دوشنبه 25/ 4 / 1403
Search
Close this search box.

د جمعې په ورځ د مرغومي ۲۱ مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۳۰ شیعه لمونځ کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړل او ۴۰ نور ټپیان شول. په افغانستان کې داعش ډلې د داعش خراسان په نامه د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیسته. په افغانستان کې د داعش له رامنځته کېدو سره د افغان اهل تشیع جوماتونه او غونډې د دغې ډلې یو له هدفونو څخه دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خراسان داعش د طالبانو د حکومت په مخ کې تر ټولو مهمه امنیتي ګواښ وو. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې داعش په افغانستان کې ګڼ او خونړي بریدونه وکړل او په هره میاشت کې یې د شاوخوا ۳۰ بریدونو په کولو سره وکولای شول چې د طالبانو د نوي حکومت لپاره د امنیتي ګواښ په سر کې ځای ولري. خو له یوه کال څخه په کمه موده کې طالبانو وکولای شول چې د خپلې اوسپنې پټې پالیسي په مرسته داعش تر یوې اندازې پورې محدود کړي او د همدې تګلارې په پایله کې د داعش عملیاتي ظرفیت په میاشت کې له لسو څخه کمو عملیاتو ته ورسېد او په ځیني میاشتو کې دا شمېره صفر ته ورسېده. له دې وروسته وو چې طالب چارواکو د داعش د له منځه تللو اعلان وکړ.

په روان میاشت (مهر/میزان) کې داعش وتوانید چې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر ځواکونو په درېیو بریدونو او د اهل تشیع پر ضد په یوه خونړي ځانمرګي برید سره یو ځل بیا خپل ځواک وښيي. اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د داعش وضعیت څه ډول دی؟ که لکه څنګه چې طالب چارواکو په وار وار ویلي، داعش له منځه تللی وي، دا بریدونه باید څنګه تفسیر شي؟ د حقیقت پلټنه دا غواړي چې په افغانستان کې د داعش د وضعیت د تشریح کولو لپاره باید ټول احتمالي سناریوګانې په پام کې ونیول شي. د دې هدف لپاره، درې سناریوګانې مطرح کیدای شي، او د دې سناریوګانو توضیحات په لاندې ډول دي.

د داعش د ځپلو سناریو

داعش د خلافت د جوړولو په ادعا سره د طالبانو د حکومت لپاره جدي سیال ګڼل کیږي او طبیعي خبره ده چې د طالبانو هوډ دا وي چې دغه ډله په بشپړه توګه له منځه یوسي. هغه فرضیې چې د جمهوریت له دورې راهیسې مطرح شوې وې چې ګواکې طالبان او داعش همکاران دي د جمهوري غوښتونکو چارواکو هڅې د ځانګړو سیاسي اهدافو لپاره وې. دا باید ومنو چې طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو راهیسې له دغې ډلې سره سخته جګړه پیل کړه او د واک تر لاسه کولو وروسته یې د داعش پر وړاندې چې موخه یې د طالبانو واکمني لپاره د ګواښ رامنځته کول وه، بې رحمانه جګړه پیل کړه او د دغې ډلې په بشپړه توګه له منځه وړلو طریقه ئې خپل په اجنډا کې ونیول.

له همدې امله، د داعش د ځپلو سناریو کیدای شي د یوه جدي سناریو په ډول مطرح شي. د دې سناریو په کټه ځیني شواهد شتون لري؛ په تېر کال کې د داعش د بریدونو کموالی، د داعش د څو مهمو او عملیاتي مشرانو وژل کېدل او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دغې ډلې د مرکزونو کشف او له منځه وړل په دې برخه کې تفسیر کېدای شي. همدارنګه په سوريه او عراق کې د داعش ځپل د خراسان د داعش پر فعاليت مستقيم اغېز درلود او د دغې ډلې مالي سرچينې تر افغانستان پورې محدودې شوې او کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دغه مالي سرچينې هم له منځه ولاړې.

د داعش د ستراتیژیک چوپتیا سناریو

یوه سیاله سناریو چې پورته سناریو ته په کتو سره وړاندي کیدی شي دا ده چې د داعش ډله د ثناءالله غفاري په نوم د یو هوښیار کس په مشرۍ چې په خپل کارنامه کې د طالبانو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو غړیتوب لری، د طالبانو د بې رحمه بریدونو په وړاندې د چوپتیا استراتیژي غوره کړې تر څو د طالبانو د بریدونو څخه په امان کې وي. پر دغه بنسټ، داعش د خپل چوپتیا پر مهال د ګڼو بریدونو او کمو لاسته راوړنو پر ځای دوې تګلارې غوره کړې؛ لومړی، په سوشل مډیا(مجازي فضا) کې د ځواک د ګمارني او جذب لپاره تبلیغ او دویم، محدود مګر شروشور لرونکي بریدونه.

پر دغه اساس، په تېر کال کې په بېلابېلو ژبو د داعش د تبلیغاتو زیاتوالی او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو وژل کېدل، لکه د بلخ د والي وژنه او د اهل تشیع پر مرکزونو باندی برید د دغه سناریو په تړاو د ارزولو قابلیت لری. له همدې امله د داعش د ستراتیژیک چوپتیا سناریو هم په خپل ځای د وړاندي کېدلو قابلیت لری.

په بلخ کې د طالبانو والي مولوي محمد داوود مزمل د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

یوه ژوندۍ مګر ضعیفه سناریو

دا سناریو د پورته دوو سناریوګانو ترکیب ګڼل کیدای شي. د دې سناریو له مخې، د داعش خراسان ډله د طالبانو د پرله پسې بریدونو په پایله کې کمزورې شوې، خو په افغانستان کې د دغې ډلې څه باندې څلور زره ځواکونه چې په پټو خونو او ځاینو کې اوسیږي لا تر اوسه پاتې دي. د امریکا د استخباراتو ټولنه په وروستۍ تولګه کې دې نتیجې ته رسېدلې چې د داعش پر وړاندې د طالبانو بریدونه اغېزمن واقع شوي او دا ډله کمزورې شوې ده. له دې سره سره د خراسان داعش د ځان د ژوندي ښودلو او د خپل وجود د ثابتولو لپاره وخت په وخت په ډېر شروشور لرونکې بریدونو لاس پوري کوي. په رسنیو کې د دې بریدونو انعکاس د داعش په ګټه داسي روایت شوي چې دا ډله فعاله ده او دویمه سناریو یې د باور وړ ګرځولې ده. خو هغه څه چې دویمه سناریو تضعیف کوي دا دی چې طالبان به د داعش پر وړاندې خپل بې رحمانه بریدونه د دې ډلې د طالبانو حاکمیت ته د ګواښونو له امله هیڅکله نه پریږدي، او که داعش د دې وخت په تمه وي چې د چوپتیا پالیسي پریږدي، د اوسنې لړلید په نظر کې نیولو سره به دا وخت هیڅکله رانسي.

پایله
د طالبانو د حکومت او د سیمې او حتی د سیمې بهر د هېوادونو پر وړاندې د داعش ګواښ ته په پام سره، د خراسان د داعش د څرنګوالي په اړه یو واقع کتونکي درک کول اړین دي. که څه هم د طالبانو حکومت په تبلیغاتي اړخ کې د داعش په ځپلو ټینګار کوي، خو د دغې ډلې کله ناکله بریدونه، په تېره بیا د شیعه ټولنې په څېر مهمو اهدافو باندې، له دغې ترهګرې ډلې سره رښتینې چلند ته اړتیا لري. د دریو سناریوګانو په منځ کې، دریمه سناریو، چې د داعش کمزورې ژوند ته اشاره کوي، واقعیت ته نږدې ښکاري. د طالبانو حکومت او د سیمې هېوادونو ته لازمه ده چې له افغانستان څخه د داعش د بشپړ له منځه وړلو لپاره نیږدې همکاری ولري او له افغانستان څخه دغه مهمه اندېښنه په بشپړه توګه له منځه یوسي. په دې برخه کې هر ډول غفلت او بې پروايي په افغانستان کې د داعش د بیا را ژوندي کېدو لامل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې