یکشنبه 27/ 3 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان یو له مهمو ګواښونو څخه په دغه هیواد کې د مخدره مواد و د کښت د پام وړ وده او د نړۍ ډیرو ځاینو ته د هغې قاچاق وو. د غربي هېوادونو له سياسي او پوځي شتون سره سره چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادعا یې کول، د افغانستان د حکومت په جوړښت کې د “مخدره توکو سره د مبارزې وزارت” په نوم د يوه وزارت شتون او د کوکنارو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره د ميليونونو ډالرو په لګولو سره سره، د نشه یي توکو د تولید کچه تر هغې اندازې پورې وده وکړل ده چې افغانستان د نشه یي توکو په تولیدونکو هیوادونو کې لومړۍ رتبه ځانته غوره کړل.

کله چې د طالبانو حکومت واک ته ورسېد، د طالبانو مشر په یوه ناڅاپه اقدام کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د منع فرمان صادر کړ. نوې څیړنې ښیي چې د طالبانو د مشر له دغه حکم سره سم په دغه هیواد کې د تریاکو په تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) په خپل تازه راپور کې اعلان کړي، چې تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

که څه هم په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید کمول یا نه شتون یو مثبت ګام دی، خو باید یادونه وشي چې د داسې سوداګرۍ څخه د دغه هېواد جلا کول چې د شپږو میلیاردو ډالرو په ارزښت د پیسو تبادله او عایدات لری اسانه کار نه دی او طبیعي خبره ده چې ځینې غبرګونونه او پایلې ولري. په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت د منع کولو ځینې خورا مهمې پایلې په لاندې ډول بیان کیدای شي.

1- د اعتراضونو او پاڅونونو پیل
اوس مهال، د دې په پام کې نیولو سره چې د کروندګرو ډیری ګودامونه د تیرو څو کلونو د تولید د لوړې کچې له امله د تریاکو څخه ډک دي، ممکن په لویه کچه اعتراضات ترسره نشي. کوچني اعتراضات به هم د طالبانو د حکومت د لوړ ځپونکې ځواک له امله کوم ځای ته ونه رسیږي، چې د مثال په توګه د بدخشان د ولایت یادونه کولای شو؛ خو د نشه يي توکو د ګودامونو په خالي کېدو سره د کروندګرو او یو شمېر هغو کسانو چې اقتصاد یې د نشه یي توکو په صنعت پورې تړلی دی، د اعتراض او پاڅون امکان شته. د داخلي او بهرنيو انګېزو د شتون له امله د دې ډول اعتراضاتو او د هغه د خپرېدو خطر جدي دى.

۲- صنعتي نشه یي توکو ته مخه کول
د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته یو له احتمالي خطرونو څخه د صنعتي نشه یي توکو د تولید د ودې احتمال دی. د ملګرو ملتونو د سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د دفتر څېړنه ښيي، چې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره په افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو په ځانګړې توګه د میتافمتامین تولید ډېر شوی، چې یو جدي خطر په ګوته کوي. د صنعتي نشه یي توکو تولید د دریو دلیلونو له امله رامینځته شوی او ممکن وده وکړي؛

۲-۱: د عرضې او تقاضا ګډوډي
د تاریاکو او د هغې د مشتقاتو د کمښت سره، د دودیزو نشه یي توکو حجم نور تقاضا نه پوره کوي. د سیمې او د سیمې بهر یوه پراخه جغرافیه په افغانستان کې په تولید شویو نشه یي توکو پورې محتاج دي او په افغانستان کې د تولید کمښت له شته تقاضا سره سمون نه خوري. صنعتي نشه یي توکي په بازار کې د نشه یي توکو دا لوړه تقاضا او تشه ډکوي. که څه هم افغانستان به د نشه یي توکو د تولید یوازینۍ منبع نه وي، خو په نشه یي توکو پورې تړلي د افغانستان اقتصاد او په دې توکو کې د پراخو افغانانو په کار بوخت والي دا خطر په ګوته کوي چې افغانستان به په سیمه کې د نشه یي توکو د تولید په مرکز بدل شي.

۲-۲: د نشه یي توکو د کارټلونو رول
د نشه یي توکو کارټلونه چې په تیرو کلونو کې د تاریاکو د پراخ تولید له امله په سیمه کې ریښه غځولې، د خپلو عایداتو د کمښت د مخنیوي لپاره د پیسو او امکاناتو څخه کار اخلي ترڅو دا سوداګري صنعتي نشه یي توکو ته واړوي. دې ته په توجه سره چې د صنعتي نشه یي توکو د تولید کارخانې کوچني دي او پرمختللو امکاناتو ته اړتیا نلري، دا ممکنه ده چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د دې کارخانو د ګڼ ودې شاهدان واوسو.

۲-۳: د ترهګرو ډلو رول
په تېرو دوو لسيزو کې د نشه يي توکو د ودې له امله سيمه ييزې تروريستي ډلې د دغه صنعت په بېلابېلو برخو کې په برخه اخيستلو سره، د دې سوداګرۍ په ګټه کې شريک شوي او له دې لارې د خپلې بودجې يوه برخه ترلاسه کوي. ښکاره ده چې د کوکنارو پر کښت بندیز د دغو ډلو پر عاید او په دې توګه د دوی پر ژوند او شتون مستقیم اغېز لري. له همدې امله، په طبیعي توګه، دا ډلې به د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د صنعتي نشه یي توکو په ګډون بدیل لارو ته به مخه کړي.

د UNODC د سروې له مخې، په افغانستان کې د دودیزو نشه یي توکو تولید کم شوی او صنعتي نشه یي توکي مخ په زیاتیدو دي.

۳- د فقر زیاتوالی
تمه ده چې د کوکنارو پر کښت د بندیز په لګولو سره به د سلګونو زرو خلکو د ژوند معاش له منځه ولاړ شي. د یوه اټکل له مخې د جمهوریت پر مهال شاوخوا دوه میلیونه کسان د تریاکو په کښت او تولید بوخت وو. اوس مهال په نورو برخو کې د دغو کسانو د کارموندنې لپاره کوم مثبت لیدلورې نشته. د افغانستان کرنه په دودیزه توګه ده او د دې شمېر وګړو د جذب ظرفیت نه لري او له صنعتي پلوه هم دغه هېواد د وزګارو کسانو لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره لازم جوړښتونه نه لري. له همدې امله په افغانستان کې دننه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د بندېدو لومړۍ پایله به د بېکارۍ او بې وزلۍ د کچې لوړېدل او له افغانستانه بهر به د کډوالۍ او مهاجرت د نوې څپه رامنځته کېدل وي.

وړاندیزونه
د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د بندولو په برخه کې د طالبانو د حکومت د ستاینې وړ اقدام بې پایلې نه دی. دا پایلې به نه یوازې د افغانستان په داخلي کچه، بلکې په سیمه ییزه او د سیمې بهر په کچه به هم احساس شي او دا ټولیز اقدام ته اړتیا لري.

۱- د طالبانو حکومت باید د نشه یي توکو د ممنوعیت د پلي کولو په دوام کې د پاڅونونو د مخنیوي په موخه په لومړي ګام کې زیانمن شوي بزګرانو ته د معیشت د برابرولو په اړه فکر وکړي. په دوهم ګام کې، مخکې له دې چې د تریاکو زیرمه ختمه شي، چې ممکن د سترو پاڅونونو لامل شی د بدیل کښت پلان چمتو کړي. دواړه پړاوونه لویې بودیجې ته اړتیا لري چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته ناشوني دي.

۲- د سیمې هېوادونه په تېره بیا ایران، پاکستان، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه چې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د کښت د مخنیوي له امله تر ټولو د مخه تر اغېز لاندې دي او باید د نورو هېوادونو په پرتله دې مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي. ښايي د نشه يي توکو د کښت د بندیز د احتمالي پايلو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه لاره د دغو هېوادونو له خوا د ګډ کمېسيون جوړول او ګډ اقدامات وي. دغه هېوادونه کولای شي له افغانستان سره د کرنې د بدیل کښت په برخه کې د کرنیز ټیکنالوژۍ او وسایلو په واسطه، مرسته وکړي. همدارنګه، په افغانستان کې د صنعتي نشه یي توکو د تولید وضعیت له دقیق څارلو سره، دوی کولی شي د صنعتي نشه یي توکو د مخکینیو اکمالاتو لارې او همدارنګه د دوی د قاچاق لارې وپیژني او د هغه پر ضد اقدام وکړي.

۳- د سیمې څخه بهر هیوادونه په ځانګړې توګه اروپا چې د افغانستان د دودیز او صنعتي دواړو نشه یي توکو تر اغیزې لاندې دي، باید له افغانستان او د سیمې له هیوادونو سره د زیانمنو بزګرانو د ژوندانه او معیشت په برابرولو او د بدیل کښت لپاره د بودیجې د تمویل په برخه کې مرسته وکړي.

٤- په افغانستان کې د دوديزو او صنعتي نشه يي توکو د توليد، پلور او قاچاق پر وړاندې د نويو قوانينو تصويب هيلې رامنځته کوي. د دغو قوانینو په پلي کولو کې د طالبانو د حکومت جديت، په افغانستان کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې د حرکت ترڅنګ د هېوادونو د باور د ترلاسه کولو لامل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *