شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د اټکلونو له مخې، په راتلونکو دوو لسیزو کې به د نړۍ د سوداګرۍ حجم د اوسنۍ کچې څخه دوه چنده یا حتی درې چنده زیاته شي. له همدې امله، هیوادونه په دې لټه کې دي چې په ټولو برخو کې خپل ترانزیتي زیربناوو ته توسعه ورکړی ترڅو د نړۍ په سوداګرۍ کې لویه برخه ځانته په نصیب کړي. په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په دې لټه کې دی چې د دغه هېواد دریځ له سره تعریف کړي، څو په نړیوال ډګر کې د خپل مقبولیت ترڅنګ د بهرنیو اسعارو د عاید په زیاتولو سره د افغانانو ژوند پیاوړی کړي.

د شمال-جنوب دهلیز د اهمیت زیاتیدل

د افغانستان یوه مهمه ګټه له ایران سره د هغه ګاونډیتوب دی چې په سیمه ییزو اتصالاتو کې ځانګړی موقعیت لري. په حقیقت کې ایران د شمال – سویل او ختیځ – لویدیځ دهلیزونو د مرکز په توګه فعالیت کوي او د خپل ځانګړي جیواکانومی له امله د ځینو هیوادونو هڅې چې له ترانزیتي لارو څخه د ایران د ایستلو لپاره ترسره کړي تراوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. په همدې حال کې د نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه او ستراتیژیکه لار چې د اوکراین له جګړې وروسته یې اهمیت زیات شوی، د شمال-جنوب ترانسپورتي دهلیز دی چې روسیه د ایران له لارې د هند له بندرونو سره نښلوي.

د شمال-جنوب دهلیز شاوخوا درې لسیزې وړاندې د روسیې، ایران او هند ترمنځ په لاره واچول شو او بیا بېلابېل هېوادونه لکه اذربایجان، ارمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او نور هېوادونه ورسره یوځای شول. مګر دا لاره په تېرو درېیو لسیزو کې د بېلابېلو دلایلو له امله عملياتي نه شوه او په کار وانچول شو، خو د ایران او په تېره بیا د روسیې پر وړاندې د غرب د اقتصادي بندیزونو له امله دغه هېوادونه په دې وروستیو کې د شمال-جنوب دهلېز جوړولو او په لاره اچولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

دا ترانزیتي دهلیز له دریو څانګو څخه جوړ دی. په لوېدیځه برخه کې یې روسیه-آذربایجان-ایران شامل دي، سمندري برخه کې د کسپین سمندرګي له لارې د روسیې او ایران نښلېدل او په ختیځه برخه کې روسیه-قزاقستان-ترکمنستان-ایران شامل دي. په دې حال کې، د هغه د لویدیځ او سمندري برخه د زیربنایي ستونزو لکه د رشت – استار ریل پټلۍ نه بشپړیدل، او همدارنګه د جیوپولیټیک کړکېچونو لکه د قره باغ د سیمي په سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جګړې له امله نتیجې ته نه دي رسیدلي. خو د هغه ختیځه برخه تر یوه حده پورې په دې توانیدلې ده چې پر دغه مشکلاتو او کړکېچونو باندی غلبه وکړی او له منځنۍ اسیا او روسیې څخه هند ته د مالونو لیږد ته زمینه برابره ورکړي. حتی د ختیځې لارې د هیوادونو د هوکړې له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیله، د دغه هیواد د اورګاډي له هر ډول خدماتو څخه په استفادې به ۲۰ سلنه تخفیف ولري.

د افغانستان د نښلېدلو احتمال

د شمال-جنوب دهلیز د ختیځې څانګې پرمختګ به د دې لامل شي چې د ایران د ختیځ ګاونډیان، یعنې افغانستان او پاکستان ته د دې فرصت برابر شي چې د هغه د ګټو څخه برخمن شي او په دې نړیوال دهلیز کې د شاملیدو هڅه وکړي. په ځانګړې توګه د خواف – هرات د ریل پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان ته دغه زمینه د پخوا په پرتله ډېره برابره شي. بايد يادونه وشي، چې له شمال-جنوب دهلېز سره د افغانستان نښلېدل دغه هېواد د منځنۍ اسيا، فارس خليج او هند بازارونو ته د لاسرسي زمينه برابروي. په دې لړ کې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې اعلان کړی چې د ایران په شمالي او جنوبي بندرونو کې د پانګونې په لټه کې دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان وکړ چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ۲ میلیارد او ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې درلودې. د طالبانو د حکومت چارواکو د ایران چابهار بندر د دغه هېواد د صادراتي او وارداتي مالونو د لېږد او انتقال لپاره یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دغه بندر د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد او انتقال لپاره تر ټولو ارزانه او خوندي لاره ده. په چابهار بندر کې د طالبانو د حکومت پانګونه او د ځانګړي اقتصادي زون رامنځته کول د هېواد په اقتصادي او جیو پولیټیکل تګلارې کې ستراتیژیک بدلون په ګوته کوي. په همدې لړ کې د تېر کال د مېزان په میاشت کې د کسپین په بندر کې د یوې افغاني کمپنۍ د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې تفاهم لیک د انزلي آزاد زون او یوه کورني شرکت ترمنځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ازادو زونونو د عالي شورا د منشي په حضور کې لاسلیک شو.

ملا برادر ایران ته د سفر په ترڅ کې د چابهار بندر څخه لیدنه وکړه او د افغانستان په اقتصاد کې دهغه مهم رول په ګوته کړ.

سربیره پردې، د شمال-جنوب دهلیز کولی شي له ایران او هند سره د افغانستان دوه اړخیزه سوداګري پیاوړې کړي. هند په وروستیو کلونو کې د چابهار درې اړخیز تړون پر بنسټ ژمنه وکړه چې د افغانستان د اړتیا وړ توکي لکه غنم تأمین کړی، چې دا کار د پاکستان له لارې ممکن نه وو. په حقیقت کې د شمال-جنوب دهلیز د ختیځې برخې پرمختګ او رونق به د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري اسانه کړي.

د شمال-جنوب دهلېز بله ګټه د منځنۍ اسيا ټولو هېوادونو ته لاسرسی دی، چې د دې سيمې له درېيو هېوادونو ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره د ګډې پولې په درلودلو سره سره، د ترانزيتي بنسټونو د نشتوالي له امله دغه مهم نه دی محقق شوی. منځنۍ اسیا د افغانستان لپاره ډېر فرصتونه لکه د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژه او د ټاپي د ګازو پروژه چې کولای شي د دوه اړخیزو او څو اړخیزه سوداګرۍ د پراختیا له لارې د هغوی د تطبیق لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

پخوا به د افغانستان نږدې اتیا سلنه سوداګري د پاکستان له لارې کېدله، خو د پاکستان د پولو د پرله پسې تړل کېدو او د تعرفو د لوړېدو له امله افغان سوداګرو د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو بدیلو لارو ته مخ اړولې، چې د شمال-جنوب دهلېز کولای شي دا کار پياوړی کړي او د راکړې ورکړې حجم زیات کړي. د طالبانو د حکومت ستراتیژیک پریکړه چې د پاکستان د پرېښولو لپاره په ایران کې پانګونه ده، د افغان حکومت د دې هدف په لور یو لوی ګام دی چې له نورو ګاونډیو هیوادونو سره د خپلو دودیزو اړیکو څخه بهر د خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو متنوع کول دي.

پایله

اوس مهال، د شمال-جنوب دهلیز د یوې مهمې ترانزیتي لارې په توګه کولی شي مهم جیوپولیټیک او جیو اکانومي(اقتصادي) پایلې ولري. په همدې حال کې افغانستان ته د هغه د ختیځې څانګې پراختیا کولای شي د افغانستان او البته د ایران لپاره مهمې ګټې ولري او د داسي معاملې لامل شي چی په هغه کې دواړه طرفونه ګټمن شي. دا پرمختګ او توسعه ممکن پراخ جیو پولیټیکل اغیزې ولري او د سیمه ایز ځواک پر پرمختګ باندی اغیزمن وي. دا کولی شي په سیمه کې د اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو د بیا تنظیم لامل شي او د شمال – جنوب دهلیز په ختیځه څانګه کې شاملو هیوادونو ته ځانګړې اقتصادي رونق او پرمختګ ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې