شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د روان شمسي کال په لومړیو ورځو کې د مسکو د ښار په څنډه کې د کنسرت پر یوه تالار ترهګریز برید وشو، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان یې ووژل او ټپیان کړل. داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی. له دې امله چې په دې سیمه کې د داعش بریدونه تر ډېره د داعش خراسان له خوا چې مرکزیت افغانستان دی ترسره کېږي، او ځینې څرګندونې او اسناد (لکه په خراسان کې د داعش د عاملیت په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې، د تاجکستان نیول شوي اتباع چې اکثره د داعش غړي تاجکان دي او د مسکو د برید په ملاتړ د داعش خراسان یوه تبلیغاتي ویډیو) هم په دغه برید کې د داعش خراسان د لاس لرلو احتمال مطرح کړی، دا پوښتنه رامنځته شوې چې له دې برید وروسته د افغانستان او د طالبانو د حکومت په وړاندی به د روسیې پالیسۍ څه وي؟ د دې پوښتنې ځواب لپاره دوه نظرونه شتون لري.

لومړی نظر د طالبانو له حکومت سره د روسیې د اړیکو بدلون او د کابل مجازات ته اشاره کوي. د دې نظر پلویان په دې باور دي، چې د سیمې پر هېوادونو د داعش خراسان بهرني بریدونه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پیل شوي او دا د داعش په ځپلو کې د طالبانو د حکومت د ناکامۍ پایله ده. په دې زمینه کښې ډیر افراطي نظر هم شتون لری چې د طالبانو حکومت د سیمه ایزو بریدونو په زمینه کښې له داعش خراسان سره ملګرتیا کوی. د دې نظر له مخې، روسیه چې د طالبانو د حکومت د متحد په توګه او په نړیوالو غونډو کې د دغه حکومت ملاتړی پاتې شوی، له دې برید وروسته به له طالبانو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او ښايي دا به د دې لامل شي چې روسیه د طالبانو د حکومت ملاتړ بند او یا کم کړي.

دوهم نظر د روسیې او طالبانو د حکومت ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ وړاندیز کوي. د دې نظر له مخې، سره له دې چې روسیه د داعش خراسان په اړه اندېښمنه ​​ده او تل یې دا اندېښنه څرګنده کړې ده خو د داعش خراسان پر وړاندې د طالبانو د حکومت مبارزه اغېزمنه ګڼي او په دې پوهېږي چې د مسکو د کنسرت د تالار په ګډون په سیمه کې د داعش بریدونه، د داعش لپاره د افغانستان د امنیتي تحرکاتو د بدلول پایلې دي. د دې سناریو له مخې به روسیه نه یوازې د طالبانو د حکومت په اړه منفي نظر و نه لري، بلکې د طالبانو له حکومت سره د لا زیاتې مرستې لپاره به میدان ته راشي.

د دې لپاره چې په دې پوه شو چې د وړاندیز شویو دوو سناریوګانو څخه به کوم یو واقع شي، اړینه ده چې د داعش تروریستي برید وروسته د افغانستان په اړه د کریملین ماڼۍ او د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ کړنلاره وڅیړل شي. شواهد دا وړاندیز کوي چې دویم نظر د تحقق په حال کې دی. له دې برید وروسته مسکو د طالبانو د حکومت پر وړاندې د اعلامیې په کچه کوم منفي دریځ نه دی غوره کړی او دغه حکومت یې په بې کفایتۍ تورن کړی نه دی. خو تر ټولو مهم او د قناعت وړ دلیل چې په دې برخه کې ویلای شو، د سه شنبې په ورځ کابل ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سفر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر، او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د هغه خبرې اترې دي.

افغانستان ته د روسیې د ځانګړي استازي سفر او د هغه څرګندونې ډېرې معناوې لري.

د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې د کابلوف د څرګندونو محتوا، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د بشپړ ملاتړ څرګندونه کوی او حتی دا هم ویلای شو چې د پانډولي د سیاست په خلاف اوس په هغه کې هوډ او اراده هم لیدل کیږي. کابلوف له متقي سره په کتنه کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ځانګړي استازو د ناستې په اړه د طالبانو د حکومت د دريځ په بشپړ ملاتړ سره وويل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو له شتون پرته به دا غونډه هیڅ نتیجې ته و نه رسیږی او دا غونډه باید د افغانستان د سرپرست حکومت د موافقې له مخې جوړه شي. د روسیې ځانګړي استازي متقي ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړې ده. کابلوف د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، مسکو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت استازي ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو غوښتونکي دی. هغه ټکي چې کابلوف ورته اشاره کړې د طالبانو د مشرانو له مهمو اندېښنو څخه دي.

د يادونې وړ ده، چې په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په دويمه ناسته کې چې د تېر کال په وروستيو کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه، د طالبانو د حکومت د استازي له بلنې سره سره، دغه حکومت دې غونډې ته د استازي له لېږلو څخه ډډه وکړه او د ډیرو کارپوهانو په وینا، په عمل کې دا غونډه بې پایلې وه. په دې غونډه کې د طالبانو د نه ګډون د لاملونو له جملې څخه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د هغوی مخالفت او همدارنګه دغې غونډې ته د مخالفو ډلو د استازو د بلنې په اړه د دوی اعتراض و. د طالبانو د حکومت د دریځونو په ملاتړ کې د کابلوف څرګندونې دا په ډاګه کوي چې د مسکو له برید وروسته د روسیې پالیسي دا ده چې په بشپړه توګه د طالبانو د حکومت ترڅنګ ودریږی.

په دې تعبیر سره ویلای شو چې د داعش ترهګریز برید روسیه د طالبانو حکومت ته نږدې کړې ده. د دې موافقې معنی په داسې ډول تعبیر کیدای شي چې روسیه د داعش پر وړاندې په جګړه کې د طالبانو حکومت د اعتماد وړ شریک ګڼي. شونې ده چې له سراج الدین حقاني سره چې د افغانستان امنیتي چارواکي دي د کابلوف خبرې اترې ، د داعش پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې په اړه وي او حتی امکان لري چې مسکو د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره د طالبانو له حکومت سره استخباراتي او لوجیستیکي مرستې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې