د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د افغانستان منرالونو او وچو مېوو ته د چین لېوالتیا او چینايي محصولاتو او تولیداتو ته د افغانستان د بازار متقابل اړتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اقتصادي او ترانزیټي اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې مهمې کړي دي. له دې غوښتنې سره سره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پام وړ کچې ته په کتو سره، افغانستان او چین د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه چې په واخان سیمه کې ګډې ځمکنۍ پولې لري، لا هم ګډ سوداګریزه پوله نه لري.
له تېرو کلونو راهیسې له چین سره د افغانستان واردات او صادرات د پاکستان د کراچۍ له بندر، د ایران له چابهار، هوايي دهلېز او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ترانزیټي لارو ترسره کېږي، چې ډېر لګښت او وخت پرې لګېږي.
اوس مهال د چين او افغانستان ترمنځ سوداګري په عمده توګه د چين – قرغزستان – ازبکستان او افغانستان د اورګاډي د کرښې له لارې او همدارنګه د کراچۍ او ګوادر بندر له لارې ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او چین ترمنځ تر ټولو لنډه او ارزانه ترانزیټي لاره د افغانستان په بدخشان ولایت کې د واخان لاره ده، خو د چین د اندېښنو او ملاحظاتو له امله تر اوسه دغه لاره نه ده فعاله شوې.
د واخان په بندر کې د سوداګریزې پولې د جوړېدو وړاندیز د افغانستان د چارواکو له خوا د جمهوریت پر مهال شو. د جمهوري ریاست چارواکو هیله درلوده چې له دې لارې څخه به د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ځمکنۍ ترانزیټي کرښه جوړه شي، خو له ټولو هڅو سره سره بیا هم دغه ترانزیټي پلان بشپړ نه شو.
د واخان د سوداګریزې پولې پر وړاندې ګواښونه
د واخان ترانزیټي پروژې په وړاندې ګواښونه د سیمې په سیاسي – اقتصادي حالاتو او د افغانستان له خاورې څخه د چین د امنیتي اندېښنو په مسائلو کې ریښې لري. پاکستان نه غواړي چې د چین او افغانستان ترمنځ د واخان ترانزیټي لاره فعاله شي. سیمه ییز ترانزیټي سیالي تل د دې لامل شوې چې پاکستان هڅه وکړي چې سیمه ییز ترانزیټ انحصار په خپل ځان پورې منحصر کړي. پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د چابهار بندر، له چابهار څخه منځنۍ اسیا ته د اورګاډي د کرښې غځول او د واخان له لارې د چین او افغانستان تر منځ د سوداګریزې پولې پرانیستل به د ګوادر او کراچۍ په بندرونو کې د سوداګریزو تبادلاتو حجم کم کړي.
سره له دې د افغانستان او سیمې د مسائلو د کارپوهانو په اند، د چین او هند ترمنځ سیاسي کړکېچ هم د واخان بندر د سوداګریزې پولې پر پرانیستلو اغېز کړی. دا ټولې ستونزې او ګواښونه په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې د اویغور بېلتون غوښتونکو ځواکونو له شتون او فعالیت سره تړاو لري. له همدې ځایه، د واخان پولې دواړو غاړو ته د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د چریکي ځواکونو شتون په عملي توګه د واخان بندر د ترانزیټي کرښې د پلان د عملي کیدو مخه نیولې ده.
د همدغو امنیتي اندیښنو له امله، چین هیڅکله د امریکا او ناټو د نظامي ځواکونو تر اشغال لاندې په افغانستان کې د یو مستقیم ترانزیټي او ګمرکي کرښې د جوړولو لیوالتیا نه ده ښودلې. په ډېر احتمال سره، د چین حکومت په افغانستان کې د غرب د پوځي حضور او د واخان په پولو کې د اویغور چریکي ځواکونو د حضور ترمنځ د یو ډول ستراتیژیکې اړیکې د شتون احساس کول.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د واخان او چین تر پولې د سړک د جوړولو چارې بیا پیل شوې او د طالبانو حکومت د روان کال په پسرلي کې اعلان وکړ چې د دغه سړک د جوړولو کار پای ته رسېدلی دی. د واخان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد د پیل لپاره د طالبانو د حکومت له تمې او خوشبینۍ سره سره، بیجینګ لا تراوسه هم د ګمرکي مرکزونو د جوړولو او له دغې ترانزیټي لارې څخه د سوداګریزو توکو د لېږد اجازه نه ده ورکړې.
د واخان دهلیز د ترانزیټي لارې په وړاندې اصلي خنډ
چین له پخوا راهیسې د چین په پولو کې د بدخشان د واخان په ستونزمنو سیمو کې د ختیځ ترکستان غورځنګ د غړو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دی. په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې راپور دا په ډاګه کړه چې لږ تر لږه ۷۰۰ اویغور چریکي په دغو سیمو کې پاتې دي. د دې ډول غربي راپورونو د حقيقت او دروغو له په نظر کې نیولو پرته، د چين له پولو څخه لرې سيمو ته د ختيځ ترکستان د غورځنګ د ځواکونو د لېږدولو په اړه د طالبانو د حکومت او چين ترمنځ د هوکړې راپورونه خپاره شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومتي چارواکو په وار وار له چینايي چارواکو سره په کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. په دې وروستيو کې د چين د کلتور او ګرځندوی د وزير “لي چون” په مشرۍ يو چينايي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ چې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي او د طالبانو د حکومت د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي له “لي چون” سره په کتنه کې د واخان لارې د ترانزيټي کرښې د پرانيستلو غوښتنه وکړه. د طالبانو حکومتي چارواکو دغه چینايي چارواکي ته ډاډ ورکړی چې له دې سیمې څخه به د چین حکومت ته کوم امنیتي ګواښ پېښه نه شي. په متقابل ډول د چين پلاوي هم د واخان د ترانزيټي کرښې د پرانيستلو په اړه د بيجينګ هيله او تمایل څرګنده کړې ده.
په ډېر احتمال سره، په افغانستان کې د اویغور ځواکونو د ګواښ او د هغوی د کنټرول شوی حضور د څرنګوالي مسئله په دوه اړخیزه او ډاډمنه موافقه بدله شوې ده. له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د چین اقتصادي او سوداګریز حضور د پخوا په پرتله مخ په زیاتېدو دی. د دې جزیاتو په تحلیل سره، د واخان په سیمه کې د افغانستان او چین د هېوادونو ترمنځ د پولې پرانستلو لپاره د چین د موافقې احتمال لرې نه دی. په ځانګړې توګه دا چې د دغې سوداګریزې او ترانزیټي لارې پرانیستل د ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د سیمې د هېوادونو له خوا هم غوښتل شوې ده.