شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د خپور شوي راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د چین پانګونه د پام وړ زیاته شوې ده. د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا، چین په افغانستان کې له دوه میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او دغه پانګونه تر ډېره د کانونو، صنعتي پارکونو، د کور جوړولو او د تېلو د استخراج په برخو کې شوې ده. په وروستي مورد کې د روان کال په پیل کې چین د کابل په ښار کې د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د «نیله باغ» د استوګنې د ښارګوټي د جوړولو پروژه پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، چین د طالبانو له حکومت سره د واقع بینه استراتیژې له مخې له طالبانو سره د تعامل خطر ومانه او د لومړي هېواد په توګه یې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک ومانه او د طالبانو د حکومت سره د دوفاکتو پېژندګلوې لپاره د پام وړ ګام پورته کړ. د چین له دغه زړور اقدام وروسته د چین او افغانستان ترمنځ د سترو اقتصادي اړیکو لپاره زمینه برابره شوه.

د طالبانو لومړي وزیر ته د چین د سفیر د باورلیک د وړاندې کولو مراسم

له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته افغانستان ته د چینایي پانګوالو لېوالتیا او تر دوه میلیارده ډالرو پوری د پانګونې د اندازې زیاتوالی، په افغانستان کې د چین پر لوړه کچه او آرام ډول پانګوني باندی دلالت کوی. دا پوښتنه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او امریکا له ماتې وروسته به چین د مسکو او واشنګټن د سیال په توګه په افغانستان کې بریالۍ برخلیک ولري؟

تر ټولو څرګند توپیر په افغانستان کې د دغو هېوادونو د داخلېدو په طریقه ده. شوروي اتحاد او امریکا په پوځي یرغل او ځواک سره افغانستان ته ننوتل او دغه پوځي چلند بالاخره له دغو دوو اشغالګرو قدرتونو په وړاندی د افغانانو د وسله وال پاڅون لامل شو. د دې ترڅنګ د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د دغو دوو هېوادونو له پوځي حضور څخه ناراضه وو. د دغو دوو هیوادونو برعکس، چین د اقتصاد له لارې افغانستان ته داخل شوی دی. د افغانستان حکومت او خلک او همدارنګه د سیمې هېوادونه د دغه نرم حضور په وړاندې حساس نه دي او په بېلابېلو برخو کې د چین د پانګونې هرکلی کوي.

په افغانستان کې د چین د اقتصادي حضور په وړاندی ځینی ګواښونه
سره له دې چې د افغانستان خلک په افغانستان کې د چین د اقتصادي حضور هرکلی کوي، په افغانستان کې د چینایانو پر وړاندې ځینی ګواښونه هم شتون لری.

د امریکا د بیرته راستنیدو خطر
لومړی احتمالي ګواښ افغانستان ته د امریکا راتګ دی. افغانستان ته د امریکا په راتګ سره به د هغه اروپایی او اسیایی متحدین هم بیرته راستانه شی، له دې پیښې وروسته به په افغانستان کې د چین برخلیک او دریځ څه وی؟ که څه هم د طالبانو د حکومت شعار متوازن بهرنۍ پالیسي ده، ایا امریکا به له چین سره مساوي دریځ ومني؟ جمهوري نظام هم په خپل اعلان شوي بهرني سیاست کې د توازن خبره کول، خو په عمل کې د امریکا د فشارونو له امله د هغه د عملي کولو او تطبیقولو توان نه درلود. له همدې امله د امریکا راتګ په افغانستان کې د چین د اقتصادي حضور لپاره یو احتمالي تحلیل دی.

امنیتي ګواښونه
دوهم ګواښ امنیتي مسایل دي. په تیرو څو کلونو کې په پاکستان کې پر چینایي لویو پروژو او چینايي پانګوالو باندی د بلوڅو او داعش یاغیانو له خوا په پرله پسې ډول بریدونه شوي دي. په افغانستان کې هم داعش په کابل کې د چینايي اتباعو د استوګنې مرکز د تروریستي برید په توګه په نښه کړ. له همدې امله د افغانستان په رقابتي جیوپولیتیک کې وسله وال او ترهګرې ډلې په افغانستان کې د چین اقتصادي حضور ته یو له اصلي او بالفعل ګواښونو څخه ګڼل کېدای شي. دا ګواښ هغه وخت لا جدي کیږي چې په سیمه کې د دغو ترهګرو ډلو قراردادي رول ته پام وشي او په هغه کې د چین د سیالانو رول په پام کې ونیول شي.

قانوني نیمګړتیاوې
دریم ګواښ په افغانستان کې د اساسي قانون او یو ثابت حکومت نشتوالی دی. په افغانستان کې د طالبانو له دوه نیم کلنې واکمنۍ وروسته لا هم اساسي قانون چې د نظام یو له مهمو ارکانو څخه دی، نه دی جوړ شوی او موقت حکومت پرې حاکم دی. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار د اساسي قانون د تدوین لپاره د هڅو خبره کړې، خو د دې اساسي رکن په نه شتون کې د بهرنۍ پانګونې د قانون په ګډون د ډېرو حقوقي مسایلو برخلیک مبهم او ناڅرګند دی.

په افغانستان کې د چین د اقتصادي او سیاسي حضور لړلید
له دغو ګواښونو سره سره، چې خامخا د چین له باتجربه سیاستوالو څخه پټ نه دي، ښايي بیجینګ په افغانستان کې د څلورو دلایلو له مخې خپل اقتصادي حضور ته دوام ورکړي.

لومړی، چین هڅه کوي چې په افغانستان کې د اقتصادي تعامل له لارې د بېلتون غوښتونکو اویغوریانو د ګواښ په مخنیوي کې د طالبانو حکومت همکاري ته وهڅوي. اوس مهال، د طالبانو حکومت اویغور جنګیالي د چین له پولو څخه لرې او تر څارنې لاندې ځایونو کې ساتي. دوهم، د چین حکومت د خپل صنعتي نظام لپاره د افغانستان نږدې او ارزانه خامو موادو ته لاس رسی، یو طلایي فرصت ګڼي. په تېره بیا د افغانستان لیتیم د چین لپاره ځانګړی ارزښت لري او احتمال لري چې د دغه نادر او کمیاب معدني مادې لپاره افغانستان ته ځانګړي امتیازات ورکړي.

درېيم، چين په افغانستان کې د يو باثباته او مرکزي نظم رامنځته کول د «يو کمربند؛ يوه لاره» د نوښت د خوب د عملي کېدو لپاره یو مهم عامل ګڼي. په افغانستان کې بې ثباتي کولای شي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز او د یو کمربند؛ یوې لارې شمالي څانګه چې له منځنۍ اسیا څخه تیریږي له خطر سره مخامخ کړي. څلورم، چین په دې پوهیږي چې امریکا به افغانستان ته بیرته راستانه شي او د بیجینګ د حضور لپاره به ځای تنګ کړي. له همدې امله، هغه اراده لري چې د امریکا د بیرته راستنیدو دمخه له ډېر فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د پورتنیو دلایلو له مخې باید ووایو چې په افغانستان کې د چین د اقتصادي حضور لړلید په منځمهاله توګه مثبت دی. په اوږدمهال کې، دا د افغانستان د حکومت په متقابل عمل او په افغانستان کې د امریکا د شتون یا نه شتون په شمول په مختلفو عواملو پورې اړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې