شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو د مشر اختریز پیغام د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې په اړه د طالبانو د حکومت د فکري چوکاټ د درک کولو لپاره تر ټولو ښه سرچینه ده او د دې پیغام په دقیقه څېړنه سره کولای شو پوه شو چې افغانستان به په کورني او بهرني اړخ کې کومي لوري ته حرکت وکړی. د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوی پیغام په اخلاقي نصیحتونو پیل شو او له هغه وروسته د داخلي سیاست، بهرنیو اړیکو، اقتصاد، امنیت، د شریعت تطبیق، ښوونه او روزنه او نورو مسایلو په اړه یې ځینو ټکو ته اشاره کړي. دا یاداښت د دې پیغام محتوا تحلیلوي.

کورني پالیسي او سیاست

د شرعي احکامو پلي کول
د طالبانو مشر د حکومت د جوړېدو موخه د اسلامي شریعت پلي کول بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان محکمې باید د شریعت پر اساس شرعي حدود او سزاګانې پلي کړي. کېدای شي د طالبانو د مشر د پیغام دغه برخه د طالبانو د حکومت له خوا د شریعت د نافذیدو په اړه د غربي هیوادونو د ځینو اعتراضونو په وړاندی غبرګون وی. د اعدام او شلاق(دوره) وهلو په شان د شرعي حدودو د نافذولو په اړه د غربي هېوادونو له اعتراضونو سره سره، د محاکمو له خوا د شرعي حدودو په نافذولو باندې د طالبانو د مشر ټينګار د دغو حدودو د عملي کولو لپاره د هغه هوډ څرګندوي. خو پر شته کړنلارې نیوکه دا ده چې د یو واحد قانون په نه شتون کې د اسلامي احکامو څخه تفسیربه رأی(په شخصي ډول د اسلامي احکامو تفسیرول او تطبیقول) ممکن واقع شی.

د علماوو شورا پراخول
د طالبانو مشر د افغانستان په ټولو ولسوالیو او ښارونو کې د علماو شورا د پراخولو هوډ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه شورا به د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د همکار په توګه فعالیت کوي. د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د علماوو د شورا دریځ تر اوسه په رسمي ډول نه دی معلوم، خو په ټولو ولسوالیو او ښارونو کې د دې شوراګانو پر پراخولو باندی د طالبانو د مشر ټینګار، د دوی مهم رول په ګوته کوي. خو د دغو شوراګانو پر جوړښت انتقادونه موجود دي، د بېلګې په توګه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې چی اهل تشیع په هغه کې ژوند کوی د طالبانو حکومت د شورا په جوړښت کې اهل سنت عالمان ټاکلي دي او د دغو شوراګانو په جوړښت کې حتی یو شیعه عالم هم نشته.

ښوونه او روزنه
د طالبانو د مشر په پيغام کې راغلي چې د پوهنې وزارت د ديني او رسمي زده کړو لپاره د افغانستان په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې ديني او علمي مرکزونه جوړ کړي دي. په دغه پیغام کې له کورنیو غوښتل شوي چې خپلو ماشومانو ته د دیني زده کړو فرصت برابر کړي. په دغه پیغام کې د نجونو د تعلیم په اړه څه نه دي ویل شوي چې دا د طالبانو د حکومت څخه داخلي او بهرنۍ غوښتنه ګڼل کیږي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کې یو له جدي خنډونو څخه ګڼل کیږي.

امنیت
د طالبانو د مشر د افغانستان له خلکو وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره لازم همکاري وکړي. د طالبانو د مشر د پیغام په یوه برخه کې ویل شوي، چې په ډېر زور او وژنې سره امنیت نه شي تامینیدای او باید له مناسبو لارو چارو څخه کار واخیستل شي. د طالبانو مشر د تیر کال د پیغام په خلاف چې په هغه کې یې مخالفین یاغیان بللي وو، په دغه پیغام کې داخلي مخالفينو ته کومه اشاره نه ده کړې. داسې درک کیدای شي چې د طالبانو مشر شاید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شمیر زیاتولو او د مخالفینو د وژلو د اوسنۍ پالیسۍ سره مخالف وي.

اقتصاد
د طالبانو د مشر ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د شرکتونو په جوړولو او د عامه ګټو د اقداماتو په ترسره کولو سره خلکو ته د “نفقه او روزي” زمینه برابره کړي. د طالبانو مشر د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د بهرنیانو څخه طمع ونلری او پر هغو تکیه ونه کړي. هغه زیاته کړه، بهرنیان د افغانانو د روزي د قطع کولو او بندولو توان نه لري. په ډېر احتمال سره د طالبانو د مشر د پیغام دغه برخه د طالبانو پر حکومت باندی د غرب د بندیزونو لګولو ته اشاره کړي وی. اقتصادي بحران د طالبانو د حکومت یو له مهمو ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

د نشه یي توکو د کښت مخنیوی
د طالبانو د مشر په خپل پيغام کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت د منع د فرمان له پلي کېدو څخه د رضایت او خوښي څرګندونه کړې ده. د يادونې وړ ده، چې افغانستان يو مهال په نړۍ کې د نشه يي توکو د کښت او توليد مرکز و، خو د طالبانو مشر د يو فرمان په صادرولو سره د نشه يي توکو کښت حرام اعلان کړ. د معتبرو نړیوالو مرکزونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت ۸۰ سلنه کم شوی دی. له دې سره سره، د سیمې د هېوادونو له خوا په ډاګه شوې نوې اندېښنه په افغانستان کې د صنعتي نشه یي توکو تولید دی، چې د طالبانو حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د داخلي اختلافاتو څخه مخنیوی
د طالبانو د مشر د داخلي یووالي پر ټینګښت او د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو پر مخنیوي جدي ټینګار کړی دی. نوموړي د خپل پیغام په یوه برخه کې ویلي چې زموږ دښمنان په انتظار دي چې لکه څرنګه چې د کمونیزم پر وړاندې د جهاد له بریا وروسته د مجاهدینو په منځ کې اختلاف رامنځته شو د هغوي په څېر د اسلامي امارت د چارواکو تر منځ هم اختلافات رامنځته شي، خو موږ ورته وایو چې ستاسو هیله به انشاالله پوره نه شي، بايد يادونه وشي چې د ځينو تحليلونو پر بنسټ د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف که څه هم تر اوسه په جدي توګه نه دی څرګند شوی، خو هغه خطر دی چې دغه حکومت ته ګواښ پېښوي. ښايي پر همدې اساس د طالبانو مشر د داخلي اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار کړی وي.

د سرپرست حکومت ځینو چارواکو د کورنیو مسایلو په اړه د طالبانو د مشر پر تګلارې ځینی نیوکې درلودلي دي.

بهرنۍ پالیسي

متوازن او د اقتصاد پر بنسټ پالیسي او سیاست
د طالبانو مشر د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د طالبانو د حکومت بهرنۍ پالیسي او سیاست “متوازن سیاست” او “د اقتصاد پر بنسټ ولاړ” سیاست عنوان کړی دی. د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره به د متوازنې او اقتصادې پالیسۍ په چوکاټ کې عمل وشی، او موږ د ښې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکو غوښتونکی یو. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر د طالبانو د حکومت د بهرنۍ تګلارې په جوړولو کې د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست اصطلاح او تعبیر کاروي. دا تګلاره د دې ښکارندويي کوي چې ښايي د اقتصاد او اقتصاد پر بنسټ د ډيپلوماسۍ موضوع د طالبانو د تصميم نيونکې مشرانو په دايره کې لازم دريځ غوره کړی او لازم ضرورت یې پیدا کړي وي.

ملا برادر باید د طالبانو د حکومت د اقتصاد محور بهرنۍ تګلارې د مخکښ ټکي په توګه وګڼل شي.

په بهرنیو اړیکو کې متقابل احترام
د طالبانو د مشر ویلي دي چې د طالبانو حکومت له هیوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې لري. هغه له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان حریم او عزت ته درناوی وکړي او د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې جوړې کړي. ډېر احتمال شته چې د طالبانو د مشر د پیغام دغه برخه د افغانستان پر ځینو مناطقو باندی د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې وی. د طالبانو حکومت د ګاونډیو او سیمې په منځ کې له پاکستان سره جدي کړکېچونه لري.

د فلسطین د بشپړ ملاتړ غوښتنه
د طالبانو د مشر د اسرائیلو د ظلم او تیري د پای ته رسولو لپاره د اسلامي هیوادونو او نړۍ د اقدام غوښتنه وکړه. ملا هبت الله اخندزاده له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د فلسطين له مسئلې څخه په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او د خپل توان په چوکاټ کې په يو غږ د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي. د طالبانو حکومت په تېر کال کې د اسرایلو پر وړاندې جدي او څرګند دریځ خپل کړی دی.

وروستۍ کلمه
په مجموعي ډول د طالبانو د مشر له نوي پیغام څخه دا نتیجه اخیستلای شو چې د طالبانو حکومت به په داخلي او خارجي اړخونو کې د تیرو دوو کلونو لاره تعقیب کړي. په دې لړ کې د طالبانو حکومت د بهرنیو اړیکو په برخه کې د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی او د دغو اړیکو بنسټ به اقتصاد وي. په دغه پيغام کې له امريکا او غرب سره په اړيکو کې هيڅ ماته منل او د ضعف ښکارندوینه نه ليدل کيږي او برعکس دا په ډاګه کوي چې د طالبانو مشر پر خپلو پخوانيو دريځونو ولاړ دی. خو د طالبانو د مشر په نوي پیغام کې د حکومت پر وړاندې ځینو لویو خنډونو ته چې د هغوی ریښه په ځینو داخلي غوښتنو کې دي، لازمه پاملرنه نه ده شوې چې د دغو غوښتنو په سر کې د نجونو تعلیم او د ټول شموله حکومت جوړېدل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې