیاوو تکرار دی چې په هغه کې د طالبانو ډله له پامه غورځول شوې وه او د افغانستان د موقت سولی اساس پر یوه نیمګړي بنسټ کېښودل شوه.
ډېر احتمال شته چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو کړنې تر انتقاد لاندې راشي، د دوحې بهیر به یا بند او قطع شي او یا به دا بهیر د افغانستان په چارو کې اغېزمن نه وي. د دې وضعیت له امله، د فرمت مسکو او یا هم نورو سیمه ییزو نوښتونو د پیاوړتیا او اغېزمنتوب لپاره به د مخکیني وضعیت په پرتله، بهتره زمینه برابره شي.
د طالبانو د سیاسي مخالفینو، ښځو او مدني ټولنې په نظر کې نه نیولو سره د دوحې د پروسې نیمګړې کړنه د سیمه ییزو نوښتونو لپاره یو ښوونیز ټکی کېدای شي. پکار ده چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره په سیمه ایزو پروسو کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظم په جوړولو کې د افغانانو د ارادې دریځ او رول ته جدي پاملرنه وشي.