شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په وچه کې راګیر افغانستان لپاره د خواف – هرات ریل پټلۍ له حیاتي اهمیت سره سره، د دې پروژې بشپړیدل د جمهوري ریاست په دوره کې په مختلفو عذرونو سره وځنډول شول. خو د طالبانو حکومت له بندیزونو او اقتصادي بحرانونو سره سره د هغې د بشپړولو لپاره ځانګړې هڅې کړې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خواف- هرات د ریل پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو تړون د طالبانو د حکومت او د «ګاما ګروپ» په نوم د یوه خصوصي روسي شرکت ترمنځ د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر، د روسیې د ریل پټلۍ ادارې مرستیال، دیپلوماتانو او د ایران د ریل پټلۍ چارواکو هم حضور درلود. د خواف – هرات د ریل پټلۍ د پروژې تاریخ نیمه پیړۍ پخوا ته رسیږي. د افغانستان لومړی ولسمشر داوود خان چې له پاکستان سره یې اړیکې ښې نه وې، تمه درلوده چې په دې پلان سره به لومړی افغانستان د پاکستان د ترانزیتي لارې له مطلق انحصار څخه خلاص شي او دویم دا چې افغانستان به د ایران له لارې د اروپا د ریل پټلۍ شبکې سره ونښلول شي.

د خواف – هرات د ریل پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو د تړون د لاسلیکولو مراسم

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د حکومت چلند ښيي چې دا دوه اصول هم د طالب مشرانو لپاره لومړیتوب لري. دا پوښتنه رامنځته کیږي چې د خواف – هرات ریل پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان ته څه ترانزیتي ګټې ورسیږي؟

د ساحوي شواهدو له مخې، د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ سیاسي کړکیچونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او سوداګریز تبادلاتو پر بهیر منفي اغېز کړی او په پایله کې افغانستان له ایران سره سوداګرۍ ته ډېر هڅول شوی دی. کلتوري مشترکات، د ویزو په صادرولو کې اسانتیا او د ایراني توکو ته د افغاني مارکېټ لېوالتیا د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د کچی د زیاتېدو لامل شوی او په تېرو دوو کلونو کې ایران د سیمې په کچه د افغانستان لومړنی سوداګریز ملګری ګرځېدلی دی.

تمه ده چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان ایراني توکو ته چټک او ارزانه لاسرسی ولري چې دا به د افغانستان په بازارونو کې د لومړنیو توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو پر بیو مستقیمه اغیزه وکړي. د طالبانو حکومت له نوې ترانزیتي لارې څخه په ګټې اخیستنې سره تمه لري چې بازارونو ته به لومړني او اساسي توکي په ټیټه بیه عرضه شي او په پایله کې به یې د تورم (انفلاسیون) کچه راټیټه شي. دې هدف ته رسیدل به د طالبانو د حکومت لپاره یوه سیاسي لاسته راوړنه وګڼل شي.

تمه کیږي چې افغانستان د ایران د ریل پټلۍ له شبکې سره په نښلولو سره وکولای شي چې د ایران د سمندري بندرونو لکه بندر چابهار او بندر عباس له لارې په آسانۍ سره د سوداګریزو توکو پېر او پلور سرته ورسوي. همدا راز د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان وکولای شي چې د لومړي ځل لپاره خپل کورني تولیدات په ټیټه بیه د ترکیې او اروپا بازارونو ته صادر کړي. په تیرو وختونو کې افغانستان د لاجورد لارې له لارې د ترکیې او اروپا بازارونو ته د لاسرسي هوډ درلود او د افغانستان پخواني حکومت د امریکا او غربي متحدینو د شتون تر اغیز لاندې دغه لاره د ترانزیتي لومړیتوب په توګه وړاندیز کړې وه.

د لاجورد لاره د ترانزیت له بنسټیز اصول سره په ټکر کې ده. په ټرانزیټ کې، لنډه لاره یو بنسټیز اصل دی. ترکیې او اروپا ته د رسېدو لپاره افغانستان باید د لاجور سړک له لارې د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان څخه تير شی څو ترکیې او اروپا ته ورسېږي. په همدې حال کې افغانستان د ایران د ریل پټلۍ په نښلولو سره کولای شي د لنډې او خوندي لارې له لارې په لږ وخت او مالي لګښت سره د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسیږي.

که د هرات – مزار شریف ریل پټلۍ جوړه شي، ترکیه او ایران به وکولای شي چې د افغانستان له لارې له چین سره د ریل پټلۍ له لارې وصل شي.

د خواف – هرات د ریل پټلۍ د مهم او حیاتي دریځ په څرګندولو سره، په دې کې مبالغه نه ده چې دا مهمه ترانزیتي پروژه به نه یوازې افغانستان د سیمې له ترانزیتي شریانونو سره ونښلوي، بلکې دا هېواد به د ختیځ – لویدیځ او شمال – جنوب دهلیز په مرکز بدل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې