شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په تېرو ورځو کې کابل د یو شمېر هېوادونو لکه مالیزیا، روسیه، ترکمنستان، ایران، قزاقستان، او نړیوالو سازمانونو لکه د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې د ډیپلوماتانو او استازو د کوربه توب له امله د ګڼ ډیپلوماتیک تګ راتګ سره مخ و. که څه هم د دغو سفرونو تر شا ډېرې انګیزې موجودې وې، خو په مجموعي ډول کابل ته د هېوادونو او سازمانونو د چارواکو د سفرونو د محور په اړه درې عمده مسایل بیانولای شو.

امنیتي ملاحظات
په افغانستان کې له جمهوریت وروسته د نړیوالې ټولنې د غړو تر منځ د دې هیواد په اړه دوه نظرونه شتون لری. لومړی نظر دا دی چې ښايي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ د پالني او تربیې په ځاله بدل شي او دویم نظر دا دی چې طالبان هڅه کوي د اورپکۍ او جګړې په پرېښولو سره افغانستان په یوه سوله ییز هېواد بدل کړي. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه کابو درې کاله تېر شول، خو دواړه ذهنیتونه لا هم شتون لری، خو په دې موده کې د طالبانو د حکومت شعار او چلند د دویم نظر په ګټه رایه ورکوي.

خو امنیتي مسایل په ځانګړي ډول د داعش خراسان د ډلې اړوند مسایل د افغانستان په اړه د هېوادونو له مهمو اندېښنو څخه دي، چې د دې لامل شوی چې د ځینو هېوادونو چارواکي وخت په وخت له دغې ترهګرې ډلې سره د ګډې مبارزې پر څرنګوالي د سلا او مشورې لپاره کابل ته سفرونه وکړي. داسې ښکاري چې کابل ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سفر هم په همدې تړاو و.

د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرې اترې

د بشري حقونو مسئلې
بله مسئله چې کابل ته د بهرني چارواکو په ځانګړې توګه د نړیوالو سازمانونو د سفرونو د انګېزې لامل شوې، د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او تعلیم په اړه خبرې اترې دي. په دې برخه کې د اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي سفر د پام وړ دی. د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي سفر چې په کې د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي کمیسیون مشر، د کورنیو او کلتوري چارو مشر، د ښځو د ځواکمنتیا د ادارې مشر او د دغه سازمان د مشر مرستیال، هم ګډون درلود، ډېر د پام وړ دی. کابل ته د دغه سازمان د پلاوي سفر او د طالبانو د حکومت له جګپوړو چارواکو سره د هغوی خبرې اترې د اسلامي هېوادونو د ټولنې لپاره د ښځو د حقوق د موضوع د اهمیت ښودنه کوي، چې دغه سازمان د هغوي په استازیتوب د هغه په اړه اقدام کړی دی.

د اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو پراخول
بله موضوع چې کابل ته د ځینو هېوادونو د چارواکو د سفر لامل شوی له کابل سره د اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي راکړه ورکړې پراخول دي. په دې لړ کې په دې وروستیو ورځو کې کابل ته د ترکمنستان او قزاقستان د پلاوو سفر د یادولو وړ دی. د طالبانو د واکمنۍ وروسته افغانستان ته د منځنۍ اسیا د چارواکو د سفر د اهدافو څېړنه تر ډېره د اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده. که څه هم په دې سفرونو کې پر امنیتي موضوعاتو هم خبرې وشوې، خو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پروژو په اړه اقتصادي خبرې اترې په دې سفرونو کې په ځانګړې توګه د تېرو ورځو د سفر د مرکزي بحثونو په توګه یاد شوي دي.

ترکمنستان چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه له کابل سره خپل د مراوداتو او راکړې ورکړې اړیکې ټینګې کړي او د هغه د پراختیا په حال کې دي، تر هر څه زیات د ټاپي د ارمان د پوره کېدو لپاره هیله من دی. دغه راز دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو او له ترکیې او اروپا سره د افغانستان د نښلولو د یوې مهمې لارې په توګه له کابل سره خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه زیات کړي دي.

قزاقستان هم یو لوړپوړی سیاسي – اقتصادي پلاوی کابل ته لېږلی دی. د دغه هېواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ دغه پلاوى د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د څېړلو او د سيمه ييز ترانزيت پر پراختيا د بحث په موخه کابل ته راغلل. د یادولو وړ ده چې د قزاقستان د تولیداتو د معرفي کولو په هدف په کابل کې د افغان-قزاق نندارتون جوړیدل هم د دغه سفر د موخو یوه برخه وه.

د افغان – قزاق نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په شتون سره په کابل کې پرانیستل شو.

په کابل کې د تېرو څو ورځو د مهمو خبرو اترو له جملې څخه په افغانستان کې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ګډې پانګونې د اسانتیاوو او پراختیا په موخه د افغانستان-ترکمنستان او قزاقستان تر منځ د درې اړخیزې ناستې ترسره کېدل دي. په دغو خبرو اترو کې یوه هم د قزاقستان، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ د جوړولو وړاندیز و، چې نوی پلان دی. بايد يادونه وشي، چې دا پروژه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ د پروژې تر څنګ وړانديز شوې، چې تاشکند يې په جدي توګه تعقيبوي. دا مسله ښيي چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د پیوستون لپاره د افغانستان د ټرانزیټي دریځ په اړه ځانګړی نظر لري.

په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د نورو خبرو تر څنګ د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړي استازي او ورسره پلاوي لیدنه او خبرې وې. په دغو خبرو اترو کې دواړي لورې، تهران ته د ملا برادر د سفر په بهير کې د شويو اقتصادي موافقو په باب خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د تخنيکي کميټو ترمنځ د همکاريو له پرمختګ څخه يې خوښي څرګنده کړه. په دې کتنه کې ملا برادر له ایراني پلاوي سره د ایران له لارې د افغانستان د تولیدي توکو او تولیداتو د لېږد په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د تېرو ورځو ګڼ ډیپلوماتیک تګ راتګ ښيي چې د افغانستان په مرکزیت په سیمه ییزه کچه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو لپاره لوړ انګیزه شته. د دغو مذاکراتو د تحقق لپاره اساسي اړتیا په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ثبات شتون دی. د افغانستان سرپرست حکومت د قضيې د يو اړخ او په افغانستان کې د نوي حکومت په توګه، د دغو خبرو اترو او پروژو د برياليتوب لپاره د نورو اړخونو په پرتله زيات مسؤوليت لري او بايد هغه ته لازم شرايط برابر کړي. په افغانستان کې د څو لسیزو تحولاتو تجربې ښودلې چې د سیمې هېوادونه تر هغه وخته افغانستان توجه او پام کوی چې د دغه هېواد داخلي چاپېریال او بهرنۍ تګلاره د سیمه ییزو همکاریو لپاره مناسبه وي. نو کابل باید لازمې هڅې وکړي تر څو دغه باور له منځه لاړ نشي او افغانستان دا فرصت له لاسه ورنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې