د افغانستان د تحولاتو تحلیل
د بامیان په لرغوني ښار کې د بودا د مجسمو مخې ته په یوه غونډۍ کې د یو سوځیدلي ښار پاتې آثار لیدل کیږي چې د غلغلې ښار په نوم یادیږي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) له خوا د غلغلي ښار د بیارغونې د خبر په خپرېدو سره یو ځل بیا د دغه لړغوني اثر نوم یاد شو. د خپور شوي راپور له مخې په افغانستان کې د یونسکو د کلتوري څانګې مشر په بامیان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره په کتنه کې اعلان کړی چې یونسکو به د غلغلې ښار پاتې آثار ورغوي.
تاریخي لړغونتیا
د تاریخ پوهانو په وینا د غلغلې ښار د غوریانو د پاچاهۍ پر مهال د علاءالدین جهانسوز له خوا جوړ شو او تر بشپړېدو وروسته د ډېرو کلونو لپاره د غوریانو پلازمېنه وه. مګر د ځینو تاریخپوهانو د وینا له مخې، دا ښار د بودایانو لخوا جوړ شو و او بیا د مسلمانانو لاس ته ورغی. خو په هر صورت، سره له دې چې د غلغلې ښار د جوړېدو په اړه په روایتونو کې اختلاف موجود دی، خو تاریخ پوهان د دې ښار د لړغونتوب او اهمیت په اړه اتفاق نظر لری او دغه لړغونی اثر ته د قدر په سترګه ګوری چې په همدغه خاطر دا لړغونی ځای د یونسکو لخوا ثبت شوی دی.
حیرانونکې معمارۍ
که څه هم د غلغلې ښار اوس مهال یوه لړغونې کنډواله بلل کیږي، خو پاتې شوي آثار یې د دې ښار د ابادۍ په دوره کې د هغه د حیرانوونکې معمارۍ او تمدن ښکارندویي کوي. دا ښار د یوې غونډۍ پر سر جوړ شوی او د دې غونډۍ په لوړه برخه کې یوه ماڼۍ وه. د دې ښار ځینې دېوالونه شاوخوا یو متر پلنوالی لري او گنبدونه یې هم د هغه عالي معمارۍ بیانوي. د غلغلي په ښار کې د جومات د ودانۍ ځينې برخې تر اوسه لا هم پاتې دي. د غلغلي ښار لوړ او قوي برجونه اوس هم تشخیص کیدای شي او دا برجونه چې په لړغوني معمارۍ کې د پېره دارۍ او ساتونکو د مرکزونو په توګه کارول کېده، د ښار او د هغه د واکمنانو اهمیت بیانوي.
په فرانسه کې مېشت افغان لړغونپوه زمريالي طرزي د غلغلې ښار په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلی چې د دغه ښار اندازه د اوسني بلخ د ښار د اندازې نيمايي وه او په تېرو وختونو کې د اوسنيو کرنيزو ځمکو ځینی برخي هم د دغه ښار له برخو څخه وه. طرزي ویلي د غلغلې د ښار نفوس د ابادۍ په وخت کې څلور زره تنه وو. د غلغلې ښار یوه بله عجوبه د دې ښار د اوبو رسولو سیستم دی. د طرزي په وينا، د غلغلي ښار د اړتيا وړ اوبه د ځمکې لاندې کانال له لارې برابرېدل چې د اوبو رسولو د دغه سيستم بېلګې د دې سيمې په نورو ځایونو کې ليدل شوې دي.
د غلغلې پر ښار باندی د چنګیز خان مغول له خوا برید
د تاریخ پوهانو د مشهور روایتونو له مخې په ۶۱۸ هجري قمري کال کې چې د غلغلې ښار د جلال الدین خوارزم د واکمنۍ مرکز و، د مغول لښکرو پر دغه ښار برید وکړ او په دې جګړه کې د چنګیز خان له لمسیانو څخه یو تن ووژل شو.
د دغه کس له وژل کېدو وروسته چنګیز خان په غوسه شو او له څلورو خواوو یې پر دغه ښار د برید امر وکړ. د چنګیز خان په امر د مغول پوځ د غلغلې د ښار مقاومت وځپل او د ښار تر فتحې وروسته یې دغه ښار ویجاړ او د غلغلې د ښار ټول اوسېدونکي یې قتل عام کړل.
له نېکه مرغه د غلغلې ښار پاتې شوي آثار د یونسکو سازمان د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوي، خو له دې سره سره تر اوسه د هغه د بیارغونې لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی شوی. په تېرو دوو لسيزو کې له پرله پسې ژمنو سره سره د دغه لړغوني تاریخي اثر د ساتنې او بيارغونې په برخه کې کوم مهم ګام نه دى پورته شوى او دغه تاريخي اثر د وخت په تېرېدو د طبيعي او انساني عواملو تر اغېزې لاندې ډېر زيانمن شوى دى. هيله ده چې دغه اوسنۍ تر سره شوې ژمنه عملي شی او دغه لړغونی اثر د تيرو پيړيو د يوې نښې په توګه بيا ورغول شي.
د سیلانیانو د راجلبولو په برخه کې د افغانستان لوړ ظرفیت
نن ورځ ، د سیلانیانو او ټوریسم صنعت په نړۍ کې یو له خورا ګټور صنعتونو څخه دی. په ځینو پرمختللو هیوادونو کې د سیلانیانو او ټوریسم د صنعت عاید په کال کې تر لسو ملیاردو ډالرو پوری رسیږی. افغانستان ډیری سیاحتي او ټوریستي ځایونه لری چې د هغه له جملې څخه د بودا مجسمې، د غلغلې ښار، د ضحاک ښار، بند امیر، د بابا د غره جهيلونه، بابرشاه باغ، د دارالامان ماڼۍ، په هرات کې د اختیارالدین کلا، په مزارشریف کې نیلي جومات، منار جام، د هرات لوی جامع جومات او د لویو مشرانو لکه د خواجه عبدالله انصاري او ابوریحان البیروني قبرونه دي. د يادو شويو آثارو تر څنګ د دې هېواد د ځينو ولايتونو په ځانګړې توګه د کونړ او نورستان د ولايتونو په زړه پورې او بکر طبيعت او د دغه هېواد په واورو پوښل شوي غرونه د سيلانيانو د راجلبولو ستر ظرفيت لري.
دې ته په پام سره چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد په ټول هېواد کې د سيلانيانو او ټوریست د راجلبولو لپاره لازمې زیربناوې نه شی برابرولای، د افغانستان حکومت کولای شي چې د لومړي ګام لپاره د یوې ازمایښتي پروژې په توګه د بامیان ولایت چې څو توریستي ځایونه، چې د هغه له جملې څخه د غلغلې ښار چې د یونیسکو پام یې ځانته جلب کړی، غوره کړی. د غلغلې د تاریخي ښار پر بیارغونې باندی تمرکز د سيلانيانو او ټوریست د راجلبولو لپاره د لازمو زیربناوو په برابرولو کې د پانګوني لپاره د خصوصي سکتور د هڅولو ترڅنګ، کولای شي دغه سیمه په لنډه موده کې د سيلانيانو او ټوریسم د صنعت لپاره په مسلکي ډول اماده کړي.
د دې اقدام د عملي کولو اړتیا دا ده چې ځینې غلط او تنګ نظرونه لیرې شي او د سیلانیانو او ټوریسم د صنعت موقف درک شي، لوی پلان جوړول شي او د دې پلان په پلي کولو کې د ځینو بریالي پروژو پر سبک او بڼه باندی تمرکز وشي. د سیلانیانو او ټوریسم صنعت کولای شي په لنډه موده کې افغانستان له یوه منحصر او اړمند اقتصاد څخه خلاص کړي.