جمعه 5/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په متفقه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د ۲۷۲۷ پریکړه لیک په لړ کې تمدید کړ. هر کال د امنیت شورا په غونډه کې د دغې ادارې ماموریت ارزول کېږي او د فعالیت موده یې د بل کال لپاره غځول کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له نړۍ سره اړیکه او تعامل ته اړتیا لري او یوناما کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړي. د طالبانو د حکومت مخالفین هم په داسې حال کې د یوناما د فعالیتونو د غځولو هرکلی کوي، چې په تیرو دوو کلونو کې د دغه سازمان پر کړنو نیوکې کوي.

د افغانستان په تحولاتو کې د یوناما رول او ځای
یوناما په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک پر بنسټ په افغانستان کې کار پیل کړ. د دغه پريکړه ليک له مخې، په عین حال کې چې د دغه بنسټ د رامنځته کيدو په پيل کې د يوناما رول او دريځ روښانه او اغيزمن ترسیم شوى و، خو په عمل کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې لازم اغيزمنتيا نه ده ليدل شوې. د ښې حکومتدارۍ پياوړتيا، د بشري حقونو ساتنه، په وسله والو جګړو کې د ملکي وګړو ساتنه، د بشري مرستو لپاره همغږي، د افغانستان د ولس ملاتړ، ملي پخلاينه او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره هڅې په افغانستان کې د يوناما له مهمو دندو څخه تعریف شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ.

په هرصورت، د بیلابیلو ارزونو له مخې، یوناما ونه شواي کولی له خپل دې واک څخه کار واخلي او د ټاکل شوي ماموریت پر بنسټ خپل اساسي مسولیتونه ترسره کړي. په دې اړه، دوه عمومي نظرونه وړاندي شوي دي. د یوه نظر له مخې، د ځینو لاملونو له مخې د افغانستان په مهمو مسایلو کې د یوناما وړتیا او رول په تدریجي ډول کم شو او دا اجازه ور نه کړل شو چې د یوناما ماموریت لکه څنګه چې باید وي تحقق پیدا کړی. د یو بل نظر له مخې، سره له دې چې یوناما حقوقي او سازماني ملاتړ درلود، خو د سازماني ضعف له امله یې له دغه ظرفیت څخه ګټه پورته نه کړه.

د امریکا د سیاستنو څخه د یوناما اغېزمن کیدل
د دغو دوو نظرونو په مقابل کې، دریم نظر ښیي چې یوناما د خپل تاسیس راهیسې په افغانستان کې د امریکا د حضور او د امریکا د سفارت د یو اړخیزو لوبو تر سیوري لاندې وه. د یوناما چلند له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا له لویو لوبو سره د دې ادارې د تعقیب او موافقت ښکارندويي کوي. کله چې امریکا د افغانستان د پخواني حکومت څخه د هغه د سیاسي اپوزیسیون په مقابل کې ملاتړ وکړ، یوناما هم ورته رول او کړنلاره ادا کړه. د همدې کړنلارې پر بنسټ، کله چې امریکا په افغانستان کې لویه معادله جوړه کړه او له طالبانو سره یې سیاسي تعامل او توافق وکړ، یوناما یوه معناداره چوپتیا غوره کړه. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د یوناما د جوړېدو فلسفه د افغانستان د خلکو ملاتړ او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅې وې.

د همدې نظریې پر بنسټ، دا مهال د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د یوناما پر فعالیت سختې نیوکې کوي. د روسیې او چین د استازو اعتراض د ۲۷۲۷ پرېکړه لیک پر مسودې دا و چې یوناما ملګرو ملتونو ته په خپلو راپورونو کې د افغانستان ټول حقایق نه په ډاګه کوي او یوازې په موردي ډول د یوې قضیې په اړه د بشري حقونو په مسئله کې هغه هم د امریکا د غوښتني او پالیسۍ پر اساس عمل کوی.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې د یوناما پر کړنو نیوکه وکړل.

له تېرو کلونو راهیسې له یوناما څخه د سیمې د هېوادونو تمه او غوښتنه دا ده چې د سیمه ییزې اجماع پر بنسټ، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه خپل ماموریت پر مخ یوسي. د دې معقولې غوښتنې سره سره، یوناما د افغانستان د لویو ستونزو او مسئلو د حل لپاره خپل حقوقي او سیاسي وجاهت او صلاحیت له لاسه ورکړی او په عملي توګه دهغه رتبه د یوه راپور ورکوونکي بنسټ په کچه راښکته شوی دی.

په تیرو دوو کلونو کې، د یوناما یوازینۍ جدي دنده په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپورونو چمتو کول دي. په ورته وخت کې، دا کار چې د څیړنې په برخه کې د پام وړ ساحوي کار دی، مګر بل څیړنيز موسسه هم کولای شی دغه وظیفه په کم لګښت سره ترسره کړي.

ښايي په همدغه دلیل د افغانستان د مهمو مسايلو په تړاو د يوناما د وجاهت او دريځ د دغه کمښت له امله، امريکا او متحدين يې هڅه کوي، چې پر ملګرو ملتونو د فشار په راوړلو سره د افغانستان د سياسي شخړې د هواري لپاره له زياتو واکونو سره يو بل ځانګړی استازی وټاکل شي. له بلې خوا د طالبانو حکومت له ځینو ملاحظاتو سره سره په افغانستان کې د یوناما له ماموریت څخه تر یوه حده راضي دی او هڅه کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د جګړې او سولې په چارو کې د بل ځانګړي استازي د ټاکلو مخه ونیسي.

په دې حال کې، حقیقت ښیي چې یوناما د خپل ضعیف شالید له مخې نشي کولی په افغانستان کې یو اغیزمن نوښت طرحه کړي یا پلي کړي. له بلې خوا، که ملګري ملتونه په کوم دلیل د جګړې او سولې په چارو کې نوی استازی وټاکي، د یوناما رول او دریځ به د پخوا په پرتله ډېر سقوط وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې