شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د چورلکې د سقوط د یوې دردونکې هوایي پیښې وروسته د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د هغه د پلاوي په شمول د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دندې پر مهال شهیدان شول. د ایران د اساسي قانون له مخې په دغه هېواد کې به ډېر ژر ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي او یو نوی کس به د دغه هېواد د اجرائیوي څانګې مشري په غاړه واخلي. دې مسئلې ته په پام سره، د شهید رئیسي او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر شهید حسین امیرعبداللهیان نه شتون به د افغانستان په اړه د ایران پر بهرنۍ پالیسۍ څه اغیز ولري؟

د طالبانو حکومت په داسې وخت کې واک ته ورسېد چې شهید رئیسي او شهید امیرعبداللهیان د ایران د حکومت او بهرنۍ سیاست مشري کوله. دواړه شهیدان د افغانستان د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې د افغانستان د تحولاتو او د ایران او افغانستان د اړیکو په اړه ژور درک او پېژندنه درلود او د همدې پوهې پر بنسټ یې د افغانستان په اړه د ایران سیاستونه اداره کول. په یو تحلیلي نظر سره باید ووایو چې دغو دوو شهیدانو د افغانستان په اړه د ایران په سیاست کې بنسټیز رول او دریځ درلود.

په همدې حال کې د نورو ایراني چارواکو د رول ترڅنګ چې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره یې په مستقیم ډول اړیکه درلودل، باید ومنو چې له طالبانو سره د ایران د اړیکو په څرنګوالي کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د شهید حسین امیرعبداللهیان رول خورا اغېزمن و. د پلویتوب له نظر پرته باید دا ومنو چې شهید امیرعبداللهیان د طالبانو د کابو درې کلنې واکمنۍ په موده کې په افغانستان کې یې خپل سیاسي درایت او کارپوهنه وښودل.

که څه هم د بهرنۍ پالیسۍ په ډګر کې د ایران سیاست پیچلی دی، خو د بهرنیو چارو وزارت او شخصاً د بهرنیو چارو وزیر دواړه د پالیسي جوړونکي او اجرایوي په توګه د ایران په بهرنۍ پالیسي کې ځانګړی او اغېزناک دریځ لري او له همدې نظره د افغانستان په برخه کې د ایران د بهرني سیاست د مشر په توګه د شهید امیرعبداللهیان رول د پام او څېړنې وړ دي. سیاسي علوم هم په نظام کې د یو شخص رول مهم ګڼي.

شهید امیرعبداللهیان د ایران د سیمه ایز سیاست په چوکاټ کې په سیمه ایز انسجام او اتحاد کې د کړکیچ د یوه مرکز په توګه د افغانستان له رول څخه ښه خبر وو او په همدې اساس یې له د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د سیمې د هیوادونو د ګډ تعامل او په سیمه کې د افغانستان د ادغام لپاره د بنسټیزو لارو د لټولو پر لور حرکت وکړ. دي. د افغانستان غیر سیمه ییزتوب (د سیمې له انحصاره وتل او له سیمې باندې هیوادونو سره اړیکې) په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد پر وړاندې د ګواښونو پر رامنځته کولو سربېره د سیمې هېوادونه هم له ګواښ سره مخ کړي وو. له همدې امله د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون ډېر ګاونډیان هڅه کوي چې نوی افغانستان د سیمه ییزېزم پر لور بوځي او په دې برخه کې د شهید امیرعبداللهیان با تدبیره او دقیق هڅې د ستایلو وړ دي. د دغو هڅو په پایله کې افغانستان اوس په سیمه کې د ادغام پر لور روان دی.

د ګاونډیتوب پالیسي د رئیسي د حکومت له مهمو ستراتیژیو څخه وه، چې په دې پالیسۍ کې د بهرنیو چارو وزارت او امیرعبداللهیان مرکزي رول درلود. په حقیقي او منصفانه نظر سره ویلای شو چې په دې لنډه موده کې دې سیاست مثبتې پایلې لرلې دي. د افغانستان په اړه د دې پالیسي په اړه د طالبانو د حکومت له خوا هم هرکلی وشو، چې د ایران په اړه د دې حکومت لوی سیاستونه پر ایران باندی د دغه ګاونډي د اعتماد او باور ښکارندويي کوي. له افغانستان سره د ګاونډيتوب د پاليسۍ په برخه کې د ايران د اهدافو د برياليتوب په اړه څه ويل لا له وخته مخکې دي، خو د ايران په وړاندې د طالبانو د حکومت لېوالتيا او د ځينو کړکېچونو د هواري لپاره د هغه هڅې يو مثبت لیدلورې وړاندې کوي.

د شهید امیرعبداللهیان تر مدیریت لاندې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د دستګاه او د افغانستان د حوزې اړوند د ایران د نورو اغېزمنو بنسټونو ترمنځ همغږي او یووالی رامنځته شو. د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د ټاکلو پر مهال داسې ګونګوسې موجودې وې چې ښايي د دغه اجرائيه چارواکي او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات موجود وي، خو له دریو کلونو وروسته د کار پایلې ښيي چې شهید امیرعبداللهیان په خپل ښه مدیریت سره په دې وتوانید چې د ایران د بهرنۍ سیاست د چمتو کولو څخه یو مثبت کړنلیک او مثبته څېره وړاندې کړي. د همدغو هڅو په پایله کې نن ایران په افغانستان کې د یو اغېز لرونکي او محوري هیواد په توګه خپل پخواني رول ته راستون شوی دی.

د يادو ټکو له مخې، د شهيد حسين اميرعبداللهیان نشتون د افغانستان په اړه د ايران په بهرنۍ تګلاره کې اغېزمن تمامېدای شي. باید وکتل شي چې د ایران د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته به څوک او له کوم لید سره د ایران د اجرائیوي څانګې مشر وی او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د راتلونکی وزیر لید او نظر به څه وي. که څه هم د افغانستان او د طالبانو د حکومت په اړه د ایران ستره بهرنۍ پالیسي به بدله نه شي، خو لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، په نظام کې د شخص رول اغېزمن دی.

په ټولیزه توګه د افغانستان وضعیت په اوسنیو شرایطو کې خورا حساس دی او شهید رئیسی او امیرعبداللهیان دا حساسیت ښه درک کړی او د همدې درک پر بنسټ یې حساب شوی او دقیق سیاستونه پلی کړل. د رسنیو له احساساتو او ګډوډۍ پرته، سید ابراهیم رئیسي د ولسمشر په توګه او حسین امیرعبداللهیان د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه د افغانستان په ګډون د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د ډګر په ډېرو برخو کې یو مثبت کړنلیک پریښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې