شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

له څو ورځو راهیسې د افغانستان د بدخشان ولایت د “درایم” او “ارګو” په دوو سیمو کې ناکراري د افغانستان د خبرونو په سر ټکو کې ځای لری. د دغو دوو سیمو د خلکو مظاهرې او د دغو اعتراضاتو په وړاندې د طالبانو چلند او د دغه ولایت په مرکز کښې د داعش برید د خبرونو په مهمو ټکو بدل شوي. که څه هم دا مظاهرې کمې شوې، خو د دغو اعتراضاتو اړخونه او اهمیت لږ څېړل شوی.

د بدخشان ستراټیژیک موقعیت
که څه هم بدخشان د پلازمینې په پرتله یو له لرې پرتو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، خو په نوي افغانستان کې د تحرک بدلونونه د دغه ولایت اهمیت زیات کړی دی. له دریو ګاونډیو هېوادونو سره د بدخشان پوله هغه لامل دی چې په بدخشان کې د ناکراریو اهمیت زیاتوي.

الف: له تاجکستان سره ګاونډیتوب
بدخشان، چې د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۳۰۰ کیلومتره پولې یوه برخه جوړوي؛ یوه د ډیرو لوړو او ژورو درلودونکې پوله چې د هغه کنټرولول د دواړو هیوادونو د حکومتونو لپاره په ټولو دورو کې ستونزمن وو. د دې په پام کې نیولو سره چې تاجکستان اوسمهال د طالبانو د حکومت د مخالفینو مرکز دی، په بدخشان کې ناکرارۍ او د هغې دوام کولای شي د پولې دواړو غاړو ته د اعتراض کوونکو او مخالفینو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لامل شی او بې وسلې اعتراضونه په وسله وال پاڅون بدل کړي.

ب: د واخان دهلیز
د طالبانو حکومت د نښلوونکو او ترانزیتي لارو پراخولو ته په پام سره له چین سره مستقیمو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې دا خبره یوازې د واخان دهلیز له لارې چې په بدخشان ولایت کې موقعیت لري، امکان لري. د طالبانو حکومت په دې اړه له چین سره پرله پسې خبرې اترې کړې دي او د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا د واخان په دهلېز کې د دغه سړک د جوړولو کار وروستي پړاو ته رسېدلی دی. که څه هم تر اوسه چینایانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی، خو د ځینو دلایلو له مخې په منځمهاله موده کې له افغانستان سره د چین مستقیمې اړیکې د تمې وړ دی. په داسې یوه حالت کې په بدخشان کې هر ډول ناکرارۍ کولای شي په دې ځای کې د چین لپاره د خپلې پولې د پرانستلو اندېښنې زیاتې کړي.

د بدخشان ولایت په ارګو او درایم سیمو کې د خلکو د اعتراضونو په پایله کې دوه تنه وژل شوي دي.

د توکمیزو اختلافونو فعالېدل
د توکم له پلوه، تاجکان د بدخشان یوه مهمه برخه جوړوي. د دې مسلې اهمیت هغه وخت ذهن ته راځي چې د طالبانو د حکومت زیاتره سیاسي او پوځي مخالفین هم د تاجکان دي. له همدې امله په بدخشان کې ناکرارۍ د مخالفینو د ملاتړ له څپې سره یو ځای شوې او حتی د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په بدخشان کې د وسله والو بریدونو ژمنه وکړه. د طالبانو په حکومت کې چې پښتني بنسټ لری، د غیر پښتنو لخوا دا ډول اعتراضات خطرناک دي او کولای شي د توکمیزو اختلافونو د فعالولو د محرک په توګه کار وکړي. د اعتراض کوونکو یو شمېر غوښتنې د سیمه ییزو ځواکونو په لیکو کې د پښتنو پولیسو پر ځاې د میشتو کلیوال ځواکونو ځای پر ځای کېدل وو، چې دا په ډاګه کوي چې په بدخشان کې توکمیز مسله خپل خاص حساسیت لري. د طالبانو د حکومت له خوا د خلکو د دې غوښتنې منل ښیي چې کابل د دې موضوع حساسیت درک کړی دی.

د نشه يي توکو د کښت په له منځه وړلو کې ناکامي
په دې کې هيڅ شک او انکار نشته چې د دغو اعتراضاتو اصلي انګيزه د نشه يي توکو د کښتونو له منځه وړل وو. د ۹۰یم لمریز لسیزې له پیله په بدخشان کې د نشه یي توکو کښت زیات شو او د همدې لسیزې په منځ کې د بدخشان نیمايي کروندې د نشه یي توکو په کروندو بدلې شوې. لامل يې هم د دې نشه يي توکو د قاچاق لوړه ګټه او اسانتيا وه، ځکه چې بدخشان منځنۍ اسيا او روسيې ته د نشه يي توکو د قاچاق د دروازې په توګه يادېږي.
د طالبانو د مشر له خوا د نشه يي توکو پر کښت د بنديز له حکم وروسته، په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت کې ٨٠ سلنه کموالى راغلل. د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې چې د نشه یي توکو د کښت مرکز وو، د نشه یي توکو په کر کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی، خو په بدخشان کې د کوکنارو کښت زیات شول. د يوه څېړنيز مرکز د سپوږمکۍ د څارنې له مخې، بدخشان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د نشه يي توکو تر ټولو زيات کښت پکې کېږي. دا عمل د دولت په وړاندې یو ډول نافرماني ګڼل کیږي، داسی یو ډول نافرماني چې هیڅ دفاع نلري. که څه هم ځينې مخالفين هڅه کوي چې د بدخشان د تاوتريخوالو بڼه توکمیز وښیي، خو حقيقت دا دی چې د خلکو او دولتي ځواکونو تر منځ د ټکر اصلي لامل د نشه يي توکو د کښتونو له منځه وړل وو.

د طالبانو حکومت به د دوو دلایلو له مخې د بدخشان د کروندو تخریب ته دوام ورکړي. لومړی، په بدخشان کې د تریاکو پر کښت سترګې پټول د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پلان د ناکامۍ د منلو په معنا دي، په داسې حال کې چې سرپرست حکومت په خپل تبلیغاتو کی د نشه یي توکو د کښت له منځه وړل د یوې لاسته راوړنې په توګه اعلانوي. دوهم، د بدخشان د نشه يي توکو د کروندو له پامه غورځول به په نورو ولایتونو کې د بزګرانو د اعتراضونو لامل شي. د دې دلایلو له مخې، د طالبانو حکومت به په جدي توګه د مخدره موادو د کښت له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

بدخشان؛ د بهرنیو لوبو ډګر
ځینې سیمه ییز او غیر سیمه ییز هېوادونه د طالبانو پر حکومت، فشار راوړلو ته لیوال دي. بدخشان کېدای شي د دې لوبې لپاره مناسب ډګر وی. د افغانستان تاریخ په دې خاوره کې د بهرنیو هېوادونو له لوبو ډک دی. د دې لوبې لپاره داخلي مناسب ډګرونه او عوامل چمتو دي او که د طالبانو حکومت په دې ونه توانیږی چې وضعیت کنټرول کړي، شونې ده چې په بدخشان کې یوه لوبه پیل شي.

په ټولیز ډول د افغانستان په بدخشان کې ناکرارۍ د څو لاملونو له مخې مهمې دي او کولای شي دغه سیمه په یوه ژور او اوږد بحران او کړکېچ کې ښکېله کړي. یو داسی بحران او کړکېچ چې په هغه کې به خلک بې له شکه قرباني شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې