جمعه 5/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د افغانستان د پخواني نظام د ملي بودیجې دوه پر دریمه برخه له بهرنیو مرستو تمویل کېده او په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د ملي بودجې کسر د ملي عوایدو او صادراتو د راټولولو له لارې پوره کړي. تاریخي څیړنې ښیي چې د امان الله خان له پادشاهۍ او د ډیموکراسۍ په لسیزه کې د ظاهر شاه د واکمنۍ له وروستۍ پرته د افغانستان پاتې حکومتونه تل د خپلې ملي بودجې د برابرولو لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کړې.

په هرصورت، د ۱۴۰۰ کال د دویمې نیمایي راهیسې، د طالبانو حکومت توانیدلی چې د خپل حکومت ملي بودیجه د کورنیو عوایدو له لارې تمویل کړي. د مستند راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت توانېدلی چې د افغانستان د مالیه راټولول او ګمرکي عواید د تېرو لسیزو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي. تېر کال د طالبانو د حکومت د مالیې/خزانې وزارت اعلان وکړ چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ټول عواید ۱۹۳ ملیارده او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ (د دوه میلیارده او ۲۳۶ میلیونه ډالرو معادل) وو. برسېره پر دې، سږ کال د طالبانو حکومت توانېدلی چې د افغانۍ د تبادلې نرخ او ارزښت په ښه حالت کې وساتي.

که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هره اونۍ د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان مرکزي بانک ته د مرستې ۴۰ میلیونو ډالرو بستې ورکول کېږي، خو د دې ډول نغدو مرستو د ترلاسه کولو او د مالیاتو په راټولولو کې د زیاتوالي سره سره داسې ښکاري چې د د ډبرو سکرو او تیلو له پلور څخه ترلاسه شوي عواید د طالبانو د حکومت په اقتصاد کې لوی او پرېکړه کونکی رول لوبوي.

د ډبرو سکرو له صادراتو څخه د طالبانو حکومت عاید
په ورته وخت کې چې د افغانستان د ډبرو سکاره د هیواد په داخل کې مصرفېږي، خو ډېره برخه یې پاکستان ته صادرېږي. د طالبانو حکومت د پاکستان له حکومت سره د ډبرو سکرو د صادراتو مستقیم قرارداد نه لري، بلکې له کورنیو سوداګرو سره یې د ډبرو سکرو د استخراج او صادراتو قرارداد کړی او د دغه معدني مادې له صادراتو څخه ګمرکي تعرفه اخلي.

د ۱۴۰۱ مالي کال په پای کې، د طالبانو د مالیې/خزانې وزارت اعلان وکړ چې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو له صادراتو څخه د ګمرکي تعرفو عواید په بې ساري ډول لوړ شوي. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲،۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي چې دا د ۱۴۰۰ کال د ورته وخت په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي چې ۹۴۸ زره ټنه سکاره صادر شوي وو.

د دغه رسمي راپور له مخې، د ډبرو سکرو د صادراتو تعرفه په ۱۴۰۰ کال کې له ۱ میلیارد ۸۹۳ میلیونه افغانیو څخه ۱۲ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانیو ته رسېدلې چې له لس میلیاردو څخه ډېر زیاتوالی ښيي.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د اعلان له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د ډبرو سکرو د هر ټن عواید شاوخوا ۱۹۹۷ افغانۍ شاوخوا ۲۳ ډالره وو او په ۱۴۰۱ کال کې طالبانو د هر ټن ډبرو سکرو صادرات د تعرفې څو څو ځله زیاتولو سره له دې ډبرو څخه ۴۴۹۷ افغانۍ، شاوخوا ۵۰ ډالر ترلاسه کړل. ، چې دوه چنده څخه زیاتوالی ښیي.

د پاکستان د حکومت د کابینې له پرېکړې وروسته چې له افغانستان څخه د ارزانه ډبرو سکرو واردات زیات کړي، په بدل کې د طالبانو د مالیې/خزانې وزارت هم په هر ټن ګمرکي محصول کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راوستل. له دې پرېکړې سره پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات کم شوي دي. بالاخره د ۱۴۰۲ کال په دوبي کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ډبرو سکرو د صادراتو د کچې د لوړولو او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د هېواد د پانګوالو د هڅونې په خاطر یې د یو ټن سکرو د صادراتو د امتیاز حق ئې له ۲۵۰۰ افغانیو څخه تر ۲۲۰ افغانیو پورې کم کړي دي. .

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سکاره صادر شوي دي.

د طالبانو د حکومت عاید د تیلو له استخراج څخه
د وروستیو رسمي راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت یوازې د سرپل ولایت د تېلو له څاګانو هره ورځ ۶۰۰ زره ډالر عاید لاسته راوړی. د افغانستان د سرپل په ولایت کې د طالبانو والي د روان کال د آذر/قوس په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت د قشغري له څاګانو څخه د تېلو له استخراج څخه د ورځې ۶۰۰ زره ډالره عاید ترلاسه کوي. د طالبانو د حکومت د دغه چارواکي په وینا له دغو څاګانو څخه هره ورځ له ۶۵۰ څخه تر ۹۰۰ ټنو پورې تېل ایستل کېږي او د دغو څاګانو د عاید یوه برخه په پرمختیايي پروژو لګول کېږي. د تېر کال په پای کې د طالبانو حکومت د یوه ۲۵ کلن قرارداد له مخې د جوزجان او فاریاب ولایتونو د قشغري د نفتو میدان او د امو سیند د نورو نفتي میدانونو د استخراج چارې یوې چینايي کمپنۍ ته وسپارلې.

د طالبانو د حکومت دوه اقتصادي چارواکي شهاب الدین دلاور او ملا عبدالغني برادر د افغانستان په شمال کې د قشغري د تیلو د حوزې د پرانستلو په مراسمو کې

د طالبانو د حکومت عاید د کانونو د مختلفو قراردادونو څخه
په امو دریا کې د ډبرو سکرو او تېلو د کانونو د استخراج ترڅنګ، د طالبانو حکومت د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د پام وړ هڅې کړې دي. تر څو وکولای شي د دې لاري څخه د افغانستان پر اقتصادي ستونزو او د غرب له خوا د لګول شويو بنديزونو پر اغېزو باندی غالب شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اوو کانونو د استخراج قرارداد لاسلیک شو. د تخار ولایت د سرو زرو کان، په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان، په هرات ولایت کې د غوریانو د اوسپنې لومړی، دویم، دریم او څلورم بلاک او په غور ولایت کې د سرپ کان په دې لوی قرارداد کې شامل دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د کانونو پر پراخ استخراج باندی د طالبانو د مخافینو له خوا سختې نیوکې شوې دي، خو شواهد ښیي چې د دغو کانونو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو او تیلو له پلور څخه ترلاسه شوي عواید د طالبانو د حکومت په اقتصاد کې د زیربنایی پروژو لکه د قوش تپې د اوبو کانال او په افغانستان کې د ارز د تبادلې د نرخ د کنټرول په شمول، لوی رول درلودلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې