شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو د حکومت چارواکو د واک له ټینګولو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د زیربناوو د پراختیا په لټه کې دي او د دغو هڅو لویه برخه د منځنۍ اسیا د هېوادونو له کړنو او اقداماتو سره سمون لري. له همدې امله د کابل هیله د دې سیمې له هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره زیاته شوې ده. له بلې خوا د منځنۍ اسیا نږدې ټولو جمهوریتونو ( تاجکستان لږ) هم له افغانستان سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو برخو کې د همکاریو د پراختیا هیله څرګنده کړې، لکه څنګه چې تېر کال قزاقستان له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د پام وړ پرېکړه وکړه او طالبان یې له ترهګرو ډلو له کتاره څخه وایستل.

د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ جیواکانومیک(اقتصادی) فرصتونه د اړیکو د پراختیا لپاره اړینه زمینه برابروي. د دې فرصتونو د ښه پوهیدو لپاره، ځینې ګډې ستراتیژیکې پروژې په ګوته کوو.

ترانس افغان او د ازبکانو ارمان
د منځنۍ اسیا د هېوادونو په منځ کې ازبکستان له څلورو نورو هېوادونو سره د پولې درلودلو له کبله مرکزي او خاص اهمیت لري. خو دا په وچه کې راګیر هیواد تل هڅه کړې چې له ازادو اوبو سره وصل شي، چې یو یې د پاکستان بندرونه دي. د ترانس افغان د ریل پټلۍ جوړول د ازبکستان او افغانستان په اړیکو کې یوه له مهمو پروژو څخه ده او د دې لپاره پلان شوې چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې د هند له سمندر سره وصل کړي. په حقیقت کې دا پروژه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان یوه له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږی. په دې وروستیو کې قزاقستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره یو ګډ شرکت جوړ کړی او ازبکستان هڅه کوي چې د فارس د خلیج شاوخوا هیوادونه لکه امارات او قطر په هغه کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

د لومړنیو پلانونو له مخې، تمه کیږي چې اصلي لین 573 کیلومتره اوږدوالی ولري چې په کال کې د 20 ملیون ټنو ظرفیت لري. د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې پټلۍ د جوړولو کار به د روان کال په لومړیو کې پیل شي. په همدې لړ کې د تاشکند یوه پلاوي تېر کال د اکو د سرمشرانو تر ناستی مخکې افغانستان ته سفر کړی چې د دغې پروژې په اړه خبرې وکړي. د ازادو سمندرونو سره د نښلېدلو لپاره د ټرانس افغان ریل پټلۍ د ازبکانو ارمان بلل کیدای شي، چې اوس په افغانستان کې د نسبي امنیت په رامنځته کېدو سره، دوی د هغه لپاره د پخوا په پرتله ډیر هڅې کوي. په دې وروستيو کې د ازبکستان او افغانستان پر پوله د حيرتان – مزار شريف د ریل پټلۍ د بيارغونې مراسم ولمانځل شول.

ټاپي او د ترکمنستان هیله
ترکمنستان چې په نړۍ کې د ګازو د زیرمو څلورم خاوند دی، تل د نویو بازارونو د موندلو په لټه کې دی، چې یو یې د هند او پاکستان په څېر لویو بازارونو ته د افغانستان د خاورې له لارې د ګاز لېږد دی. ترکمنستان د دې پروژې د بشپړولو لپاره چې له کلونو راهیسې یې کار ځنډېدلی هوډمن دی، او په دې برخه کې په دې وروستیو دوو کلونو کې د ترکمنانو هڅې ډېرې شوې دي. د ترکمنستان د ګازو د سترې ساحې د پراختیا په دریم پړاو کې وروستۍ پرمختګ د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند (TAPI) د ګازو د پایپ لاین د غځولو اهمیت زیات کړی دی. تمه کیږي چې افغانستان به د ترکمنستان د ګازو د ترانزیت د اصلي لارې په توګه مهم رول ولوبوي.

تاپی
د ترکمنستان له نظره په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره زمینه برابره شوې ده.

دغه پروژه د افغانستان د ګازو د مصرف د یوې برخې د برابرولو تر څنګ کولای شي دغه هېواد ته ترانزیتي عواید هم ولری. البته بايد يادونه وشي چې د ځينو کارپوهانو له نظره د ټاپي پروژه پاکستان ته د ايران د ګازو د پایپ لاین سيال ګڼل کېږي او په دې وروستيو کې پاکستان هڅه کړې چې دغه پروژه په خپله خاوره کې بشپړه کړي. له همدې امله، د ایران-پاکستان د ګازو د پایپ لاین پروژې بیا راژوندي کول، چې د سولې پایپ لاین په نوم یادیږي، د ټاپي راتلونکې ناڅرګنده کولی شي.

د کاسا-1000 بیا راژوندي کول
که څه هم د طالبانو او تاجکستان تر منځ اړیکي د سیمې د نورو جمهوریتونو په پرتله یو څه ترینګلي دي، خو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر سوداګرۍ د سیاسي کړکېچ اغېز ژور نه دی. د بېلګې په توګه، د تېر کال په لومړیو کې دواړو هېوادونو د برېښنا د تبادلې په اړه خپل قرادادونه نوي کړل چې د تېر کال په پرتله يې حجم د پام وړ زيات شوی دی. په دې لړ کې د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د لوړ فشار لین چې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین په څېر د منځنۍ اسیا جمهوریتونه د افغانستان له لارې پاکستان سره نښلوي، د تاجکستان او قرغزستان یو له ډېرو هیله بخښونکو پروژو څخه ګڼل کېږي.

نړیوال بانک په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په دې پروژه کې د شاملو درېیو هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په خاطر به په دغه هېواد کې د کاسا هزار پروژې کار به بیا پیل شي. د نړیوال بانک دا پریکړه یو د پام وړ او عجیب اقدام دی ځکه چې دغه نړیوال بنسټ د جمهوریت له سقوط وروسته له افغانستان سره نږدې ټولې مرستې بندې کړې وې.

پایله
د طالبانو حکومت خپل د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ پالیسي د تحقق لپاره او هم د پاکستان څخه د بچ کېدو د بدیل لاره د موندلو لپاره منځنۍ اسیا ته ځانګړی نظر لري. د افغانستان لپاره د شمالي هېوادونو اقتصادي فرصتونه او همدارنګه د منځنۍ اسیا لپاره د افغانستان جیواکانومیک ظرفیت د دې دواړو سیمو ترمنځ د یو ډول اقتصادي تعامل د رامنځته کېدو لامل شوی دی. د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، ترانسپورتي دهلیزونه او د انرژۍ پروژې د دې تعامل مهم بنسټونه دي. خو د دغې همکارۍ پر وړاندې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر ضد ترهګر ډلي او د افغانستان په شمال کې د حکومت له خوا جوړ شوی د قوش تېپې کانال په څېر ځینې ګواښونه هم شتون لری.

د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونه ښايي د قوش تېپې د اوبو کانال د طالبانو له حکومت سره د همکارۍ پر وړاندې د خنډ په توګه ارزوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې