شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو څه باندې دوه کاله تیریږي. د افغانستان د خلکو سربیره چې وضعیت په اندیښمن ډول څاري، یو شمیر ناظران هم د دغه هیواد وضعیت څاري څو د طالبانو د حکومت کارکردګۍ وڅیړي . د دې کارکردګۍ په څیړلو سره ممکن د دې حکومت داخلي او بهرنۍ پالیسي او د هغه د تګ لاره وڅیړل شي او دې څیړنو ته په کتو سره د طالبانو د حکومت د لیدلوري انځور لاسته راوړل شي. د دې سريزي سره دا ياداښت دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کوي، چې په ١٤٠٢ کال کې د طالبانو د حکومت کړنلیک څه وه؟ او په تېر کال کې د سیاست، امنیت، اقتصاد او بهرنیو اړیکو په برخو کې د طالبانو د حکومت کارکردګۍ ته لنډه کتنه کوي.

سیاسي راپور کارت
په سیاسي ډګر کې د طالبانو په حکومت کې د تېر کال په څېر ډېر بدلونونه نه دي لیدل شوي. که څه هم طالب مشرانو د نظام ډول «اسلامي امارت» بللی دی، خو د اساسي قانون له لارې یې د هغه د تعریف او بنسټ جوړوني لپاره چې تمه یې په ۱۴۰۲ کال کې کېده کوم ګام نه دی پورته کړی. د اساسي قانون په نه شتون کې، دولتي بنسټونه د قانوني ملاتړ او تعریف پرته لاهم د مسؤلو اشخاصو لخوا اداره شول. همدارنګه طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره کوم ګام پورته نه کړ او سره له دې چې د ټول شموله حکومت جوړول د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه عنوان شوی، د طالبانو حکومت دې غوښتنې ته پام ونه کړ.

د حکومتدارۍ راپور کارت
په سیاسي ډګر کې د طالبانو د حکومت د نیمګړتیاوو او د نواقصو څخه ډک کارکردګۍ برعکس، طالبانو تېر کال د حکومتدارۍ او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ښه فعالیت درلودلی. د 1402 کال په اوږدو کې، د دولت اداري څانګي ښه همغږي ترلاسه کړه او خپل کارکردګۍ یې ښه کړي. په څانګو کې د متخصصینو د جذبولو هڅې وشوې او د وړتیا اصول د آزاد رقابت له لارې د پخوا په پرتله د اشخاصو په ګمارلو کې ډیر په پام کې ونیول شول. د ګړندي او سمو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د چارواکو او مأمورینو کنټرول او تقریبا له اداري فساد څخه پاک خدمات هم په 1402 کې د پام وړ و. د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو د شتون سره سره؛ د ښاري ښکلا، د ښار دننه د سړکونو او ترانسپورتي لویو لارو د ترمیم او رغولو، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د سوالګرو او کوڅو ماشومانو راټولول او د هغوی لپاره د حقوق/ معاشونو تخصیص او د ښار پاکولو په برخو کې د ستایني وړ اقدامات شوي.

د امنیتي راپور کارت
د امنیت په برخه کې د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې د تېر کال دریځ یې ساتلی، بلکې ځینی پرمختګونه یې هم کړی دی. د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د استخباراتو د ریاست د درې ګونو قواوو ترمنځ دندې جلا شوې. همدارنګه په 1402 کال کې حکومت په پوځي روزنیزو مرکزونو کې د غیر طالبانو د استخدام لپاره ډیرې هڅې وکړې. د دې ترڅنګ د طالب جنګیالیو د لارښونې او د هغوی د تنظیمي چلند د توجیه کولو لپاره هم اغیزمن اقدامات ترسره شوي. د بېلګې په توګه، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ټول کارکوونکي په دفترونو او پوځي مرکزونو کې د رسمي یونیفورم اغوستلو ته اړ شوي.

په پای کې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان صادرات د تیر کال په پرتله له لږ کمښت سره د پام وړ وو.

له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې د طالبانو د حکومت کارکردګۍ د بحث او څېړنی قابلیت لری. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې په ګډون د دولت وسله وال مخالفین نه دی توانېدلی چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ګواښونه رامنځته کړی. په عین حال کې، د داعش بریدونه کم شوي، خو د هغه د بریدونو کیفیتي کیدل نه شو ردولای. په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د حکومت پر ضد د مقاومت د جبهې بریدونه په کمیت او یا کیفیتي لحاظ زیات نه شول او پرمختګ ېې ونکړل، چې د دې جبهې د کمزورتیا په څنګ کې د طالبانو د حکومت کارکردګۍ هم د هغه د کمزورتیا سبب شول.

د اقتصادي راپور کارت
د اقتصاد په برخه کې د طالبانو د حکومت راپور کارت له مثبتو او کمزورو ټکو سره مل وو. په 1402 کې، د طالبانو حکومت اقتصاد ته ځانګړې پاملرنه وکړه. سږ کال د مالیاتو راټولول په ځانګړې توګه له ګمرکونو څخه په جدي توګه تعقیب شول، د قوش تیپې کانال د لومړي فاز د بشپړیدو سربیره، نورې پرمختیایي پروژې هم په کار اچول شوې دي. د سالنګ تونل د افغانستان د شمال او جنوب تر منځ د تر ټولو مهمې لارې په توګه په اساسي ډول رغول شوی او لوی اقتصادي قراردادونه لکه د ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج قرارداد له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی. په ۱۴۰۲ کال کې د اسعارو د تبادلې په برخه کې د هیواد د پولي واحد نرخ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ټینګ کړ او د ډالر په مقابل کې تر ۶۵ افغانیو پوری هم ورسېد، چې په تېرو شپږو کلونو کې یې ساری نه و.

خو سره له دې په دې هېواد کې بې وزلي د یوې جدي ګواښ په توګه د ټولو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی. د نړیوالو چارواکو د راپور له مخې، د افغانستان نیمايي نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. اقتصادي ګواښونه؛ کورنۍ، ښځې او ماشومان اړ کړي چې د ژوند لپاره کار وکړي. له بلې خوا، د کافي کاري فرصتونو نشتوالی د بیکارۍ د زیاتوالي لامل شوی دی. په ۱۴۰۲ کال کې د افغان مهاجرو اخراج او راستنیدل په دغه هیواد کې د بیکارۍ کچه لوړه کړه او په دغه هیواد کې اقتصادي ستونزې یې لاپسې زیاتې کړې.

د بهرنۍ پالیسۍ راپور کارت
د بهرني سیاست په ډګر کې، د طالبانو حکومت یو بې طرفه او د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیب کړه. له دې سره سره چې د طالبانو حکومت په سیمه ایزو او نړیوالو شخړو کې بې طرفه دریځ خپل کړی، په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې سختې اعلامیې صادرې کړې او د فلسطین له خلکو سره څنګ په څنګ ودرېدل. د بهرنیو اړیکو په برخه کې د طالبانو د حکومت دوه ډوله ارزونه وړاندې کېدای شي. د بهرنیو اړیکو په لومړۍ ارزونه کې، د طالبانو حکومت د ډېر پرمختګ شاهد نه و او له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه یې د رسميت پېژنده ترلاسه نه کړه؛ خو په یوه بله ارزونه کې د طالبانو حکومت وتوانید چې په سیمه ایزه کچه د دفاکتو اړیکې (موقت او غیری رسمي ډیپلماټیک پېژندګلوی د سیاسي اړیکو لپاره) وضعیت ښه کړي تر هغه حده چې د چین ولسمشر په رسمي ډول د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه. همدارنګه د طالبانو د چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک سفرونه د پام وړ وو او د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا (لومړي وزیر) اقتصادي مرستیال ملا برادر د سیمې له دوو هېوادونو ترکیې او ایران ته سفر وکړل او د اقتصاد په برخه کې ېې ځیني خبري اتری او موافقې تر سره شو.

ایران او ترکیې ته د ملا عبدالغني برادر سفر د طالبانو د حکومت په راپور کارت کې د پام وړ ټکی دی.

په ټولیز ډول سره له دې چې په ۱۴۰۲ کال کې په یادو برخو کې د طالبانو حکومت لاسته راوړنې او بریاوې لرلې، خو له سیاسي اړخه دغه حکومت ډېر پرمختګ نه دی کړی، دا ځکه چې د طالبانو حکومت د ښاریانو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړې په برخه کې یې مثبت حرکت نه دی کړی. تر څو چې د طالبانو حکومت په پورتنیو دوو برخو کې مثبت ګامونه پورته نه کړي، نورې لاسته راوړنې به یې د دغه عواملو تر سیوري لاندې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې