شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

په تهران کښې د سیمه ایز تماس ډلې د غونډې لومړۍ ورځ د سرطان په ۱۹ نیټه د چین، ایران او پاکستان د خاصو استازیو او په کابل او تهران کښې د روسیې د سفیرانو په شتون سره ترسره شوه. د ایران د ځانګړی استازی کاظمی قمي په وینا، د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د الوتکې د نشتون له امله ونه شوای کولای چې په دې غونډه کې ګډون وکړی او سبا به د ځانګړو استازو په ډله کې ګډون وکړی.

په تهران کښې د غونډې په لومړۍ ورځ ترټولو مهمې څرګندونې چې په رسنیو کښې خپرې شوې د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علی باقري او د ایران د ځانګړی استازی څرګندونې وې. د علی باقري د پیغام تر ټولو مهمه برخه افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د غرب د راتګ په اړه اندیښنه وه. د پیغام په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان خلک او د سیمې هېوادونه دا نه شي منلی چې هغه کسان چې پرون یې په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې د سیاسي عنوانونو او یا د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې دې هېواد ته د ویجاړولو لپاره یو ځل بیا ورننوځي او هغه اهداف چې دوی ونه شوای کولای د جګړې له لارې ترلاسه کړي، په سیاسي بڼه او د مختلفو کنفرانسونو د ترسره کولو له لارې لاسته راوړی.

د ایران ځانګړي استازي په تهران کښې د غونډې د تشرېح په اړه په خپله وینا کښې د داعش د خطر په اړه د سیمې د اندیښنو، د افغان ملت د مختلفو قشرونو د باصلاحیته کسانو په شتون سره د حکومت د جوړولو او د افغانستان د بحران د حل لپاره د ملي او سیمه ایز ظرفیت د کارولو پر ضرورت ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو خیرغوښتونکي دریځ ته اشاره وکړه او وړاندیزونه یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا ونه بلل.

د طالبانو د حکومت د استازي نشتوالی

د تهران په غونډه کې د طالبانو د حکومت یو استازی هم نه وو. دا غیر حاضري لومړی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د یوه غړي له خوا په ډاګه شوه. ذاکر جلالي په ایکس چینل کې په یو پیغام سره اعلان وکړ چې «که څه هم افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې ونه کړ» په دیپلوماټیکو مناسباتو کې، دا رواج نه دی چې غونډې ته رابلل شوی ګوند په دې ډول خپله غیر حاضري څرګند کړي. حتی که یو هیواد د مصلحت له امله په غونډه کې د ګډون اراده ونه لري، یا د چوپتیا پالیسي غوره کوي یا دا مفهوم په لفافه کې بیانوي. د دیپلوماټ لخوا کارول شوي کلمې او څرګندونې د هغه سیاسي بلوغ څرګندوي.

که څه هم دا ممکنه نه ده چې په ډاډ سره وویل شي، خو کولی شو د تهران په غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازو د نه ګډون د لامل په اړه درې اټکلونه وکړو. ښايي لومړی لامل یې په مشهد کې د افغانستان د سرقونسل عبدالجابر انصار له ګوښه کولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نه همکارۍ او د موافقې د نشتوالي په اړه د طالبانو د حکومت ناخوښي وي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې عبدالجابر انصار چې له جمهوري ریاست راهیسې په دې دنده بوخت وو، له دندې ګوښه کړی او اعلان یې کړی چې تر هغه چې نوی ډیپلوماټ نه وي استول شوی او د قونسلګرۍ مسوولیت ورته سپارل شوی نه وي، د دې ماموریت مسولیت د قونسلګرۍ یو دیپلومات ته سپارل شوی دی. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت دغه یو اړخیز اقدام ته غبرګون وښود او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني اعلان وکړ چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ په کارکوونکو کې هر ډول بدلون باید د وین د ۱۹۶۳ له کنوانسیون سره سم وي. د ناصر کنعاني د خبرو معنی دا ده چې دا کار باید د کوربه هیواد په موافقت سره وشي. ښايي د طالبانو حکومت د دې اقدام په غچ کې د تهران غونډې ته د خپل استازي له لېږلو ډډه کړې وي.

دوهم لامل چې له پورتني لامل څخه یې احتمال ډیر دي، د دوحې دریمې ناستې ته د طالبانو د حکومت کتنه او لید دی. که څه هم د طالبانو حکومت د دوحې په دویمه ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړی، خو د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د یوه استازي د ګډون لپاره ځانګړې هڅې روانې دي او حتی د خپرو شویو خبرونو له مخې د دغې ناستې اجنډا په دې ډول ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت د رضايت وړ وي.

ښکاره ده، چې په دې صورت کې به د طالبانو حکومت په دې غونډه کې چې له مختلفو اړخونو څخه د دوی لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي د ګډون چانس له لاسه ورنکړي. د دوحې په درېیمه ناسته کې له ګډون وروسته د طالبانو د حکومت بل او تر ټولو اغېزمن ګام دا دی چې د سیمې او بهر هېوادونو تر منځ په رامنځته شوي دوه قطب کې داسې رول ولوبوي چې له دواړو لوریو له خوا امتیاز ترلاسه کړي.

دې ته په پام سره چې د طالبانو حکومت د لوبې له یوه قطب (د سیمې له هېوادونو) سره نږدې اړیکې درلودلې، اوس د دې وخت دی چې د بل قطب (غربي هېوادونو) د رضایت د ترلاسه کولو لپاره له دغه قطب څخه ځان لرې کړي. په همدې خاطر یې شاید د تهران په غونډه کې له ګډونه ډډه کړی وي.

د تهران په غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازي د نه حاضرېدلو بل لامل ښايي د سیمه ییزې تماس ډلې تر پوښتنې لاندې راوستل وي. دا لامل له دې ځایه رامنځ ته کیږي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه غړي ذاکر جلالي د خپل پیغام په یوه برخه کې لیکلي چې «افغان حکومت تمه لري چې هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، د نوې تګلارې او مکانېزم د جوړلو پر ځای له پخواجوړ او منل شوي میکانیزم څخه په استفادې سره تر سره شي». د نوموړي دا څرګندونې د پوښتنې وړ دي؛ ځکه چې د سیمه ییز تماس ډلې لومړۍ ناسته په کابل کې او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب ترسره شوه. جلالي په دې جمله کې د امیرخان متقي په مشرۍ د خپل حکومت د بهرنیو چارو وزارت کړنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په تهران کې د سیمه ییز تماس ډلې په غونډه کې د طالبانو د حکومت له ګډون څخه د انکار لامل کېدای شي د ټولو درېیو لاملونو څخه ترکیب او نورو لاملونو سره یو ځای وي، خو د طالبانو حکومت په دې ښه پوهېږي چې د تیرو دریو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د دوی د پاتې کېدو یو له مهمو لاملونو څخه د سیمې د هېوادونو همکاري وه. په داسې وخت کې چې غرب له کابل سره د تعامل ټولې دروازې وتړلې، دا د سیمې هېوادونه وو چې په کابل کې یې د یو بل بحران د مخنیوي او له افغان ولس سره د مرستې لپاره خپل سفارتونه خلاص پرېښود او له کابل سره یې سیاسي او اقتصادي تعاملات جاري ساتلي وو.

په کابل او کندهار کې د طالبانو مشران په دې ښه پوهېږي چې د سیمې د هېوادونو تعامل له غرور او استبداد څخه پرته او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړ دی او د طالبانو د حکومت دې شرایطو ته په پام سره د سیمې د هېوادونو د ملاتړ له لاسه ورکول یقیناً د دوی په ګټه نه دي. که پر غرب تکیه کول د پرمختګ او د حل لاره وای، جمهوري نظام به نه وای ړنګ شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې