شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو د حکومت یو د پام وړ اقدام د خپل اقتصاد محور، بهرنۍ پالیسي اعلانول دي. هغه مهال چې طالبانو واک ترلاسه کړ، ډېر کارپوهانو په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت لپاره یوه ناوړه وړاندوینه کوله، خو د دغو وړاندوینو برعکس د طالبانو حکومت وکولای شو د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې په اقتصادي ډګر کې بریالی مدیریت وښيي. البته، د بهرنۍ نغدي مرستو رغنده رول له پامه نه شي غورځول کېدای، خو د طالبانو د حکومت بریالی او موثر مدیریت د اقتصادي ثبات په رامنځته کولو کې خپل ځای لري.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې حکومت د اقتصادي دستګاه په سر کې توانیدلی د پام وړ پالیسي او پلي کول په ډاګه کړي دي. د سیمې له هېوادونو او کورني او بهرني پانګوالو سره د ده سفرونه او خبري اتري د طالبانو د حکومت په دغه اقتصاد محور بهرنی سیاست کې اغېزمن رول لوبولی دی. که څه هم له جمهوريت وروسته د افغانستان اقتصاد د ثبات او له کړکېچه وتلو څخه فاصله لری، خو بیا هم په دې حال کی د طالبانو د حکومت دوه کلن کړني ته په کتو سره ښيي چې په دې برخه کې سمه لاره هواره شوې ده.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال

د طالبانو د حکومت اقتصاد محور کړنلاره په دوو داخلي او خارجي برخو کې ارزول کیدای شي. په کورني بخش کې پر ځینو محورونو لکه د ګمرکونو د سالم مدیریت او د مالیاتو راټولولو له لارې د دولت د عوایدو زیاتوالی، له اداري فساد سره مبارزه، د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو د بیې کنټرول او د کورنیو تولیداتو زیاتوالي پر پاملرني، باندی متمرکزه ده. طالبان په صحیح ډول په دې پوه شوي چې په اوږدمهال کې د اقتصادي ودې او د دولتي سرمایې د زیاتولو په موخه په کورني اقتصاد تکیه کول ناشوني دي، نو یو مهم عامل چې کولای شي د افغانستان په اقتصادي ډګر کې یو انقلاب رامنځته کړي، د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د بهرنۍ پانګوني راجذبول دی.

د طالبانو حکومت د افغانستان د نورو ټولو حکومتونو په پرتله ډېره هڅه کړې چې د هېواد د کانونو د استخراج لپاره بهرني پانګوال راجذب کړي. د امریکا د جیولوژیکي سروې په ګډون د بېلابېلو بهرنیو مراجعو د اټکلونو له مخې د افغانستان د کانونو ارزښت کابو درې تریلیونه ډالره دی. دا ارقام ښيي چې افغانستان د بکر کانونو یوه خزانه ده چې که د استخراج لپاره یې زمینه برابره شي د هېواد اقتصاد به بدل کړي.

د طالبانو د حکومت بهرنۍ اقتصادي مدیریت هم مثبتې لاسته راوړنې لري. د صادراتو په برخه کې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د صادراتو کچه په کال کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېدل. د کانونو د پانګونې په برخه کې، د کورنیو شرکتونو د کوچنیو پانګونو سربیره، د طالبانو حکومت توانیدلی چې د اوه ملیارد ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګونه راجذب کړي. په لنډه موده کې چې د طالبانو له نوي حکومت څخه تېره شوې ده، د دې پانګونې جذب د پام وړ دی.

د دې ډول بهرنۍ پانګونې کارکردګي په لاندې ډول ذکر کیدای شي. اووه میلیارده ډالره پانګونه کولی شي د افغانستان اقتصاد د رکود د حالت څخه د پرمختګ او رونق پر لور حرکت حالت ته واړوی. پر بهرنیو مرستو د افغانستان تکیه کول راکم کړی؛ د کانونو په برخه کې د کاري ځواک د یوې برخې په استخدام سره به د بیکارۍ کچه راټیټه شي او د زیاتو پانګوالو پام به افغانستان ته راجلب شي.

د طالبانو د حکومت او بهرنیو او کورنیو شرکتونو ترمنځ د اوو کانونو د استخراج د تړون د لاسلیک مراسم

بايد يادونه وشي، چې په افغانستان کې د پانګونې دغه اندازه د اقتصادي ګټو ترڅنګ به د طالبانو د حکومت لپاره سياسي کارکردګي هم ولري، چې تر ټولو مهم يې له نړيوال انزوا څخه د طالبانو د حکومت راوتل دی. په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو شتون او پانګه اچونه په غیر ارادي ډول، هیوادونه د طالبانو له حکومت سره په مراوده(راکړه ورکړه) کې ښکیلوي، چې دغه مراودات د طالبانو د حکومت سره د انزوا څخه په وتلو کې مرسته کوي.

د بهرنیو پانګوالو په راجلبولو کې د طالبانو د حکومت تنوع غوښتنه د افغانستان په اقتصادي افق کې یو مثبت لید انځوروي. د افغانستان د پخواني حکومت په خلاف، د طالبانو حکومت د بهرنۍ مداخلو د لاسوهلو په له منځه وړلو او په خپلواک ډول د بهرنیو پانګوالو په انتخابولو سره، له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیانو څخه په افغانستان کې د پانګوني لپاره په عامه توګه بلنه وکړه، د هغو هېوادونو تنوع چې د شپږ مليارډو او اوه سوه مليونو ډالرو په ارزښت د اوو کانونو په استخراج کې شريک دي، دغه تنوع په ښه توګه وړاندې کوي. د تېر حکومت په خلاف چې تر ډېره یې هڅه کوله چې د افغانستان د کانونو په استخراج کې د امریکا متحد هېوادونه برخه واخلي، د طالبانو په حکومت کې له ګاونډیو او له سیمې څخه بهر بېلابېل هېوادونه شتون لري.

طبيعي ده چې د افغانستان د اقتصاد د احيا کولو لپاره او په بهرنيو مرستو پورې نه تړاو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې به هغه وقت ګټورې تمامې شي چې په افغانستان کې سياسي او امنيتي وضعيت ښه شي، د امنیت له لحاظه افغانستان په دې دوو کلونو کې د ښه والي په لور روان دی، خو په سیاسي ډګر کې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل لا هم د خنډ سره مخامخ دی. د رسمیت پېژندنې په وړاندې د خنډونو لرې کول باید د افغانستان د سرپرست حکومت یو له مهمو اقداماتو څخه وي، ځکه چې د نجونو زده کړه او د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د رسمیت پېژندنې لپاره دوه مهمې داخلي او بهرنۍ غوښتنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې