شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو د حکومت د بهرنۍ تګلارې د بېلابېلو ابعادو په څېړلو کې یو له هغو اړخونو څخه چې د څارونکو تر نظر لاندې دی، د فلسطین مسئلې ته د دغه حکومت د چلند ډول دی. په افغانستان کې د دغې ډلې له جوړېدو راهیسې د فلسطین د خلکو له مقاومت او د غزې له جګړې سره د طالبانو د حکومت چلند په درېیو سطحو وېشل کېدای شي.

په لومړي سطحه کې د طالبانو مشرانو د یوه مذهبي عقیدې په توګه د بیت المقدس ملاتړ مطرح کړ. په دې مرحله کې د بیت المقدس په اړه د طالبانو د مشرانو له خبرو څخه د یو ډول نوسټالوژیک او تاریخي احساس مفهوم اخیستل کېدای شي. د کابل په یو مهم چوک کې د بیت المقدس د سمبول جوړول د همدې عاطفي او نوسټالوژیک احساساتو انعکاس وو.

په دویمه سطحه د طالبانو حکومت هڅه وکړه چې د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه ملاتړ د افغانانو په ټولنیز کلتور کې د دیني ارزښت په توګه معرفي او وارد کړي. په دې لړ کې په حقیقي او مجازي چاپېریال کې له فلسطین څخه د ملاتړ اعلان وشو، چې په افغاني ټولنه کې د مناسب فضا او چوپړ له امله د خلکو لخوا ومنل شو او هرکلی یې وشو. د دې مرحلې پیل کیدای شي په ۱۴۰۲ کال کې د روژې مبارکه میاشت وګڼل شي.

په دریمه سطحه کې د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د اسرائیلي رژیم د ظالمانه جګړې له پیل سره، د طالبانو حکومت په خپل ټول توان سره د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره راوپاڅېد. د طالبانو د حکومت څرګندونې او بیانیې، د جديت او د هغوی په ملاتړ کې د ټینګښت او قاطعیت په اړه باید په خپل دریځ کې په جلا ډول بحث وشي.

د دې مقدمې په وړاندی کولو سره د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه د طالبانو د حکومت د ملاتړ پیغامونه او پایلې د بحث وړ دي.

د فلسطین په اړه د افغانستان د دریځ طبقه بندي
د فلسطین د مسئلې په اړه د حکومتونو د چلند د نښه کولو په اړه، یوه ویشونکي کرښه انځور شوې ده. د کرښې یوې غاړې ته غربي هیوادونه دي چې د صهیونیسټ رژیم له رامینځته کیدو څخه تراوسه پورې د بریتانیا او بیا د امریکا په مشرۍ د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې د دغه رژیم ملاتړ کوي. د کرښې بلې غاړې ته داسې هېوادونه هم شته چې په لومړیو کښې یې په خپل ټول توان سره د فلسطین ملاتړ کاوه خو په وروستیو کلونو کښې له صهیونیسټ رژیم سره دفاکتو (موقت او غیری رسمي ډیپلماټیک پېژندګلوی د سیاسي اړیکو لپاره) اړیکې ټینګې کړې.

د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ په برخه کې د طالبانو د حکومت چلند او نه ماتېدونکې هوډ او قاطعیت نه یوازې د هغو هېوادونو په منځ کې چې د فلسطین ملاتړ کوي، د طالبانو دریځ لوړ کړی، بلکې د غزې د خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په غندلو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان دریځ د هېوادونو د غوره دریځونو په کتار کې طبقه بندی کیدای شي. او د طالبانو حکومت د اسرائیلو د رژیم د مخالفانو له مخکښو څخه ګڼل کیدای شي.

د طالبانو د مخالفینو د روایت د ریښتنولي ارزونه
د طالبانو د حکومت پوځي او سیاسي مخالفین په افغانستان کې د طالبانو بریا او واکمني له امریکا سره د طالبانو د سیاسي معاملې په نتیجه کې تعبیروي. د طالبانو د حکومت مخالفین د دغه ډول روایت جوړوني سره هڅه کوي چې د طالبانو حکومت په نرم او رسنیز جنګ کې د خلکو په سترګو کې بد او ستونزمن کړی. د دې روایت مرکزي نښه په دې حقیقت متمرکزه ده چې د فلسطین لپاره د طالبانو ملاتړ د عامه افکارو د اړولو لپاره یو سیاسي تاکتیک دی. ځکه طالبان له امریکا سره د سیاسي معاملې د یوه طرف په توګه نه شي کولای چې د امریکا د متحد په توګه له اسرائیلو سره ستراتیژیک مخالفت وکړي.

خو د دې ادعا برعکس د تیر کال حقیقت ښیي چې د طالبانو حکومت له سیاسي خطر او درنو پایلو سره سره د اسرائیلو پر وړاندې په قاطع ډول ولاړ دي او د فلسطیني مقاومت څخه یې دفاع کړې ده. په داسې حال کې چې طالبان په دې پوهېدل چې دا ډول سیاسي چلند به د دغه نوي او د امریکا تر بندیزونو لاندې حکومت لپاره سختې پایلې ولري، خو د پایلو له اندېښنو پرته یې خپل صادقانه دریځ غوره کړ.

د ځینو متخصصینو د لومړنیو تحلیلونو ردول
د طالبانو د بیا حکومت کولو په اړه د تحولاتو او کتنو د ډولونو څېړنه ښيي چې یو شمېر سیاسي کارپوهان او د طالبانو مخالفین تر یوه حده د طالبانو په وړاندې ورته دریځ لري. دغه کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو له امریکا سره د یوه پیچلي او پټ سیاسي او امنیتي تعامل پر بنسټ پر افغانستان باندی واکمني ته رسېدلي دي. د دې نظر له مخې، د فلسطین له مقاومت څخه د طالبانو د حکومت مطلق او پریکنده ملاتړ او د امریکا د متحد په توګه د اسرائیلي رژیم پر وړاندې درېدل د دوحې د تړون له احکامو او مفاد سره سمون نه لري، ځکه طالبانو په دغه تړون کې ژمنې کړې دي د متحده ایالاتو ستراتیژیکو ګټو ته د زیان رسولو لپاره هیڅ اقدام و نه کړی.

په دې صورت کې، د طالبانو حکومت د امریکا له خوا د ټولو احتمالي خطرونو په منلو سره په عمل کې ثابته کړه چې د فلسطین د مقاومت په ملاتړ کې صادقانه عمل کوي او پر دې تحلیلونو باندی یې د باطلې کرښه وکښل.

د فلسطیني جنګیالیو د روحیې پیاوړی کول
د الاقصی د طوفان له شروع کیدو مخکې د فلسطین د مسئلې په اړه د طالب مشرانو دریځ، د حماس له مشرانو سره د ځینو طالب چارواکو ملاقات او په تېره بیا د غزې د جنګ له شروع کېدو وروسته د طالبانو د حکومت واضح دریځ، د طالبانو له حکومت او د فلسطیني جنګیالیو تر منځ د یو ډول عاطفي اړیکه د رامنځته کېدو سبب شو. دا ډول ارتباط په ریښتیني او مجازی فضا کې لیدل کیدای شي. په داسې زمانه کې چې فلسطیني ماشومان د قحطۍ له امله مړه کیږي، خو ځینې اسلامي هیوادونه لا هم د «ابراهیمي تړون» او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته زړه تړلې او هغه ته ژمن دي، فلسطیني جنګیالي د طالبانو له حکومت څخه دغه ډول صادقانه ملاتړ درک کړي او قدرداني ئې کوي.

د طالبانو د حکومتي چارواکو څخه ذبیح الله مجاهد د فلسطین د جهاد له مشرانو، اسماعیل هنیه سره ملاقات

د دغو څلورو مهمو او معنا داره پیغامونو تر څنګ د فلسطیني ولس له مقاومت څخه د طالبانو د حکومت ملاتړ د افغانستان پر عامه افکارو خورا مثبتې اغیزې لرلې، چې د دغه حکومت د بقا لپاره به اغیزمن تمام شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې