شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل د میاشتې د ۲۶ نیټې په نیمه شپه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت بې پیلوټه الوتکې او توغندی د لرې واټن په لور روان شول تر څو د صهیونیسټ رژیم پرله پسې شرارتونو ته ځواب ورکړی او په دې توګه یوه تاریخی پیښه ترسره شوه. یوه پیښه چې په ترڅ کې یې د نړۍ تر ټولو لوی د بې پلوټه الوتکو عملیات ثبت شو او ایراني بې پیلوټه الوتکي د قدس شریف د آسمان څخه تېر شو او د اسرائیلي رژیم امنیتي او پوځي مرکزونه یې په نښه کړل.

دغه عملیات په دمشق کښې د ایران پر سفارت د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې اعلان شول. د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ ماده د وسله والو یرغل په وړاندې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د غبرګون په اړه ده. د منشور د دغې فقرې له مخې، د اسرائيلي رژيم په وړاندې د ايران ځواب يو مشروع او قانوني اقدام ګڼل کيږي. هغه مرکزونه چې د په اسرائیل په خاوره کې په نښه شوي، داسی غوره شوي چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه شي. په دغو عملیات کښې د صهیونیسټ رژیم یو لوی او مهم استخباراتي مرکز او د نواتیم هوایی اډه چې د صهیونیتي رژیم له مهمو هوایي اډو څخه شمېرل کېدل په نښه شوه او هیڅ تجارتی او انسانی مرکز د حملې هدف نه و.
که څه هم دا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو عملیات په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د رژیم د برید په غچ کې وو، خو د هغې موخې او ابعاد باید لوی وګڼل شي، چې ځینو ته په لاندې ډول اشاره کیږې.

د الاقصی طوفان ژوندی ساتل
د اسراییلو په وړاندې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو عملیات یو ستراتیژیک برید دی چې باید د الاقصی طوفان عملیاتو د دوام په توګه تعبیر شي. د اکتوبر د اوومې نیټې عملیات او د صهیونیسټي رژیم په زړه کښې د فلسطیني جنګیالیو د ننوتو عملیات یوه شاهکاره پیښه وه چې له بده مرغه په ​​غزه کښې د اسرائیلي پوځیانو د وحشي توب له امله د رسنیو له سرلیکو څخه لرې شوه. د الاقصی طوفان عملیات باید له مختلفو اړخونو څخه په دقت سره څیړل شوی وای. دې عملیات د استخبارتي تسلط، پوځي واکمنۍ او د اوسپنې گنبد ته د نه نفوذ په اړه د اسرائیل د چارواکو ادعاوې باطلې کړې او د غاصب رژیم په بدن یې یو خونړی زخم وکړ. د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو عملیات د الاقصی د طوفان د یاد د را ژوندی کولو ترڅنګ یو ځل بیا ټولو ته ثابته کړه چې د صهیونیسټ رژیم د لوړ استخباراتی او پوځی قدرت ادعا له دروغو پرته بل څه نه دی .

د فلسطینیانو پر زخمونو مرهم
سره له دې چې په تیرو څو میاشتو کښې د صهیونیسټی رژیم جنایتونو د هر انسان زړه دردولی خو له بده مرغه نه یوازې د بشری حقوقو ادعا کونکي غربي هیوادونو د دغو جنایتونو د بندولو لپاره هیڅ کوشش ونه کړ بلکې اسرائیلو ته یې د غزې د بمبارولو لپاره اړین وسلې او هر ډول تسلیحاتي مرستې برابرې کړې. عربي هیوادونه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو بسنده وکړه او په عین حال کښې یې فلسطینیان د اسرائیلو د فوځ په قتل عام کښې یوازې پریښودل. د ملکي خلکو قتل عام، د روغتونونو بمبارۍ او د اوبو او خوراکي توکو قحطۍ، غزه یې د فلسطینیانو لپاره د برزخ په ځای بدله کړه، او هیڅ اسلامي هیواد د دوی د «یا للمسلمین» چیغې ته ځواب ونه وایه. په داسې یو حالت کې د “وعده صادق” عملیات د مظلومو فلسطینیانو د غمجنو زړونو لپاره د مرهم وسیله وه او کله چې یې د عملیاتو خبر واورید او په اسمان کې یې ایراني بې پیلوټه الوتکي او میزایلونه یې ولیدل په لارو او کوڅو کې په خوشحالي بوخت شول.

په سیمه کې د امریکا پرله پسې ناکامۍ
امریکا چې د اسرائیلو د ترټولو مهم ملاتړي دی او د متحد په توګه یې د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د ایران له غبرګون مخکې ایران ته هشدار او خبرداري ورکړی و او د اسرائیلو د ملاتړ لپاره یې خپل هوډ د اوسپنې په توګه څرګند کړی وو، بیا هم ایران له خپلي پریکړي څخه تېر نشو او درانه عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره کړل. د امریکا خبرداریو ته د ایران بې غوري څو لاملونه لري. پر الله(ج) باندی د توکل او د نظامي ځواک د کچې د لاسته راوړلو تر څنګ یو بل لامل د نړیوال نظام په کچه په تېره بیا د افغان طالبانو په واسطه د هغوي له شرمونکې ماتې وروسته د امریکا د تسلط ماتېدل دي. د اسراییلو پر ضد د ایران عملیات باید د امریکا د قدرت د کمزورتیا یو بل ثبوت وګڼل شي.

پر ځان تکیه کول، ستونزمن مګر منطقي او عقلاني لاره
له انقلاب څخه مخکې ایران تل په پوځي لحاظ په ختیځ او لویدیځو قدرتونو پورې تړلی و او دې انحصار او وابستګي د دې سبب شو چې له عراق سره د تپل شوې جګړې په حساس پړاو کې د خپلو لومړنیو پوځي اړتیاوو د پوره کولو توان و نه لری. له دې وروسته داسلامی انقلاب مشران په تېره بیا آیت الله خامنه ای د هیواد پر خودکفایۍ په تیره بیا په پوځی ډګر کښې، ډېر ټینګار وکړ او په همدې دلیل یې په وروستیو کلونو کښې یوه مهمه اجنډا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د قدرت زیاتول وو. د همدغو هلو ځلو په پایله کې نن ایران په دې توانیدلی دی چې خپل دښمن ته په لوړه کچه د ځواب ورکولو توان ولري. د ایران په وړاندې د امریکا په مشرۍ د غرب د بندیزونو یوه برخه د دې له ویره وه چې تهران دې وړتیا ته ورسیږي. بې له شکه چې د تشنج د دوړو له را کښېنستلو وروسته به په پوځي او دفاعي ډګر کې د ایران د پر ځان تکيه کولو سياست د کارپوهانو له نظره وڅېړل شي او ښايي ځينې هېوادونه به دا لاره خپله کړي او ايران د بېلګې په توګه غوره کړي.

ایران د اسرایلو په ځواب کې د خیبر بالستیک توغندی وکاراوه.

داسې ښکاري چې د ایران له خوا صهیونیسټ رژیم ته له ځواب ورکولو وروسته به د سیمې حالات بل ډول وي. که څه هم په محدوده کچه د اسراييلي رژيم له خوا د محدود غچ اخيستلو احتمال شته، خو تلاویو او د هغه رژيم غربي پلويان د “وعده صادق” د عملیات وروسته په دې پوه شول چې وحشي توب او له سرې کرښې تېرېدل دروند قيمت لري. همداشان هیله ده چې د صهیونیسټ رژیم د کمزورتیا په اړه د ستراتیژیک پوهی په ترلاسه کولو سره به اسلامي هیوادونه د فلسطین له خلکو سره د مرستې په لاره کښې د پخوا په پرتله ډیر متفاوت او اغیزمن عمل وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې