یکشنبه 27/ 3 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور سره په قطر کې جوړه شي. په همدې خاطر د بېلا بېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا د ديپلوماتيکو فعاليتونو نوی پړاو پيل شوی دی. د افغان کارپوهانو له نظره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو (یوناما) د ځانګړي استازي د مشرې رزا اوتونبایوا له یو شمېر ایراني چارواکو سره لیدنې، هند ته د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سفر، د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ازبکستان د چارواکو او د چین د سفیر لیدنې، د دوحې د غونډې په تړاو او په هغه پوری مربوط دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول او فعالیت ته په کتو سره ویلای شو چې که څه هم دغه سازمان په افغانستان کې د نیمې پېړۍ د تحولاتو په ترڅ کې په مستقیمه توګه د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه حضور درلود، خو په دې موده کې په افغانستان کې د سیاسي شخړې په اړه د هغه په کارنامه کې هېڅ رغنده پلان او نوښت شتون نلري. د بېلګې په توګه، په قطر کې د جمهوري نظام او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې ملګري ملتونه په بشپړه توګه پر شا وو، په داسې حال کې چې د هغه څخه د یوه فعال او نوښتګر لوبغاړي تمه کیده.

رزا اوتانبایوا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه ییزو فعالانو د بېلابېلو دریځونو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړه.

په دې وضاحت سره دا پوښتنه راپورته کیږي چې ولې ملګري ملتونه اوس د رول لوبولو په حال کې دی او په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په لومړۍ او دویمه غونډه کې د دغه سازمان د ناکامۍ لامل څه و؟

د افغانستان د تحولاتو په تړاو د ملګرو ملتونو د بیا فعالېدو په اړه د افغانستان د مسایلو کارپوهانو بېلابېلې فرضیې وړاندې کړې دي، خو غالبه فرضیه دا ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د امریکا د استبدادي سیاستونو د عملي کېدو لپاره د یو وسلې او ابزار رول لوبولی او د ملګرو ملتونو د سازمان د لومړۍ او دوهمې ناستې د ناکامۍ لامل د هغه همدغه ابزاري او وسله ییز رول وو. له بلې خوا د شواهدو له مخې، د امریکا حکومت نور د افغانستان او سیمې د خلکو په عامه افکارو کې د منلو وړ نه دی او هیڅ مقبولیت نلری او له همدې امله واشنګټن د سیمې د هیوادونو سره د رقابت لپاره هڅه کوي چې په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې خپل سیاستونه په رقابتي ډول پرمخ بوځي. په دې نظر کې، ملګري ملتونه، د یوې NGO په توګه، په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو پالیسیو اجرا کوونکی دی.

په دې چلند سره هغه څه چې د افغانستان د سترو تحولاتو په تړاو د ملګرو ملتونو د رول او کړنو د ناکامۍ لامل شوی، دا دی چې دغه سازمان نه دی توانېدلی چې د سړې جګړې د دورې له رول او ډیپلوماسۍ څخه ځان خلاص کړي څو د اوسني وخت د غوښتنو او واقعیتونو په بڼه کې خپل رول ولوبوی.

د سیمه ایز نظم رامینځته کیدل او د امریکا د استبدادي او تسلطي قدرت په مقابل کې د سیمه ایزو قدرتونو د رول او ګډو ګټو رامینځته کیدل د اوسني وخت یو له واقعیتونو څخه دی. دا نه انکار کیدونکی حقیقت د دې غوښتنه لری چې د افغانستان د تحولاتو په اړه په هر ډول پلان او نوښت کې د غرب او امریکا د غوښتنو په تناسب د سیمې د هیوادونو دریځ او مشروع غوښتنې په پام کې ونیول شي.
د سیمې د هېوادونو د چارواکو او بنسټونو څرګندونې او بیانیې ښيي چې د افغانستان په اړه یو سیمه ییز محور رامنځته شوی او دغه سیمه ییز محور په هغه صورت کې د ملګرو ملتونو د نوښت ملاتړ کوي چې لومړی دا نوښت روښانه منطق او کړنلاره ولري، او دوهم، دا د سیمې د هیوادونو د ګډو خبرو اترو سره مطابق وی.

د دوحې په تېرو دوو ناستو کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو میکانیزم او لیدلوری، په تېره بیا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په برخه کې، د کار څرګندتیا او د توقع وړ منطق او روڼوالی نه دی درلودلی. که د سیمې او افغانستان د تحولاتو په اړه د ملګرو ملتونو د دیپلوماسۍ د چلند خپلواکي او منطق ټینګ او ځواکمن نه شي، نو امکان نه لري چې د سیمې هېوادونه د دوحې په دریمه غونډه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د افغانستان د لویې معادلې د سپارلو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. په دې صورت کې، ډیر احتمال شته چې پروسه به په موجود خنډ کې پاتې شي. باید وکتل شي چې ایا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې غونډې د کوربه په توګه به وکولای شي له دغه کړکېچ څخه د وتلو لپاره کوم اقدام وکړي او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *