یکشنبه 27/ 3 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په سیمه کې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره، د افغانستان په ګډون د سیمې د تحولاتو په اړه د ایران د پخواني ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر رول او دریځ په ښه توګه درک کولای شو. د سید ابراهیم رئیسي او ډاکټر حسین امیرعبداللهیان د شهادت په مناسبت د سیمې د مشرانو د پیغامونو د محتوا تحلیل هم د سیمې د تحولاتو په اړه د سیمه ایز محور په جوړولو کې د دوی د مهم او مرکزي رول څرګندونه کوي.

د معنا پېژندنې له نظره، د شهیدان رئیسي او امیرعبداللهیان د کار په اړه د سیمې د هېوادونو د مشرانو په پیغامونو کې د ځینو مهمو مفاهیمو او کلیمو کارول لکه “د اعتماد وړ ملګری”، “د اعتماد وړ شریک”، “ستراتیژیک همکار”، “د سیمه ییزو اړیکو په جوړولو کې تلپاتې هڅې”، یوازې ستاینه نه ده، بلکې په ښکاره ډول د یوه داسې سیمه ییز میکانیزم رامنځته کول دي، چې په نسبي ډول بې سارې ښکاري.

کله چې د شهید رئیسي او شهید امیرعبداللهیان د د لاسه ورکولو په اړه د سیمې د هیوادونو چلند په جدي توګه په پام کې ونیول شي، دغه نظري تګلاره به د سیمې او نړۍ په تحولاتو کې د سیمه ییز محور لیدلوری لا زیات ارزښتمن او د فکر وړ کړي. په دې لړ کښې د سیمې د ځینو هیوادونو لخوا د عامه ماتم اعلان په سیمه ایزو او د سیمې باندی په ابعادو کښې د رئیسي د حکومت د دیپلوماتیکو هلو ځلو د پام وړ نښې او پایلې دي.

د رئیسي د دولت په وخت کښې د ایران په بهرنۍ پالیسي کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یوه سیمه ییز او با معنی بهیر د جوړولو هڅې په دوو بڼو «سیمه ایز اجماع» او « د ګاونډیتوب پالیسي» مطرح شوې وو. د وخت له لحاظه د رئیسي د حکومت جوړېدل نه یوازې دا چې په افغانستان کې د سترو سیاسي تحولاتو له رامنځته کېدو سره یوځای وو، بلکې له افغانستان سره د ایران د ستراتیژیک او بنسټیز سیاست اصل هم جوړ شو.

د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال د ایران او افغانستان تر منځ یو ډول دښمني او څو اړخیزه تګلاره موجوده وه، خو د طالبانو د دویم حکومت او د سید ابراهیم رئیسي د بهرني سیاست په پیل کې د ایران او افغانستان تر منځ یوه واحده او بنسټیزه تګلاره جوړه شوه. د لومړي ځل لپاره په دې کچه د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي ټاکل؛ پر همدا خبره دلالت کوي. دا تګلاره اغېزمنه واقع شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل سیاسي باور د رامنځته کېدو لامل شوه.

سید ابراهیم رئیسي او حسین امیرعبداللهیان د خدمت پر مهال د چورلکې د سقوط په پېښه کې شهیدان شول.

دې ستراتیژۍ خپل کارکردګۍ او سیاسي پایلې درلودلې، چې د افغانستان په اړه د رئیسي د حکومت د بهرنۍ تګلارې تر ټولو اغېزمنې لاسته راوړنې بلل کېدای شي. د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو مدیریت او حل یو له دغو لاسته راوړنو څخه دی. د دې لاسته راوړنې اهمیت هغه وخت درک کیدای شي چې د طالبانو د حکومت او د طالبانو د اصلي ملاتړي په توګه د پاکستان د حکومت تر منځ د سرحدي تاو تریخوالي دوام ته وکتل شي.

د اوبو د کړکېچ له امله رامنځته شوې ستونزې له دوو لسیزو راهیسې د ایران او افغانستان پر دیپلوماتیکو اړیکو سیوری غوړولی دی. د رئیسي دولت د «له ګاونډیانو سره د کړکېچ څخه ډډه»پالیسې پر بنسټ، بهرنۍ تګلاره؛ د طالبانو له سرپرست حکومت سره د یوې معقولې او غیرې کړکېچنې تګلارې د خپلولو لامل شو. په عین حال کښې دغه هوښیار مدیریت د ایران د اوبو د حق د ساتلو بهیر په سمه لاره روان کړ او په دغه سیمه کښې یې د سیالو قدرتونو د لاسوهنې او ناوړه استفادې زمینه هم له منځه یوړل.

د رئیسي دولت دغه راز په افغانستان کې دتحولاتو په باب په سيمه ييزو سترو پريکړو کې د ايران رول پياوړى او تثبیت کړ. په سیمه ایزو غونډو کې فعال ګډون، د “سیمه ایز تماس ډلې” د جوړولو وړاندیز او په افغانستان کې د تحولاتو په اړه د سیمه ایز محور په جوړولو کې مرسته کول، په ځانګړې توګه د دوحې اوسنۍ ناسته چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب چې په دې میدان کښې د لوېدیځو لوبغاړو د ننوتلو لپاره د نوي پلان جوړولو لپاره جوړیږي، د رئیسي د دولت له هغو کړنو څخه دي چې د افغانستان په تحولاتو کې یې د ایران دریځ د یو مهم لوبغاړي په توګه پیاوړی کړی دی.

د رئیسي حکومت د سیاسي کړنو ترڅنګ، د نړیوال بانک د راپورونو په استناد سره، له شته خنډونو سره سره او په دوامدار کوښښ سره، له ایران څخه یې د طالبانو د حکومت لومړی اقتصادي ملګری جوړ کړ. همدا راز د پرله پسې تعقیبونو په پایله کې د خواف – هرات د ریل پټلۍ نیمګړې پروژه پایته ورسیده او د افغانستان ترانزیتي مالونه د ایران له لارې ترکیې ته واستول شو. چابهار بندر ته د افغانستان د لاسرسي لپاره خبرې اترې د پخوا په پرتله په جدي توګه تعقیب شوې او د افغانستان او ایران ترمنځ د تړونونو د لاسلیک کیدو لامل شو.

د ولسمشر رئیسي د ژوند په اوږدو کې ایران تر بل هر هېواد زیات د افغانانو تر څنګ ولاړ وو او له ټولو امکاناتو څخه یې د افغانانو د همکارۍ او ملاتړ لپاره کار واخیست. په داسې حال کې چې ایران د امریکا او اروپا له ظالمانه بندیزونو سره لاس او ګریوان دی، د جمهوریت له سقوط وروسته یې د ځینو ګاونډیو هېوادونو په څېر د کډوالو پر مخ خپلې پولې ونه تړلې او یو ځل بیا یې د افغانستان له خلکو سره خپله ورورولي ثابته کړه.

د ایران د ولسمشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو د پوه وزیر نشتوالی نه یوازې د ایران لپاره یوه ضایعه ده، بلکې د دغه تفکر او مدیریت خلا د افغانستان او سیمه ییزو همکاریو په ډګر کې هم محسوسېدای شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *