شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته دغه هېواد له جیو پولیټیکل خلا سره مخامخ شو چې د چینايي ستراتیژیکو له نظره هم فرصت او هم ګواښ وو.د چین سیاست د طالبانو د حکومت په وړانډي ته په بیا کتنه، د سیمه ییز بحرانونو د مقابلې په برخه کې د چینایی موډل دپیژندلو سره سره، د ګواښونو په فرصتونو د بدلولو لپاره، ځینې ټکو ته ښوونه کوي. دا یادښت د افغانستان سره د امریکا د وتلو او جمهوریت وروسته د بیجینګ د مواجهې څرنګوالي ته لنډه کتنه کوي.

د چین چټکه او ستراتيژيکه ارزونه د حالاتو څخه
د افغانستان د سیاسي نظام له ناڅاپه ړنګیدو او د طالبانو د واکمنۍ له رامنځ ته کیدو وروسته او په داسي حال کی چي د دې بحران سره د مخامخ کیدو د څرنګوالي په اړه د ډیرو هیوادونو شننه او ارزونه څو میاشتې وخت ونیو، چینایي سیاستوال بې له داچي فرصتونه له لاسه ورکړي، او سره له هغه پیژندګلوي چي مخ کي ئې د طالبانو سره درلود، د نوي افغانستان لپاره نوي ستراتیژیکې ارزونې ته چمتو شول؛ “د معاملې لپاره مذاکره کول”. په لومړي ګام کې چینایانو په کابل کې خپل سفارت خلاص پریښودل ترڅو سره له دا چي نوي حکومت ته خپله نیک نیتي ثابته کړي، د طالبانو له مشرانو سره مستقیمو خبرو ته هم لاره خلاصه وي.

د یو فرصت سره طالبانو د حکومت مخامخ کیدل
په یو وخت کې د حکومت په لاس کي نیول، د طالبانو مشران ئې حیران کړي وو او په داسې حالت کې د مذاکرې لپاره د چین مکښ کیدل، د دوی له نظره ارزښتناک و. د طالبانو د مشرانو له نظره، له چین سره د یوه نړیوال ځواک په توګه تعامل کول د طالبانو و حکومت ته د اعتبار ورکولو په ضمن کې، کولای شي له اقتصادي اړخ له پلوه هم هغه خنډونه چي د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوي دي تر یوه حده لیري کړي. له دوه نیم کاله وروسته له چینایانو سره په مذاکره کي د طالبانو فعالیت ته یوه کتنه ښيي چي د طالبانو مشران د حکومتدارۍ په برخه کې د تجربې له نه درلودلو سره سره، وتوانیدل چي له دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او له دې معامله څخه ښه ونډه ور په برخه شي.

د اویغوری جنګیالیو برخلیک
په دوهم قدم کي چین د طالبانو له حکومت سره خپل مهم ترینه اندېښنه، او خپلې څرګندي غوښتني یې مطرح کړل. د دغو اندیښنو او غوښتنو په سر کي د هغو ایغور جنګیالیو برخلیک و چي له کلونو راهیسي په افغانستان کي د طالبانو تر څنګ حضور درلود. د اویغور جنګیالیو برخلیک دا ښیي چې په دې برخه کي د دواړو لورو ترمنځ مذاکرې اغېزمني شوي دي. طالبانو د ایغور جنګیالیو پر وړاندي دوې لاري پرانیستل؛ یا به د طالبانو د حکومت تر جدید امر او څارني لاندي په ټاکل شویو ځایونو کي اوسېږي او یا به له افغانستان څخه ووځي. یو شمېر اویغور جنګیالي له افغانستان څخه وتلي او نور یې د سرپل ولایت په ګډون د چین له سرحداتو لیري ټاکل شويو ځایونو کي مېشت شوي دي.

د چین لپاره د افغانستان اقتصادي فرصتونه
د چین دریم قدم دا وو چي د افغانستان له اقتصادي ظرفیتونو څخه استفاده وکړي. داسي فرصت چي د امریکا د شتون په وخت کي د واشنګټن د سیالانو لپاره په ځانګړې توګه چین ته شتون نه درلود او د عینک د مسو په کان کي د ملیاردونو ډالرو پانګوني لپاره د بیجینګ له چمتووالي سره سره، امریکا او د هغه په ملاتړ حکومت یې د عملي کولو لپاره زمینه برابره نه کړه. د امریکا له وتلو وروسته د رامنځته شوې خلا سره، بیجینګ د یوې عملي تګلاري پر بنسټ په افغانستان کې د اقتصادي پانګوني پالیسي د څو دلایلو له مخې د اجنډا په سر کي ځای ورکړه. لومړی، د اویغور جنګیالیو د کنټرول لپاره دطالبانو د تشویق په توګه، دویم، د افغانستان د ژور اقتصادي بحران د پایلو مخنیوی، او دریم، په چین باندي د افغانستان او د طالبانو د حکومت اړمند کیدل.
د همدې تګلاري وروسته وو چي د چین خصوصي سکتور افغانستان ته واستول شول. په تېرو شلو کلونو کي د لويديځ د ناسمو سياستونو په خلاف په افغانستان کي د چين اقتصادي پروژې لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله تعريف شول. دا صحیحه هدف نښه کول د دې لامل شوي چې ځیني پروژې اوس ثمره ورکړي او د طالبانو حکومت توانیدلی چې له دې پروژې څخه د دولت ځینی بودیجې تأمین کړي.

د سفیر تبادله
د چین څلورم قدم د طالبانو له حکومت سره د ژور تعامل په لور حرکت دی. بېجينګ په يوه حيرانوونکي اقدام او له نورو هېوادونو سره له مشورې پرته د خپلو ملي ګټو پر بنسټ په کابل کي له بشپړو تشریفاتو سره خپل نوی سفير معرفي کړ او همدارنګه د طالبانو د حکومت سفير يې هم په رسمي ډول ومنل. د بېجينګ دغه زړور اقدام د حالاتو د سم درک پر بنسټ دی. اوس د سیمي او نړۍ ډېر هېوادونه په دې پوه شوي چې د طالبانو د حکومت بدیل نشته او نه هم په افغانستان کي د رژیم د بدلولو هوډ شته.
له بلي خوا د طالبانو د حکومت په وړاندي د فشار او انزوا پالیسي کار نه کوي او له همدې امله دوی د طالبانو له حکومت سره د تعامل په ګډون پر نورو لارو چارو په فکر کي دی. هغه لاره چي چين دوه نيم کاله مخکې نيولې وه او اوس له دغي سمي پرېکړي څخه ګټه اخلي.

پایله
چین د اګسټ/اسد 1400 د تحولاتو وروسته، پرته له دې چي خپل سیاست نورو ته وځنډوی، له طالبانو سره د تعامل په موخه د مذاکرې دروازه پرانستله. د دغو مذاکراتو پایله د طالبانو له حکومت سره یوه ګټونکې معامله وه. چینایانو په افغانستان کي د اویغور جنګیالیو محدودولو برسیره، په افغانستان کي اقتصادي فرصتونه تر لاسه کړل او د طالبانو حکومت د اقتصادی منافعو د ترلاسه کولو برسیره، سیاسی ګټي چي دهغه دجملې څخه له یوه لوی ځواک سره د سفیرانو د تبادله وه، تر لاسه کړه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي د چین د موډل څیړنه، د محیط دقیق پېژندنه او درک، پر وخت پرېکړه، د سمي تګلاري غوره کول او زړور اقدام د پام وړ شاخصونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې