شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

سید محمد رضا هاشمي – ژورنالیست

د اسيا د ملتونو د فوټسال جام سيالۍ په اسيا کې تر ټولو مهمې سپورتي سيالۍ دي چې په دې ورځو کې د ټايلند هیواد په کوربه توب ترسره کېږي. د ایران، جاپان، ازبکستان او یو شمیر نورو هیوادونو شتون چې د فوټسال په سپورت کې ځانګړی اعتبار او مقام لري د دې سیالیو اهمیت نور هم زیات کړی دی. که څه هم جاپان او سویلي کوریا د ۲۰۲۴ آسیایي هیوادونو د جام په ګروپ کې حذف شوي، خو کولای شو ولسم جام د حیرانتیا جام ونوموو. هغه جام چې په کې د اتلولۍ او قهرمانۍ د مقام مدافع هیواد یعنی جاپان په ګروپي پړاو کې له ماتې سره مخ شو او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خاص ځلېدلو سره د دغه جام یو له حیرانوونکو لوبډلو څخه حسابیږی.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې د ایران، کویت او بحرین د فوټسال ملي ټیمونو سره په D ګروپ کې وه. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شوه او د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې یې بریا سیال لوبډلې ته وسپارل. د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې مشهدي روزونکي “مجید مرتضایي” ښاګردانو په خپله دویمه لوبه کې د کویټ په وړاندې لوبه وکړه او لوبه یې د ۳-۳ په نتیجې سره پای ته ورسوله او له دغې لوبې څخه یې د یو امتیاز په ګټلو سره لا هم په ګروپي پړاو کې پر پرمختګ هیله لری.

د افغانستان د فوټسال لوبډله په خپله درېیمه لوبه کې له بحرین سره لوبه وکړه او دغې لوبډلې ته یې د ۲-۱ پایلې سره ماتې ورکړه او له ایران وروسته د دویمې لوبډلې په توګه یې د ۲۰۲۴ کال د اسیايي ملتونو فوټسال جام کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه. د افغانستان د سپورټ لپاره یوه مهمه او تاریخي پیښه، چې د ولسم جام حیرانوونکې پېښه بلل کیدای شي. د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره د افغانستان له لومړۍ لوبې وروسته، د جاپان د فوټسال د ملي لوبډلې مشر روزونکي کینچیرو کوګوره، چې د فوټسال په برخه کې د اسیا یو له ویاړه ډکو لوبډلو څخه دی، له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «حقیقت دا دی چې د افغانستان د فوټسال د لوبې کچه په بې ساري ډول پرمختګ کړی.»

له بده مرغه د تاجکستان په مقابل کی د افغانستان ناکامی
افغانستان د ۲۰۲۴ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو په کوارټر فاینل کې له تاجکستان سره، چې د C ګروپ لومړۍ ټیم دی، مخامخ شو. دا لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د ثور په پنځمه ترسره شوه، د افغانستان لپاره ډېره مهمه وه، ځکه که افغانستان دا لوبه ګټلې وای، نو د اسیا په څلورو غوره لوبډلو کې به ځای موندلې وای او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته به چې د ازبکستان په کوربه توب ترسره کیږي، لاره موندلی وای.

په دې لوبه کې بخت د افغانستان د فوټسال لوبډلې سره مل نه و، خو په دې لوبه کې د دوی تخنیکي او په زړه پورې لوبه د دې لوبډلې ارزښتونه کم نه کړل. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله دغه لوبه په قانوني وخت کې د ۱-۱ په پایلې سره پای ته ورسوله، خو پر مخالف لوري باندی د پنځو فولونو له امله تاجکستان وکولای شول د اضافي وخت په لومړیو پنځو دقیقو کې له دویم پینالټي نقطې څخه خپل ګټونکی ګول ووهي. که څه هم د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو هڅه وکړه چې له لاسه ورکړل شوی ګول بیرته پوره کړي، خو بخت د هغوی سره مل نه و. په همدې ورځ د ویتنام د فوټسال ملي لوبډله د ازبکستان سره مخامخ شو او د دې لوبډلې پر وړاندې د ازبکستان په بریا سره په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د افغانستان د فوټسال لوبډلې زړونو ته بیرته هیله مندي راستانه شوه.

د افغانستان فوټسال؛ د تاجکستان پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبي یوه صحنه

له مایوسۍ وروسته بیرته د هیلې را ژوندی کېدل
د جمعې په ورځ د ثور اوومه د افغانستان د فوټسال لوبډله د عراق له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د عراق د فوټسال ملي لوبډلې ته د “پلې آف” په پړاو کې د پنځو پر درې په توپیر ماتې ورکولو سره نړیوال جام ته د رسېدو لپاره یو ګام نور هم نږدې شو. د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د څلور پر درې په توپیر سره عراق ته ماته ورکړه. د دوهمې نیمايي په لومړیو دقیقو کې عراقي لوبغاړو یو له لاسه وتلی ګول بیرته پوره کړه، خو د مساوي کیدلو لپاره د عراقي لوبغاړو هڅې بې نتیجې پاتې شوې او په پای کې د افغانستان پنځم ګول د لوبې په وروستیو ثانیو کې ووهل شو. د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره افغانستان باید د قرغزستان او ویتنام ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي او که راتلونکې لوبه وګټي نو نړیوال جام ته به لاره ومومي.

بې له شکه چې د افغانستان د فوټسال لوبډله تر دې مهاله حیرانوونکې بریاوې رامنځته کړې دي، خو د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د دې لوبډلې وړتیا او لاره موندل او د لویو لوبډلو لکه برازیل، هسپانیا او پرتګال ترڅنګ د دې لوبډلې درېدل به د افغانستان سپورت ته نوی اعتبار ورکړي.

مشهد، د افغانستان د فوټسال کور
خو د افغانستان د فوټسال په سپورټ کې د مشهد رول مهم دی او هیڅ څوک د هغه انکار نه شی کولای. د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې روزنه د مشهد ښار د څو مشهورو روزونکو لخوا ترسره کیږي. هغه روزونکي چې له کلونو راهیسې په مشهورو ټیمونو کې کار کوي او د ملتونو په کپ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې کارکردګي ښيي چې د مشهد په روزنیز کمپ کې مجید مرتضایي او د دې لوبډلې په تخنیکي کارکوونکي کې د هغه ملګري خپل هیڅ ډول هڅې نه دي سپمولي. له بلې خوا د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې کمپ چې د ګلشهر په مشهور کلي کې پروت دی، د دې لوبډلې په پایلوبه کې د مشهد اهمیت زیاتوي.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې ایراني روزونکی، مجید مرتضايي

مشهد د ایران د فوټسال ستورو په روزنه کې د مهم رول سربیره، د خپل ختیځ ګاونډي لپاره هم خپل هیڅ توان نه دی سپمولي او د یو مهربان ورور په څیر یې په خپل غیږ کې افغاني تکړه او با استعداده ځوانان روځلې. هغه ښار چې په تیرو څلورو لسیزو کې د زرګونو مهاجرینو کوربه دی او په دې ښار کې د نخبه او تکړه مهاجرینو شتون د دې ښکارندوی دی چې مشهد او د هغه خلک د خپلو ګاونډیو وروڼو او خویندو سره څومره مهربانه او زړه سواند دي. که د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام ته لار پیدا کړي، د افغانستان د ملي سپورت په تاریخ کې به یوه مهمه پېښه رامنځته شي، داسې پېښه چې ډېرې مثبتې اغېزې به ولري.

په راتلونکو لوبو کې د افغان لوبډلې د بریا او نړیوال جام ته د دې لوبډلې د پرمختګ په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې