یکشنبه 18/ 6 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د طالبانو د واکمنۍ پر څلورم کال د نجونو د زده کړو د امکاناتو د برابرولو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو او چارواکو له ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ تړلې دي.

که تر اوسه پورې دا خبره ناڅرګنده وه چې د نجونو د زده کړې موضوع د طالبانو د دودیزو او پخوانیو حلقو له خوا بد او ناروا ګڼل کېږي، اوس په څرګند ډول درک کېږي چې پر همدې موضوع د طالبانو د لوړپوړو مشرانو تر منځ اختلاف شته. په داسې حال کې چې د طالبانو یو لړ مشران غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل شي، خو بله ډله د نجونو د زده کړې د منع کولو په اړه پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد خبرې په ښکاره ډول د دې داخلي جګړې حکایت کوی چې له یوې محلي رادیو سره په مرکه کې یې ویلي: « ځینې داسې ملاحظات شته چې اسلامي امارت نه غواړي د اختلاف لامل شي او ټول باید موافق وي.”

ایډیالوژیکي طالبان او سیاسي طالبان
په یوه عمومي ډلبندۍ کې کولای شو د طالبانو مشران په دوو سیاسي او ایډیالوژیکو برخو وویشو. سیاسي مشران هغه طالب چارواکي بلل کېدای شي چې ډېری وخت په اجرایوي مقام او منصبونو کې وي او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر د تابعیت او تعقیب په ضمن کې غواړي د هغه په ​​ځینو حکمونو کې بدلونونه او تعدیلات راولي.

په مقابله ډله کې د طالبانو ایډیالوژیکي مشران شته چې د دوی د ځانګړنو څخه یوه دا ده چې دوی ټولنې ته په تنګ نظر ګوري او د “شریعت” حکمونه چې له “رواج او دود” سره ګډ شوي، نه بدلیدونکي او نه تعدلېدونکي ګڼي. دغه ډله چې مشري یې عبدالحکیم حقاني کوي، د خپل معنوي او مذهبي موقف له امله د طالبانو د مشر مشاورین دي او ډېر نفوذ لري.

پر طالبانو د القاعدې د ایدیالوګ نیوکه
ابو مصعب السوري یو له هغو عرب جنګیالیو څخه دی چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد په وړاندې په جګړه کې د ګډون ریکارډ لري. هغه په افغانستان کې له اسامه بن لادن سره وپېژندل او دغې ډلې ته جذب شو. السوري په دې خاطر چې ډیر کتابونه او رسالې یې لیکلي د القاعدې د ایډیالوګانو څخه ګڼل کیږي. هغه په ​​۲۰۱۴ کال کې د «الافغانستان و الطالبان و معرکة الاسلام الیوم» تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکل. دا کتاب په داسې وخت کې لیکل شوی چې طالبان له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره په جګړه بوخت وو. د دې کتاب یوه برخه د طالبانو د تحریک ښېګنې او نیمګړتیاوو ته اشاره کوي.

د ابومصعب السوري له نظره، چې له طالبانو سره ښه پېژندګلوي لري، د طالبانو یوه نیمګړتیا له ښځو سره د هغوی چلند دی. په هغه وخت کې السوري له طالب چارواکو سره د نجونو د تعلیم په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې یې د طالب مشرانو نظرونه داسې لیکلي دي: ځینې ​​طالب مشران په دې باور دي چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت لنډمهاله دی او له جګړې وروسته به پای ته ورسیږي. نور بیا وايي چې د درسونو محتوا اسلامي نه ده او باید په هغه کې بیاکتنه وشي او له بیاکتنې وروسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي. یو شمېر نور طالب مشران په دې نظر دي چې د ښځو زده کړه یوازې د دیني علومو په مباحثو کې جواز لري او نجونې د عصري علومو تدریس ته اړتیا نه لري. یو شمېر نور طالبان په دې باور دي چې له کوره بهر د نجونو زده کړه د فساد لامل کېږي او له همدې امله د نجونو زده کړه او تعلیم جواز نلري.

د نجونو د تعلیم په باب د طالبانو د نظر په اړه د ابو مصعب السوري د کتاب یوه پاڼه

دغه عرب ليکوال د دغو ټولو نظرونو په ردولو سره د طالبانو د مشرانو په ذهنونو کې د دغه ډول نظريو شتون د قومي يا ابتدايي عقايدو نتيجه ګني. اوسني وضعیت او د ځینو طالب چارواکو څرګندونو ته په کتو سره چې د نجونو د تعلیم په اړه په رسنیو کې خپاره شوي، وینو چې دا نظرونه اوس هم د ځینو طالب مشرانو په ذهنونو کې دي.

د نجونو د زده کړې په اړه منځمهاله لید
د طالبانو د رژیم پر مهال د نجونو د زده کړو د امکاناتو په برابرولو کې ځینې ​​بنسټیز عوامل اغېزمن دي. لومړی خو د طالبانو په حکومت کې «شریعت» چې له «رواج او دود» سره په ټینګه ګډ دی، تر هر څه لومړیتوب لري. دوهم، د قدرت د جوړښت په سر کې، د طالبانو مشر وروستی تصمیم نیونکی دی، چې پخپله شریعت تر سیاست مخکې ګڼي. دریم، واک اوس مهال د ایډیالوژیک طالبانو په لاس کې دی.

د دغو دریو عواملو په نظر کې نیولو سره د طالبانو د حکومت په جوړښت او ساختمان کې د متوقع بدلون امکان په منځمهاله موده کې ناشونی دی، نو په منځمهاله موده کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې وضعیت کړکېچن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې