دوشنبه 26/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د افغانستان د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې پایلې د طالبانو د حکومت د ازموینو د ملي ادارې له خوا اعلان شو. د ازموينو د ملي ادارې د اعلاميې له مخې، د سږ کال د کانکور په ازموينه کې ٩٧ زره ١٨٤ تنو ګډون کړى وو، چې له دې جملې څخه ٤١ زره ٢٩٠ تنه د ليسانس مقطع ته، ١٣٠١ تنه د شپې پوهنتونو ته، او ​​۲١٤٠ تنه نيمه عالي مقطع ته بریالي شوي دي.

د سږکال کانکور ازموینې ته د نوماندانو هرکلی او استقبال
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د راپور له مخې، سږ کال د کانکور ازموینې ته د کاندیدانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی درلودلی. همدارنګه، د سږ کال د کانکور په ازموینه کې یو بل د پام وړ ټکی د افغانستان د سویلي او ختیځو سیمو د نوماندانو هرکلی او استقبال دی. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست په وروستیو دوو لسیزو کې د ملي ازموینو پر مهال د افغانستان د جنوبي او ختیځو سیمو د کاندیدانو شمېر تر ټولو کم وو. په هغه وخت کې، دا پدیده د مختلفو غبرګونونو لامل شو. د افغانستان کلتوري فعالانو د پوهې ترلاسه کولو ته د دې سیمو د هیوادوالو د هڅولو په موخه کمپاینونه پیل کړل.

د دې ستونزې د حل په موخه د افغانستان پخواني حکومت په ناسمه او غیر مسلکي توګه د کانکور د ازموینې پایلې یې د سیمې پر اساس وویشل. د دې تقسیم پر بنسټ، د افغانستان له مرکزي سیمو څخه یو کاندید چې عالي نمرې یې درلودل، د کابل د طب پوهنځي ته داخلېدل، په داسې حال کې چې د سویلي او ختیځو سیمو یو کاندید چې تر ټولو ټیټې نمرې یې درلودل، همدې پوهنځي او پوهنتون ته کامیابه کېدل. د افغانستان د هغه مهال د حکومت دا پرېکړه د نوماندانو د انګېزې د کمولو تر څنګ، یو ناسم بنسټ و چې پاتې شو.

له تعلیم څخه د نجونو د منع کولو ویجاړونکې پایلې
نجونې سږ کال هم د کانکور په ازموینه کې د حق نه درلود. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې نجونو دوه کاله په پرله پسې ډول د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی وو.

له زده کړې څخه د نجونو پرله پسې درې کلن بندیز، د افغانستان د نجونو د یوه نسل لپاره یو ډول نه جبرانېدونکې انقطاع او محرومیت رامنځته کړی دی. له دې نظره، هغه نجونې چې د زده کړې او تحصیل د دوام څخه د نا امیدۍ له امله کم عمره ودونه یې کړي، د افغانستان د سیمه ییزو فرعي کلتورونو او ناوړه اقتصادي شرایطو پر بنسټ د تل لپاره له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې پاتي شوي دي. دا محرومیت به د افغانستان ټولنیز او کورني جوړښت ته جدي زیان ورسوي.

د نجونو دغه تعلیمي محرومیت د افغان نجونو له اساسي حقونو څخه د سرغړونې په توګه تعبیریږي. د افغانستان لپاره د دغه تعلیمي پالیسي له منفي پایلو سره سره، طالب مشران تر اوسه نه دي توانېدلي چې په دې برخه کې مناسبه او قاطع پریکړه وکړې. بې له شکه د نجونو د زده کړې د حق په تامین کې هر ډول ځنډ او د طالبانو د حکومت له خوا د کورنیو او نړیوالو غوښتنو نه منل به د افغانستان وضعیت ته جدي زیان ورسوي.

د افغانستان د پوهنتونونو د اکاډمیک او علمي کادر بنسټیزه ستونزه
د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د بیا واکمنۍ سره یو ځای، افغانستان په خپل سیاست او جوړښت کې د ستر بدلون شاهد وو. د افغانستان د کلتوري شخصیتونو او د پوهنتونونو د اکاډمیکو کادرونو پراخ مهاجرت په دې برخه کې یو له مهمو او د پام وړ تحولاتو څخه وو. د افغانستان د پخوانیو اکاډمیکو کارکوونکو هغه برخه چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي، د مختلفو دلایلو له امله د افغانستان د پوهنتونونو په څوکیو کې یې خپل مقام له لاسه ورکړي او نه دي توانېدلي چې د طالبانو په حکومت کې لازم او متقابل باور ترلاسه کړي.

دغه وضعیت د دې لامل شوی چې افغان پوهنتونونه د تحصیلي متخصصینو له کمښت سره مخ شي. ښکاره ده چې د افغانستان په پوهنتونونو کې دغه علمي او تحصیلي ګډوډي به د افغانستان د نوی تخنیکي او علمي پرسونل د تحصیلات او روزنې په برخه کې منفي پایلې پریږدي.

د تعلیم یافته نسل په منځ کې د ټولنیزې هیلې کمیدل
د افغانستان د پوهنتونونو د علمي نصاب او تخصصي څانګو او د کار د بازار تر منځ هېڅکله هم لازم تناسب نه دی رامنځته شوی. د دې ترڅنګ د افغانستان اقتصادي کړکېچ، د کاري فرصتونو نشتوالي، د کار د رامنځته کولو د زمینې نشتوالي، د افغان پوهنتونونو فارغان یې تر یوه حده له مایوسۍ او نا امیدۍ سره مخ کړی دی. بې له شکه، د کاري فرصتونو نشتوالی او د بیکارۍ د کچې زیاتوالی ټولنیز امید او هیلې کموي. د ټولنیزې هیلې کمښت په پای کې د ډله ایز خپګان د زیاتوالي لامل کیږي، چې د هغه دروند پایلې د ټولنې لپاره ویجاړونکي دي.

دا غیر عادي حالت د تیر حکومت د ویجاړ او بې نظم نظام او په افغانستان کې د امریکا او غرب د لنډمهاله او بې ثباته سیاستونو میراث دی. امريکا او غرب په افغانستان کې د ټولو بې حده لګښتونو سره سره، پرته له دې چې ملي حکومت جوړ کړي او بنسټيز جوړښتونه رامنځته کړي، بالاخره افغانستان یې له ناکامۍ سره یوازې پرېښود.

اوس چې د طالبانو حکومت د یوه بلامنازع او حاکم قدرت په توګه د افغانستان راتلونکي برخلیک په خپل لاس کې لري، نو پکار ده چې د سیاسي ملاحظاتو له مداخلې پرته د افغانستان علمي بنسټ په منطقي او تخنیکي معیارونو سره جوړ کړي. تجربه ښودلې ده چې د متخصصو او ژمنو داخلي او دودیز بشري ځواکونو له روزنې پرته د یو هېواد خپلواکي او پرمختګ ناشونی او غیر مطمئن ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې