یکشنبه 27/ 3 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په دې وروستیو ورځو کې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو اقدام د افغانستان په تړاو د خبرونو په سر کې ځای نیولي. درېیو جګپوړو روسي چارواکو په دې اړه خبرې وکړې، خو تاشکند ته د خپل سفر پر مهال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې د دې پیښې خبري پوښښ زیات کړ او دې موضوع ته د رسنیو د لا زیاتې پاملرنې لامل شو.

د افغانستان په اړه د کرملین سیاست له پورته او ښکته کیدو سره مخ ده. يو وخت شوروي اتحاد د افغانستان په اشغالولو سره پر افغانستان باندې بشپړه واکمني درلوده، خو د افغان مجاهدينو د مقاومت په پايله کې یې ماتې وخوړه او له دې هېواده ووتل. مسکو د افغانستان په وړاندې له یوې مودې بې تفاوته کېدو وروسته یو ځل بیا د طالبانو د رژیم پر مهال په افغانستان کې د لوبې یو مهم اړخ وګرځېد، خو د جمهوریت پر مهال په افغانستان کې د امریکا د حضور له امله د افغانستان په صحنه کې یو کمځواکه او ضعیف لوبغاړی شو.

د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان په صحنه کې د ځواکمنو لوبغاړو نه شتون او په ځانګړې توګه د اوکراین د جګړې پایلې یو ځل بیا یې روسیه د افغانستان صحنې ته راستون کړ. روسیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو له دوه لسیزه درانه حضور څخه په دې پوه شوې، چې د افغانستان صحنه له امنیتي او جیوپولیټیکي پلوه د مسکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او له همدې امله یې په کلک هوډ سره په افغانستان کې د سیاستونو عملي کول پیل کړی دی څو د غرب په محور کې د افغانستان د بیا جذبېدلو مخه ونیسي.

که څه هم د طالبانو ډله د امریکا او د هغه د ناټو د متحدینو له ماتې سره په دې وتوانېده چې په افغانستان کې واک په لاسته راوړي او حکومت جوړ کړي، خو حکومتولۍ د یوې وسله والې ډلې له مدیریت سره توپیر لري. امریکا د دې حقیقت په درک کولو سره؛ نوې هڅې پیل کړې چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه په ځان پوری محتاج کړي، څو د افغانستان جیوپولیټک له لاسه ورنکړي. اوس مهال د امريکا د دغو هڅو چينل د ملګرو ملتونو د سازمان په کوربه توب د دوحې خبرې اترې دي، چې تر اوسه د دغو خبرو اترو دوه پړاوونه ترسره شوي او ښایې درېيم پړاو يې د سرطان په لسمه ترسره شي.

د دوحې خبرې اترې، چې د دوحې درېیمه ناسته بلل کېږي، یوه حساس پړاو ته رسېدلې او د ملګرو ملتونو سازمان او د قطر هېواد په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون لپاره د حکومت د قانع کولو لپاره ځانګړې هڅې کړې دي. د طالبانو حکومت چې د دوحې په دویمه ناسته کې یې له ګډون څخه ډډه کړی وو، اوس منلې چې دې غونډې ته خپل استازي ولېږلی او دا د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د غربي محور د هڅو د پیل ټکی بلل کېدای شي.

د افغانستان حساس جیوپولیټیک موقعیت په تېرو څو پېړیو کې دغه هېواد د لویو قدرتونو د لوبې په ډګر بدل کړی دی. “لویه لوبه” چې د لوی بریتانیا او د تزاري روسیې ترمنځ سیالي وه په دې جغرافیه کې رامینځته شوه. د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د نړۍ دوو قدرتونو (شوروي اتحاد او امریکا) یو ځل بیا په افغانستان کې د رقابت او سیالۍ هڅې وکړې. روسیه د دې کتنې ته په درک سره، افغانستان ته د امریکا او د هغه د متحدینو د راتګ په اړه اندېښمنه ده، څو د افغانستان له جغرافیې څخه د مسکو او د هغه په شاوخوا چاپېریال کې له دغه هیواد څخه د هغه د ګټو د فشار لاندی راوړلو لپاره کار وانخیستل شي.

په نولسمه پیړۍ کې د روسیې او بریتانیا ترمنځ سیالي؛ افغانستان د دې سترې لوبې یو له قربانیانو څخه و.

د روسیې تر اغېز لاندې منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان ګاونډیتوب، تر فشار لاندې د روسیې اقتصاد لپاره د شمال-جنوب دهلېز لپاره د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او ځینی احتمالي امنیتي ګواښونه چې ښايي افغانستان ته د غرب په راتګ سره فعاله شي، د روسیې له اندېښنو څخه دي. له همدې امله، مسکو هڅه کوي د طالبانو حکومت ته د امتیازاتو په ورکولو سره، کابل دې ته وهڅوي چې خپل اوسني وضعیت وساتي، یعنی له غرب څخه لیرې پاتې شي.

اوس مهال له اقتصادي فشارونو څخه خلاصون او نړیوال رسمیت پېژندنه د طالبانو د حکومت دوه مهم لومړیتوبونه دي. روسیه هڅه کړې چې د طالبانو د حکومت دغو دوو غوښتنو ته په درېیو لارو ځواب ووایي؛ په خپلواکه توګه (سیاسي تعاملات او دوه اړخیز تړونونه)، د منځنۍ آسیا او د قفقاز د متحدینو په مرسته (تعامل ته هڅول او له کابل سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي تړونونو لاسلیک کول) او د سیمه ایزې همغږۍ له لارې (د مسکو بڼه). د مسکو وروستی اقدام یعنی د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم ایستل هم باید د روسیې له خوا د طالبانو حکومت ته د امتیازاتو ورکولو په برخه کې یو مهم ګام وګڼل شي، څو بیا د غرب لاسته ورنه شي.

یو شمېر روسي کارپوهان د مسکو دا اقدام یعنی د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم ایستل د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره یوه مقدمه ګڼي. روسیه په دې کار سره هڅه کوي چې د طالبانو حکومت تشویق او دې ته وهڅوي چې د غرب په وړاندې ودریږي او کابل په دې پوه کړي چې د دغه حکومت په رسمیت پیژندل د غربي هیوادونو له لارې نه تیریږي. د مسکو له دې ټولو اقداماتو سره سره باید یادونه وشي چې روسیه یو ګام په ګام سیاست او تګلاره خپله کړې ده ځکه چې لا تر اوسه په بشپړه توګه ډاډمنه نه ده چې د طالبانو حکومت به د روسیې او سیمې له خوا تمه کېدونکي لوري ته حرکت وکړي او که نه؟ او همدارنګه طالبانو د یو ټول شمول حکومت د جوړولو په څیر د سیمې له خوا ځینې وړاندیز شوي شرطونه یې هم نه دی پلی کړي.

په ټولیزه توګه په خلص ډول ویلای شو چې له غرب سره په شدید ډول ښکېل روسیه د افغانستان په اړه د خپل نړیوالو ستراتیژیو په چوکاټ کې، هڅه کوي چې دغه هیواد په خپل محور او د ختیځو هیوادونو په محور کې وساتي، روسیه په دې برخه کې حساب شوی او دقیق اقدامات په لاس کې لری چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم ایستل په دې برخه کې یو مهم ګام دی او په ورته وخت کې د ملګرتیا لپاره د طالبانو حکومت ته د پام وړ امتیاز هم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *