شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د غزې په مسلمانانو باندې د صهیونیسټ رژیم حملې دوام لری او هره ورځ فلسطینیان د قصدی بمباریو په نتیجه کښې په نښه او وژل کیږی. د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې ځمکني او سمندري محاصره، د دې سبب شوي چې روغتونونه د خوراکي موادو د کمښت سربیره د درملو او تیلو د کمښت سره مخامخ شي. په غزه کې د طبي سرچینو د خبرداري له مخې، کله چې په روغتونونو کې د سونګ مواد پای ته ورسیږي، په زرګونو اړ او ناروغ انسانان به مړه شي. دملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل حتی جنګ هم خپل قوانین لري خو صهیونیسټي رژیم د المعمداني روغتون په بمبارولو سره چې د۸۰۰ تنو د وژل کیدو سبب شو، وښودله چې د هیڅ قانون تابع نه دی. د نړیوالو قوانینو له مخې، روغتونونه او مرستندویه ځواکونه باید د جګړې په وخت کې له بریدونو څخه خوندي وي، او پر دې هدفونو باندی بریدونه جنګي جرم ګڼل کیږي.

غرب د غزې په جنایتونو کې شریک دی
صهیونیسټانو اوس د غزې په محاصره کولو سره د ملکیانو په کرار او آرام وژلو پسې ملا تړلی دی. او په عین حال کښې موږ نه یوازې د بشری حقوقو په دفاع کښې د غربي هیوادونو د چوپتیا شاهدان یو، بلکې غرب په پوره وقاحت سره د صهیونیسټ رژیم ملاتړ کوی. امریکا، برتانیا او فرانسې د روسیې له هغه پریکړه لیک سره مخالفت وکړ چې له صهیونیسټ رژیم څخه یې غوښتی وو چې پر غزه باندی حملې بندې کړی او د دغه وړاندیز شوی پریکړه لیک ته منفی رایه ورکړه. داسی یوه پریکړه چې د تطبیق کېدو هیڅ تضمین نلري. ځینو غربي چارواکو لکه جرمنی، امریکا او برتانیا د صهیونیسټ رژیم پلازمینې ته د سفر په ضمن کښی او له تلاویو څخه د خپل ملاتړ د اعلانولو سره سره، صهیونیسټ رژیم ته د وسلو او تجهیزاتو په ورکولو ټینګار وکړ. خو د غربي هېوادونو له دې سياست او چلند سره سره په غربي هېوادونو کې غونډې او لاريونونه د دغو هېوادونو د ملتونو د ويښ او ازاد اندېښه وجدان څرګندونه کوی.

اسرائیل ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن سفر

د غزې د مظلومیت په وړاندې د اسلامي حکومتونو کمزوري کارکردګي
پر غزه باندی په دې وحشت او توره تیاره کې او د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ د نړۍ د عامه افکارو د غالب فضا له موجودیت سره سره، له بده مرغه د اسلامي هېوادونو د واکمنانو د کمزورې کارکردګي شاهدان یو. د ۲۷ اسلامي هیوادونو له جملې څخه زیاتره یې د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو اکتفا وکړ او په عین حال کښې ځینو اسلامي حکومتونو په خپلو بیانونو کښې له احتیاط څخه کار واخیستل او د سختو الفاظو له کارولو یې ډډه وکړه او یواځی د خپل ملتونو د پاڅون وروسته دې ته حاضر شول چی خپل لحن ته تغییر ورکړي. ښايي که د ولسونو د عکس العملونو له وېرې نه وای، نو په همدې سړې او تشې وینا باندی به یې بسنه کړې وای. په داسی حال کښې چې د اسرائیلو جیوپولیټیک او د اسلامی هیوادونو په مینځ کښې د هغه موقعیت ته په پام سره صهیونیسټ رژیم ډیر زیانمنونکی دی. په همدې حال کې يوازې څو اسلامي هېوادونو د غرب له وېرې پرته زړور غبرګون وښود چې د هغه د جملې څخه یو د افغانستان سرپرست حکومت و. دغه حکومت په مختلفو وختونو کښې د دریو بیانونو په صادرولو سره د صهیونیسټ رژیم جنایت په سختو الفاظو وغنده.

مسلمان ملتونه تر خپل حکومتونو مخکې
د اسلامي هېوادونو د واکمنانو د کمزورې کارکردګۍ سره سره مسلمانو ملتونو د ستاینې وړ کارکردګي وښودله. د سلګونو زرو کسانو په مکرر ډول مظاهرې، د صهيونېسټ رژيم او د هغوي د ملاتړو د ځينو ډيپلوماټيکو مرکزونو مخې ته راټولېدل، په غزې کښې د فلسطيني جنګياليو تر څنګ د خپل شتون اعلان او په مجازی فضا کښې د خلګو ګڼ حضور، برسېره پر دې چې د حکمتونو د تحرک لامل شو، د غزې د مظلومو خلکو درد او رنځ ته څه لږ التیام ورکړ او دا یې وښوده چې غزه یوازې نه ده. که د مسلمانو ملتونو دا پاڅون نه وای، ښايي نوره نړۍ به چوپه خوله وای او د غزې په جنایت کې به د صهیونیسټانو لاسونه تر دې هم زیات خلاص وو.

په غزه او کرانه باختري کې د قتل عام دوام
دفلسطین دمجاهدینو په زړورتیا سره دصهیونیسټ رژیم دوسله وال رژیم عزت ته درانه زیانونه اوښتي دي او ددغه ذلت د جبرانولو لپاره به دغه رژیم خپل وحشی توب ته دوام ورکړي. که څه هم صهیونیسټي پوځ به د شرمناکه ماتې له ویرې په غزه کښې له ځمکنۍ جګړې څخه ډډه وکړي خو دغه رژیم په بمباریو او جغرافیایي محاصره کولو سره د غزې او کرانه باختري د مظلومو فلسطینیانو قتل عام ته ملا تړلی دی. د قربانيانو زياتوالى، د روغتونونو لپاره د سونګ موادو نشتوالى، د ساري ناروغيو خپرېدل او د خوراکي توکو کموالى پر همدغه ټکى باندی دلالت کوي او په دې حالت کې د مسلمانو ولسونو مسئولیت د پخوا په پرتله دروند کېږي.

د مسلمانو ملتونو دندې
په داسې حال کښې چې غربي حکومتونه چې ظاهراً له بشری حقوقو څخه ملاتړ کوی د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ ملا تړلي او له یوې خوا یې په غزه کښې د فلسطینیانو په قتل عام باندې سترګې پټې کړي دي، د مسلمانو ولسونو دنده دا ده چې خپل وظیفه په مختلفو طریقو ترسره کړي. له خپلو دولتونو څخه د غزې د جنایتونو په وړاندې د قاطع او ټینګ غبرګون غوښتنه، د صهیونیسټ رژیم په وړاندې منظمو مظاهرو او اعتراضونو ته دوام، له نړیوالو سازمانونو څخه د غزې د محاصرې د ماتولو غوښتنه، په ټولنیزو شبکو کښې فعالیت او د فلسطینیانو د مظلومیت انعکاس او د اسرائيلي رژيم پر ضد، دریځ اعلانول، اوس د فلسطين د مظلومو خلکو ملاتړ لپاره د ممکنو لارو څخه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې