شنبه 25/ 1 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په دې وروستیو کي د ګارډین ورځپاڼي له خوا یو راپور خپور شوي چي په هغه کي په افغانستان کي د برتانوي پوځیانو د وحشتناکو جنګي جنایتونو څخه حکایت کوي. د دغه راپور له مخي، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا ۸۰ ملکي افغانان وژل شوي او یوازي یو برتانوي سرتېري په افغانستان کي د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ۳۵ ملکي وګړي وژلي دي. د دغه راپور له مخي، د برتانوي پوځیانو له خوا د افغان ملکیانو د وژلو لامل د «د جګړې د عمر لرونکو ټول نارینه کسانو د ژوند پای ته رسول» د پالیسۍ پلي کول وو.

په افغانستان کي د امریکايي او ناټو پوځیانو له خوا د جنګي جرمونو (د جګړې له اصولو څخه سرغړونه) او د بشریت ضد جنایتونو (ډله ییز وژنه) لسګونه مستند راپورونه او شاید په سلګونو پټي قضیې شتون لري. په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له خوا د ترسره شویو جنایتونو یوه تر ټولو ناوړه او وحشتناکه بېلګه چي د بېلګي په توګه یې یادونه کولای شو، د میوند قتل عام دي چي په ۲۰۱۰ میلادي کال کي ترسره شو. په دې جرم کي دامریکايي پوځیانو یوه ډله د قاتل ټیم په نوم په کندهار کي درې ملکي وګړي ووژل او د قربانیانو له بربنډو جسدونو سره یې د یادګار په توګه عکسونو له اخیستو وروسته د هغوی د بدن غړي د جنګي غنائمو په توګه واخیستل. په ۲۰۱۲ کال کي یو امریکايي پوځي سهار وختي له خپلي اډې څخه ووت او د کندهار د پنجوايي په سیمه کي یوه کلي ته ولاړ او د ځینو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ ملکي وګړي يې ووژل. په یوه بله قضیه کي په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کي د میشتو استرالیايي پوځیانو له خوا ۳۹ غیر قضایی وژني په ډاګه شوې. په ارزګان ولایت کي د هالنډي پوځیانو له لوري یو بل جنایت ثبت شوی، چي په ترڅ کي یې هالنډي پوځیانو پر ګڼو کورونو داسي ګومان وکړ، چي هلته د طالبانو غړي راټول شوي، چي په پایله کي یې یو شمېر ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د موجود شواهدو او مدارکو له مخي ویلای شو چي د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د افغانستان د شل کلن اشغال په موده کي په دغه هېواد کي د دوی د ځواکونو له خوا په سلګونو پوځي داسی چلندونه شوي چي د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو مصداق ګڼل کیږي. دغه جنایتونه چي اکثره يې د شپنیو عملیاتو په قالب کي تر سره کیدل، نه یوازي د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د اعتراضونو څپې راوپارول، بلکي د دې لامل شو چي د امریکا او د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزی، تر منځ اړیکي هم ویجاړي شی. دا تر هغه ځایه پوري چي کرزي په وار وارو او په څرګند ډول د خارجي پوځیانو د نظامي ماموریتونو په ترسره کولو دا طریقې په اړه، خپله غوسه څرګنده کړه، او د هر ډول شپنیو عملیاتو د بشپړ بندیدو غوښتنه وکړه.

سره له دا چي د افغانستان د اشغال په شل کلنه موده کي د غربي پوځیانو له خوا ترسره شوي جنایتونه او جنګي جرمونه ثابت شوي، خو د یو څو مواردو په استثنا، دغه جنایتونه نه یوازي دا چې د اړوند هېوادونو له خوا محاکمه نه شول او په ځینو مواردو کي حتی پټ پاتي او انکار شول؛ بلکي نړیوالو چارواکو لکه د جرمونو محکمې ته هم دا اجازه ورنکړل شو چي دا قضیې وڅیړي. د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کي، امریکا دا تهدید وکړ چي که چیري پر کوم امریکايي پوځیانو چي په افغانستان کي خدمت کوي، تور پوري شي، د جرمونو د نړیوالي محکمې (ICC) پر قاضیانو به بندیز ولګوي. واشنګټن دا تهدید هم کړی چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو له خوا د جنګي جرمونو د تور لګولو په اړه د تحقیقاتو په صورت کي به د جرمونو له نړیوالي محکمې سره همکاري ونه کړي.

په افغانستان کي د امریکايي او ناټو پوځیانو له خوا دغه جنګي جنایتونه به د تل لپاره د هغو غربي هېوادونو پر تندي باندي د ننګ او رسوایي داغ پاتي شي، چي په پرله پسې ډول د بشري حقونو د ملاتړ دروغینه ادعاوي کوي. دغه د انساني ارزښتونو او کرامت د ساتني ادعا کوونکي هیوادونه، چي د بشري حقونو پر بدن يې داسي دردونکي زخمونه جوړ کړي، ځانونه د بشري حقونو مشران ګڼي او وخت په وخت شرقي هېوادونه د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو تورنوي. په داسي حال کي چي د افغانستان د اشغال په شل کلنه موده کي دوی د بشر د حقوقو تر پښو لاندي کولو او انساني کرامت له پامه غورځولو پرته بل کار نه دی کړی.

تر ټولو دردونکې خبره دا ده چي ځینو خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د امریکايي او برتانوي دولتونو په دروغجنو شعارونو باور وکړ او خوښ وو او اوس هم خوښ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *