شنبه 6/ 5 / 1403
Search
Close this search box.

د افغانستان د تحولاتو تحلیل

د مخکښ سړي (The Point Men) فلم چې د جنوبي کوریا د هیواد لخوا جوړ شوی، د هغې ريښتنې پېښې په اړه جوړ شوی چې په ۱۳۸۶ کال کې د جنوبي کوریا ۲۳ وګړی د طالبانو له خوا اسیر شوي و. د دې فلم ډایرکټر، مېرمن ییم سون ره، چې له مشهور ډایرکټرانو له جملې څخه ده او لومړی رول لوبغاړی یې د جنوبي کوریا تکړه لوبغاړی هوانګ جونګ مین دی. دا فلم د دې هیواد د باکس آفس کمپنۍ لخوا تولید شوی. د مخکښ سړي فلم جوړونه او تصویر اخیستنه په ۲۰۲۰ کال کې د اردن په هیواد کې پیل شوه، خو د کرونا ویروس د خپریدو له امله وځنډول شوه او بالاخره دا فلم په ۲۰۲۳ کال کې په سېنما کې خپور شو. د کوریایانو لخوا د مخکښ سړي د فلم تود هرکلی وشو ځکه چې دا د دې هیواد د اتباعو لپاره د یوې مهمې پیښې تشریح کول و او د دغه فلم اکران د جنوبي کوریا برسېره په ځینو نورو هیوادونو کې د هغه له جملې څخه د آمریکا په متحده ایالات کې هم وشو.

د مخکښ سړي فلم پوسټر

د یرغمل نیونې د حالت تشریح
د ۱۳۸۶ کال په اوړي کې، د سویلي کوریا د وګړو څخه د یوې موسسې ۵ نارینه او ۱۸ میرمنې غړي ، چې د دې هیواد د کلیساو سره تړاو درلود، د مسیحیت د ترویج لپاره افغانستان ته داخل شول. دغه ۲۳ تنه هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شول چې له کندهار څخه غزني ته پر لاره وو. طالبانو په رسمي ډول د یرغمل نیونې مسوولیت منلی او هغو د خوشې کولو په مقابل کې د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشې کولو او د دغه هیواد ځواکونو د وتلو غوښتنه یې وکړه. د مذاکره کوونکو د تعلل او ځنډ له امله، دوه یرغمل شوي کسان اعدام شول او په پای کې د یوې معاملې په ترڅ کې چې ابعاد یې وروسته مشخص شول د ۲۱ تنه یرغمل شوي کسانو د خوشې کولو په مقابل کې سویلې کوریا ۲۰ ملیونه ډالره طالبانو ته د ججې(باج) په توګه ورکړل او همدارنګه تعهد یې ورکړل چې د همهغه میلادي کال تر پایه پوری به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی او په افغانستان کې د کوریایي مسیحي مبلغینو فعالیت متوقف کړی. د ۱۳۸۶ کال په مني کې جنوبي کوریا له افغانستانه خپل ټول ۲۱۰ پوځي پرسونل وایستل او په افغانستان کې یې خپل پنځه کلن حضور پای ته ورساوه.

فلم نقد کول
د فلم داستان (کیسه) تر یوه حده د واقع شوي پیښو سره سم لیکل شوی دی. که څه هم په دې فلم کې مبالغه یا تصغیر شتون لري، خو په مجموعي ډول د دې پیښې د موجود روایت سره مطابقت لري. یو له هغو ټکو څخه چې په فلم کې د واقعیت پراساس منعکس شوی او د تحریف کولو هڅه یې نه ده کړې د دې ۲۳ کوریایانو له خوا د عیسویت د تبلیغ مأموریت دي. د یرغمل نیونې په وخت کې، حکومت هڅه کوله چې د عیسوي مبلغینو تر عنوان لاندې د دې خلکو ماموریت پټ کړي. د فلم د پیل په دیالوګ کې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی په څرګند ډول خپل لوړپوړی مقام ته وايي چې د ۲۳ کسانو د سفر لامل د مسیحیت تبلیغ دی. یو بل حقیقت چې دا فلم هغه انعکاسوی د دې مسئلې د حل په اړه د افغان حکومت او د کوریا د حکومت ترمنځ اختلاف دی. په دې فلم کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی په ښکاره ډول د بندیانو د تبادلې سره مخالف دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه فلم په دې پېښه کې د امریکا د منفي رول د بیان څخه ډډه نه کوی.

د دې فلم لمړی لوبغاړي هوانګ جونګ مین په دې فلم کې د سویلي کوریا او طالبانو ترمنځ د مذاکرې د یوه استازي په توګه رول لوبوي.

د فلم یو بل مثبت ټکی دا دی چې توانېدلی تر یو حد پوری په افغانستان کې د هغه وخت ځینې واقعیتونه په ډاګه کړي. د هغو له جملې څخه په افغانستان کې د بروکراسۍ ډول، د هیواد غیر خپلواکه بهرنۍ پالیسي، د دودیزو جوړښتونو بڼه لکه جرګه (د ملي مشرانو ناسته)، د سودګرانو او فرصت طلبو خلکو رول د اخاذی لپاره او د پښتونولي رول ( د پښتنو تر منځ د قبيلوي چلند دودونه او قواعد) ئې په ډېر ظرافت سره په ځان کې ځای پر ځای کړی.

په دې فلم کې، د رسمي ډیپلوماسۍ او حقیقي صحنې ترمنځ توپیر په واضح ډول د پوهیدو وړ دی. په داسې حال کې چې د سویلي کوریا ډیپلوماسي په دې باور دی چې له طالبانو سره مذاکره به د دغه هېواد انځور ته زیان ورسوي او له مذاکرې څخه ډډه کوي، خو د سیمې مذاکره کوونکی په دې باور دی چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو یوازینۍ لار له طالبانو سره مستقیمې خبرې دي. دا فلم په ښه ډول هغه دوه لارې انځوروي چې د سویلي کوریا د واکمنانو په وړاندې شتون لري او باید له دغو دوو لارو څخه یوه لاره غوره کړئ چې په پای کې د مذاکره کوونکی مامور د ټینګار او د سویلي کوریا د ولسمشر د مستقیم دخالت سره، دوهمه لاره یعنی د طالبانو سره مذاکره انتخاب کیږی .

د بندیانو په خوشې کولو کې د طالبانو ناکامي د فلم یو له مهمو موضوعاتو څخه دی. که څه هم د یرغمل نیونې په مسئله کې د طالبانو یو له مرکزي اهدافو څخه د بندیانو خلاصون دی او حتی په دې قضیه کې یې یو تن یرغمل شوی شخص هم قرباني کړ، خو په پای کې د طالبانو دا غوښتنه محقق نشو او د دې فلم پر اساس د طالبانو د بندیانو په نه خوشې کولو کې د امریکا او حامد کرزی مخالفت، اغېزناکه رول درلود.

د اذان له پس منظر سره د فلم د يوې صحنې نرم ترکیب په دې فلم کې یو بل د پام وړ ټکی دی. ورته تخنیک د هالیوډ په ډیرو فلمونو کې کارول کیږي ترڅو د اسلام او تاوتریخوالي ترمنځ اړیکه وښیې.
په دې فلم کې د طالبانو د څېرې د کرکجن ښودلو لپاره زیاته هڅه شوې، چې دا کار طبیعي ده ځکه د فلم جوړونکو دا فلم د طالبانو له مخالف لوري جوړ کړی دی.

بصری تصویرونه
د بصری تصویرونو له نظره، فلم یو څه بریالی شوی. که څه هم د دې فلم تصویر اخیستنه د اردن په هیواد کې تر سره شوی، مګر لوکېشنونه د قناعت وړ دي. په ورته وخت کې، د هغو لوبغاړو چې د افغانانو رول لوبوی د میک اپ او جامو په انتخاب کې لازم دقت په نظر کې نه دی نیول شوی. د بیلګې په توګه، د لونګي ډول د افغانستان په سویلي او ختیځو سیمو کې توپیر لري چې دغه توپیر ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

ټولګه
په سویلي کوریا کې د سينما د صنعت ودې ته په پام سره، دا فلم په افغانستان کې د يرغمل نيونې د کیسې د بيانولو په برخه کې د دغه هېواد له وسایلو او ابزارو څخه ګڼل کېږي. له افغانستان څخه د کوریایي ځواکونو وتل، چې له یرغمل نیونې پیښې وروسته واقع شوي، د دغه فلم د ډیالوګ په استناد سره دغه موضوع د سویلي کوریا د کمزورتیا ښکارندوینه کوی. دې ته په پام سره چې د سویلي کوریا حکومت دا احساس کوی چې له طالبانو سره د معاملې له امله د دوی هویت له ګواښ سره مخامخ شوی، شونې ده چې دا فلم د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه جوړ شوی وي چې د ملت د تاریخي یاد او نورو لپاره یو ځواب وړاندی کړی او فلم توانیدلی چې خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کړي.
په عین حال کې، د یرغمل نیونې پیښی څخه د مقابل طرف یعنی د طالبانانو روایت هم مهم دي او باید وکتل شی چې طالبان د هغه څخه څه ډول روایت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي مقالې