شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د حکومت له جوړېدو وروسته د طالبانو پر ضد مشهورو څېرو په بېلابېلو لارو خپل مخالفت څرګند کړ. وسله وال حرکتونه د هغو کړنو له جملې څخه وو چې ځینې مخالفین هغه ته مخ کړل. پر دغه بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۲۵ جبهې خپل موجودیت اعلان کړی، چې ځینې یې خپل پېژندپاڼه او مشخص مشران لری او ځیني نور یې بې له پېژندپاڼه او مجهول الهویت دي. د میدان په صحنه کې د هغو جبهاتو له جملې څخه چې د خپل شتون اعلان یې کړی، یو شمیر یې لکه د ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د آزادۍ جبهه او د ازادګانو ملي جبهې وسله وال فعالیتونه درلودلي او د نورو جبهاتو هیڅ اثر او نښه نشته.

په امریکا کې د یوې نوې وسله والې جبهې د شتون اعلان

په دې وروستیو کې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم یوه بل سازمان په ویرجینیا کې خپل شتون اعلان کړ، چې په سر کې یې ځینې پخواني افغان سرتېري لکه سمیع سادات او خوشال سادات قرار لری. د دغې جبهې مشرانو د دغه غورځنګ د جوړېدو موخه افغانستان ته د جمهوریت راستنېدل، په ۲۰۰۲ کال کې د تصویب شوي اساسي قانون بیا تطبیق، د سیاسي او ملي ارزښتونو راګرځول، د ټاکنو ترسره کېدل، د ښځو د حقونو تامین، بشري ارزښتونه ته درناوۍاو د ترهګرو ډلو له شتون څخه د افغانستان پاکول؛ عنوان کړي دي.

سمیع سادات د افغانستان د متحدې جبهې له مشرانو څخه

د وسله والو جبهو تکثیري وده

د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې وسله والې جبهې په تکثیری ډول ډيرې شوې او هره میاشت یوه یا دوې جبهې د موجودیت اعلان کولې. له دې جملې څخه د یو شمېر وسله والو جبهاتو لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه هویت معلومه ده او د نورو وسله والو جبهاتو هویت لا هم څرګند نه دی. له بلې خوا له شلو څخه زياتو وسله والو جبهاتو چې خپل شتون يې اعلان کړى، له پنځو څخه کمو جبهاتو په عملی توګه پوځي فعاليتونه کړي او نورې جبهې په هماغه د اعلان موجودیت په کچه پاتې دي. تر ټولو مهمې فعالې جبهې د ملي مقاومت جبهه او د آزادۍ جبهه ده.

د وسله والو جبهو اغیزمنتوب
د فعالو جبهاتو فعالیت ته یوه کتنه ښیي چې په تیرو دوو کلونو کې دغه جبهې د طالبانو لپاره کومه جدي امنیتي ګواښ نه دي جوړ کړی. په حقیقت کې دغه جبهې په پاشلې بریدونو سره د حکومت لپاره فقط د یو مزاحم رول لوبولې او نه د حکومت د نسکورولو لپاره یو ګواښ. څو عواملو د دغه وسله والو جبهاتو د فعالیت په کمزوری کې اغیزمن دي. د دغو جبهو د ناکامۍ یو تر ټولو مهم عامل د یووالي او ادغام نشتوالی دی. بل اغېزمن عامل د طالبانو پر وړاندې له وسله والو جبهاتو څخه د سیمې او د سیمې څخه بهر هېوادونو د ملاتړ نشتوالی دی. تر دې دمه د سیمې ټول هېوادونه حتی تاجکستان چې د ملي مقاومت جبهه پکې میشته ده، د طالبانو پر وړاندې له وسله والو جبهاتو سره د مالي او نظامي مرستو پر نه کولو ټینګار کوي. غربي هیوادونو هم دغه تګلاره خپله کړې ده. له جګړې سره د خلکو نه لېوالتیا او د طالبانو له تهدید څخه د خلکو وېره د وسله والو جبهاتو د اغېزمنتوب د نشتوالی له نورو عواملو څخه ګڼل کېدای شي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

د افغانستان د متحدې جبهې د بریالیتوب چانس
سره له دې چې د طالبانو پر ضد وسله وال جبهې حتی د ملي مقاومت د جبهې په څېر یوه جبهه چې مشري یې د احمد مسعود په څېر د یوه نېکنامه او پېژندل شوی شخصیت په غاړه ده، په دې نه دي توانیدلي چې کومه بریا ترلاسه کړي، د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د نوې جبهې چانس به څومره وی؟ بايد يادونه وشي چې د دغې نوې جبهې په سر کې د سميع سادات او خوشحال سادات په نوم دوه پخواني افغان سرتيري دي چې د افغانستان د خلکو په عامه افکارو کې د خپلو تېرو کړنو او هم د دود او شريعت خلاف حرکتونو له امله منفور دي. له همدې امله له دې جبهې څخه په افغانستان کې دننه د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو تمه نه شته. له بلې خوا په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ښکاره اعلان کړی چې طالبانو د وسله والو مخالفینو کوربه توب نه کوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې دغې نوې جبهې په کوم بنسټ ویلي چې ډېر ژر به په یوه ګاونډي کې خپل مرکز جوړ کړي. یوازې د دې دوو ذکر شویو مسئلو په پام کې نیولو سره، د دې جبهې د بریالیتوب چانس مخکې له مخکې قضاوت کیدی شي.

خوشحال سادات د افغانستان د متحدې جبهې له مشرانو څخه

د وسله والې جبهې د تکثیري ودي او د ملي متحدې جبهې رامنځته کېدلو دلیل
داسې ښکاری چې د هغو وسله والو جبهاتو له جملې څخه چې د خپل وجود اعلان يې کړی، يوازې څو جبهې لکه د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه په فعاله توګه په صحنه کې شتون لري او پاتې جبهې فقط د ګټو په لټه کې دي. د جمهوریت له وخته په افغاني ټولنه کې دا دود وو چې افرادو او ډلو په افغانستان کې د ځان ښودلو لپاره سیاسي ګوندونو په جوړولو لاس پوری کول. د افغانستان د چلند له بدلون سره دا ځل د دې موخې لپاره د جبهو جوړول د افرادو او ډلو په اجنډا کې ځای پر ځای شوي دي. ښايي د افغانستان د متحدې جبهې مشرانو د افغانستان په اړه په نړيواله کچه خوځښتونه حس کړي وي او په راتلونکي معادلاتو کې د برخه اخستلو لپاره د دغه تشکیلاتو د رامنځته کولو هڅې يې پيل کړې وي.

د دې جبهې تاسيس او له هغو ارزښتناکو الفاظو څخه ناوړه استفاده چې د دغې جبهې د جوړېدو په وخت کې مطرح شول، غالباً د دې جبهې د بنسټ ايښودونکو لپاره له ګټې لټولو پرته بله موخه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې